نظــر

امریکا او انسان وژنه – دوهمه برخه

لیکوال: محمد الله تبسم

۴: ویتنام

له ویتنام سره د امریکا جنګ د هماغې پیړۍ تر ټولو خونړی جنګ نومول شوی دی. چې په کې زښت ډیر انسانان مړه، زخمیان، او تر اوسه متاثره دي. د جنګ د علت څیړل به ډیر وخت ونسیي خو په دې جنګ کې په امریکایي جرمونو باندې ټوله دنیا خفه او د غم په ټغر ناسته وه.د (وار بیهاینډ اف مي) کتاب لیکوالۍ ددغې جنګ حقیقت روښانه کړي او امریکا یې یو جنګي مجرم معرفي کړی.  دا جنګ د په ۱۹۶۰ کلونو کې شروع شوی وو چې د راپورونو له مخې به کې څلور لکه انسان ووژل شو. په ۱۹۶۷ کې  ټولو سربازانو ۳.۱ میلیون په تعداد ګدون کړی وو. او امریکايي طیارو د ۱۰۷ زرو نه ډیر د بمبار لپاره پروازونه او بمبار کړی وو. چې تقریبا دوه نیم میلونه ټنه چاودیدونکي مواد یې استعمال کړی وو.

د همدې جنګ یوه یادګاري ورځ چې د تاریخ په پاڼو د ویر د ورځې په نوم صفت ته ده. د مارچ په شپاړلسمه د امریکایی عسکرو له خوا قتل عام وشو او د خپل قوماندانانو د امر سره یې غوښتل چې هر ژوندې شی له منځه ویسي.

ډیر امریکايي عسکر خپله ددوی له خوا د ظلم د نه برداشت له وجې په کې په روحي ناروغیو اخته شوي وو. امریکایانو ددې له وېرې چې ویتنامیان ورته په څنګلونو کې پټ دی. له یوه قسم کیمیایي موادو نه کار واخسته او به ځنګلونو یې وشیندل چې په نتیجه کې ټول ټال تقریبا ۱.۳۴،۰۰۰ هکتاره ځنګلات یې وسوزل. او همدا شان د ویتنام د زراعت د له منځه وړلو لپاره یې د اوبو له لارې کیمیايي مواد د ویتنام په زراعتي ځمکو وشیندل. چې د راپور له مخې امریکا اتیا میلونه لیتره د زراعت د له منځه وړونکي مواد استعمال کړي وو.

لکه څنګه چې مخکې وویل شو ددې خنګ تر اخره بورې څلور لکه انسانان د امریکا له خوا مړه شول، پنڅه لکه ماشومان د کیمیایي موادو د حساسیت له وجې تر اوسه پورې معیوبین پیدا شوي. او په دې خنګ کې ۴۰۰۰۰ ویتنامیان صرف د امریکايي عساکرو له خوا به اور سوزول شوي دي. او تقریبا ۵۵٪ ویتنامیان له خپله هیوده نورو هیوادونو ته به هجرت مجبوره شوي وو.

نور بیا…………….

لومړی برخه دلته لوستلای شئhttp://www.nunn.asia/19822

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x