دیني، سیرت او تاریخ

د روژې په ۲۰مه رامنځته شوې، د اسلام د تاریخ مهمې پیښې

حمادافغان شیرزاد

د ۸هـ کال د روژې په ۲۰مه د اسلامي تاریخ تر ټولو مهمه فتحه اسلامي لښکر د خپل رهبر او قائد محمد عربي صلی الله علیه وسلم په قیادت کې ترلاسه کړه، دا فتحه د مکې عظیم ښار فتحه وه، چې رسول الله مبارک او د هغه ملګرو صحابۀ کرامو پکې سختې او ترخې ورځې او شپې تیرې کړې وې، خپل دیار او کلی یې و او د کفر د لاسه یې پریښی او مدینې ته مهاجر شوي وه، د کعبې نه ټول نجس بتان پاک او د لومړي ځل لپاره دلته په لوړ غږ آذان ووېل شو، رسول الله مبارک لکه د یوسف ووېل: چې ای د مکې خلکو لا تثریب علیکم الیوم….

د ۵۱هـ کال د روژې په ۲۰مه د عقبه بن نافع رضي الله عنه په افریقا نني تیونس کې د جامع قیروان یا جامع عقبه بن نافع بنیاد کیښود او په څو کلونو کې یې آبادي سرته ورسېده.

د ۷۲هـ کال د روژې په ۲۰مه د اسلامي تاریخ ځوان سرلښکر او د سِند (نني پاکستان، هندوستان زیاتې سیمې) فاتح محمد بن قاسم الثقفي دې نړۍ ته سترګې غړولې وې، نوموړي ولید بن عبدالملک او سلیمان بن عبدالملک په دوره کې ستر فتوحات ترلاسه او د اسلام دایره یې زیاته وسیعه او پراخه کړه. نوموړی ړ قتیبه بن مسلم تر تولو ځوان او تکړه قومندان و، نوموړي سند د خپلې ۱۷ یا اتلس کلنۍ پر وخت فتحه کړو، محمد بن قاسم د وخت د سفاک قاتل هغه چې اسلام ته یې زیاته ګټه او هم یې تاوان رسولی، حجاج بن یوسف د تره ځوی هم و. د نوموړي عمر لا ۲۴ هم نه و پوره چې د خپلو ځینو خود غرضه او منافق خلکو له لاسه په شهادت ورسول شو.

د ۲۲۲هـ کال د روژې په ۲۰مه مسلمانانو په ترکستان کې د عباسي لښکرو د قائد الافشین په مشرۍ د بابک خرمي ښار ونیولو او هغه یې څو ورځې وروسته ونیول او قتل یې کړ، بابک د الوهیت دعوه کړې او د اذربیجان د نیولو وروسته مسلمانانو ده ته قوي ماتې ورکړه.

د ۲۸۶هـ کال د روژې په ۲۰مه عباسي خلیفه احمد المعتضد بالله د مؤنس الخادم په مشرۍ یو لښکر واستاوه، ترڅو د کوفې او عین التمر شاوخوا سیمو باغیانو سره جګړه وکړي.

د ۱۰۹۴هـ کال د روژې په ۲۰مه عثمانی لښکر د ویانا ( اسټریا) د فتحه کولو وروستۍ او ناکامه هڅه وکړه، چې پکې د ۱۰زره عثمانیان قتل او دوی محاصره ختمه او بیا په اروپا کې له هغې وروسته مسلمانانو کومه غټه بریا ترلاسه نه کړه.

د ۶۵۲هـ کال د روژې په ۲۰مه د اسلامي نړۍ تکړه مشر سیف الدین قطز دې نړۍ ته سترګې وغړولې، نوموړی الملك المظفر سيف الدين قُطُز محمود چې نسب یې جلال الدین خوارزمشاه ته هم کیږي، د اسلامي امت غښتلی او د مصر د ممللوک دولت یو وتلی مشر تیر شوی.

دا لړۍ دوام لري…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx