افغانستانټکنالوژي

حکومت هېواد کې پر پبجي او ټیک ټاک د بندیز پریکړه وکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ غوایي، ۱۴۰۱ل): افغان حکومت هېواد کې پر پبجي د لوبو ګیم او ټیک ټاک ویدیویي اپلیکیشن د سملاسي بندیز امر کړی دی.

دا پریکړه د رئیس الوزراء په مشرۍ د کابینې په وروستۍ ناسته کې وشوه چې له مخې به یې دغه دواړه اپلیکیشنونه چې د ځوان نسل د بې لارۍ لامل ګڼل شوي په سمدستي توګه وتړل شي.

د کابینې په پریکړه کې راغلي: «د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت ته دنده سپارل کیږي چې د پبجي ګیم او ټيک ټاک په نوم اپلیکیشن چې د ځوان نسل د بې لارۍ سبب ګرځي بند کړي».

کابینې له دغه وزارت څخه غوښتي تر ځو دغه امر په سمدستي توګه عملي کړي، او ددې ترڅنګ یې ورته د ځينو چینلونو چې غیر اخلاقي مواد او برنامې خپروي د امکان تر کچې د مخنیوي امر کړی دی.

باید وویل شي چې تېر کال هم هېواد کې پر پبجي ګیم بندیز لګول شوی و خو دغې پریکړې تر ډیره دوام ونه کړ. او د بندیز سربېره هم د نورو لارو په واسطه دغه ګیم کارول کېده.

د ټیلکام شرکتونو ځینې کارکوونکي وایي چې دغه پریکړه ممکن تر لنډې مودې پلي شي، ځکه دوی له دې لارې پراخه کچه عواید ترلاسه کوي، خو که بند کړل شي زیان به یې ورته زیات وي.

د یادونې ده چې پبجي یو ویدیویي د لوبو ګیم دی چې تر ډيره د هېواد ځوان قشر پرې اخته دی. دغه راز ټيک ټاک یو چینایي د ویدیوګانو اپلیکیشن دی چې بېلا بېل ویدیوګانې او پیغامونه خپروي.

دغه دواړه اپلیکیشنونه په تېرو څو کلونو کې تر ټولو زیات ښکته شوي دي چې هند، چین، امریکا، اندونیزیا، برازیل او داسې نورو هېوادوه یې په سر کې دي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مشوره

المحدالله ثم الحمدالله، سترکار یی کری. واقعا زوانان یی مغز شویی کری دی. دیر اعلی

طوطی

بهتره خو دا ده چی سالم فرصتونه ځوانانو او زمونږه بچیانو ته مهیا شی. چی دا ګیمونه بندیږی پر ځای یی باید مکتبونه خلاص وساتل شی، ورزشی میدانونه جوړ شی، د لامبو وهلو حوضونه، پارکونه او کتابخانی فعالی شی تر څو نوی نسل وهڅول شی چی تعلیم او ورزش ته مخه وکړی. طالبانو خو هر څه بند کړی پر خلکو برعکس د هغوی لورانی په بهر کی په مشهورو پوهنتونو کی درسونه وایی نه د ډوډی غم ورسره شته نه د مریضی او انفجار. امارت چیغی د عدالت عمری وهنی خو بیا هغه څه چی خپلو بچیانو ته غواړی بیوزله… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx