شعـــــرونه

الهی فتحه/ عادل

نسیم شاه عادل

حیران یمه چې فتحه الهي له کومې راغله
وطن ته مو ملګرو رڼایي له کومې راغله

حیران یمه چې څنګه شول نسکور جنګي ځواکونه
له دوی سره موجود وو طیارې راکټ ټانکونه
وطن ته شول داخل د مجاهدو لښکرونه
ایمان مو چې کامل شو کامیابي له کومې راغله
وطن ته مو ملګرو رڼایي له کومې راغله

یرغل د میړنو پر دښمن جوړ کړه ماتمونه
په تیښته بریالي شول ترینه پاتې شو ټانکونه
له ځان سره یې یوړل ډيرې هیلې ارمانونه
په ژوند کې مو دا لویه نیکمرغي له کومې راغله
وطن ته مو ملګرو رڼایي له کومې راغله

چې واخست له غربي ځواکو مومنو کله واک
په یو ځل یې کړه مات ټول ځنځیرونه د ښکیلاک
بندیان شول ټول رها لاړل کورونو ته خپلواک
یو دم دغه حریت او أزادي له کومې راغله
وطن ته مو ملګرو رڼایي له کومې راغله

هیڅ شک نشته چې دا نو یو نصرت د رب جبار وو
چې کلک شول مجاهد ترینه راضي به پاک غفار وو
مومنو سره کړې ډیر مدد پروردګار وو
چې دلته دا دوستي او ورورولي له کومې راغله
وطن ته مو ملګرو رڼایي له کومې راغله

عادل پروردګار مل کړ بری مومنانو
پردیو نه شو خلاص دغه هیواد مسلمانانو
په برخه خپلواکي شوله د ټولو افغانانو
خبر شو چې ازاده زندګي له کومې راغله
وطن ته مو ملګرو رڼايي له کومې راغله

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx