افغانستان

بلخ: په جومات کې چاودنې لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،  ۱ غويي، ۱۴۰۱ل): د بلخ ولایت مرکز مزار شريف کې د اهل تشيع په يو جومات کې د چاودنې له امله لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي.

د بلخ امنيه قومندانۍ وياند محمد اصف وزيري وايي چې چاودنه د مزار شريف د دوهمې امنيتي حوزې اړوند سه دوکان سيمه کې د اهل تشيع په جومات کې رامنځته شوې ده چې لمونځ کوونکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رئيس ذبيح الله نوراني هم پېښه تاييد کړې ده او ويلي يې دي چې چاودنه نن ماسپښين ۱۲:۳۰ بجې د اهل تشيع په يو جومات کې رامنځته شوې ده چې په کې ۸ تنه لمونځ کوونکي وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي.

بايد وويل شي چې نن ورځ د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې هم د امنیتي ځواکونو په يو رنجر موټر چاودنه شوې وه چې څلور تنه په کې وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اسلم

یاره د نجونو د مکتبونو تړلو ته خو ډیر تیره ناست يي ملا صاحبانو . پنځه سوه روایته د مشکا ت ااو کنځ نه ورته را پیدا کړئ . د امنیت په ساتلو کی پاتی راغلي يي . که رښتیا راباندې وايې د هغه وخت راهیسې چې د نجونو مکتبونه مو تړلې د ا نورې فیصلې مو مونږ ته چې تر پرون پورې ستاسو سخت طرفدار وو ، اوس ګوز خر ښکاري

Dad

بسم الله الرحمن الرحيم ط هغوی چې په اوسنيو حالاتو کې پر مساجدو ، مدرسو ، مکاتبو …. او عامه تأسيساتو باندې چاودنې کوې . او يا غواړې په دې شومو کړونو سره مذهبي تفرقه رامخکې کړې ، داسې افراد ، سازمانونه او تشکيلات د اسلام د سپيڅلې دايرې څخه وتلې دې ، اسلامي امارت بايد د داسې ناولو او شومو اعمالو عاملين په عام محضر کې په جزأ محکوم کړې ، څو د نورو د پند او عبرت سبب وګرځې . د ولس ايماني ، اسلامي او افغانې دنده ده ، چې مشکوک افراد او اشخاص تعقيب ، نښانې… نور لوستل »

طوطی

طالبانو ته: څه فکر کوی پدی رویه چی تاسی یی خلکو سره کوی؟ له هغه دُکان څخه مو په څومره بی احترامی، او بد اخلاقی سره د افغانانو بیرغ را ګوز کړ د کلیمی لحاظ مو هم ونکړ. هدفی وژنی بر خلاف د ستاسو د عفوی، وعده خلافی، د پاکستان تجاوز ته ځواب نه ویل، د خلکو ملی ارزښتونو ته احترام نه لرل… افغانستان هغه پخوانی افغانستان ندی د ۲۰۰۱ کال. سیاسی شعور خو بالکل نلری نژدی کال به پوره شی حتی پاکستان مو هم په رسمیت نه پیژنی. د پاکستان تحولاتو ته وګوری دا ځلی به هلته هم تاسو… نور لوستل »

خوګياڼي

چي هر څوک دا بى رحمه وژنې کوي په دغه مبارکه مياشت الله ج په دين او دنيا مجازات او وشرموي. او الله ج دې دغه ناوړه قاتلانو اهل او عيال د يوې مخې هلاک او تباه کړي. آمين يارب العالمين

خوګياڼي

د دغه چاودنو عاملين د احمد مسعود په مشرۍ ډله ده چې د داعش خر اسان په نامه پيژندل کيږى او د خارجى ملکونو په اشارو دا وحشيانه وژنې تر سره کوي. بايد د دغه ناولو څيرو په نيولو سره سم د لاسه په عام منظر کې اعدام شى.

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx