شعـــــرونه

طالبه بر وختې!/ مزمل

استاد محمد زمان مزمل

بر شوې طالبه ډېرو هسکو ته لا بر و ختې
د خپل ازمېښت افق ته پورته لکه لمر وختې

نه پوهېږم څنګه او دا خلک هم پرې نه پوهېږي
دغه مقام ته چې په ځغلنده اشر وختې

راغی زمری او پکې ستا بری په منډه درومي
لکه امان د فتحې برج ته برابر وختې

ګوره ! چې ته به د عمل میدان کې څه وخېژې
هلته به پوه شې چې ته بر او که نا بر وختې

هر څه چې یې خو نن د ټولو نه هسک ښکارې مګر
ته دغو هسکو ته اشنا په کوم هنر وختې

ګوره! په هسکو غَرۀ نه شې چې لویدل هم لري
داسې به کوز لوېږې اشنا څنګه چې بر وختې

منم په علم به امي افغان ته ورته وې ته
خو په عمل کې د ازهر د شیخ په سر وختې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

منم په علم امی افغان ته ورته یی ته
خو په عمل د ازهر د شیخ په سر وختی
جانانه تولی هلی زلی دی قبول شه د سبحان په در کی
د خُوژ نبی جانان امته مونگ به ویارو په تا
الهی مه کری چی یزید غوندی ابتر وختی
که د فتنو او د نفاق ختمول وی آرین
طاغوت قبرونه د تاریخ که محکمه کری
ته به د زرونو شی مالک، ، بشر منی چی په ممبر وختی

عبدالله مجید وردک

خالق تعالی فرمایی دوی تر هغی نه قانع کیگی ، تر سو یی په دین نشی او مکمل یی مطابعت ونکری !
دا د انگریز شکل تولی دنیا ته معلوم دی ، د نظاریانو ، سیافی وهابیانو لنده غرو ، گلمجمو ، کجایانو ، سازایانو ، ستمیانو ، کمونستانو ، افغانملتیانو ، او داعشیانو مخه تر هر سه باید ونیول شی !
د میدیا د کنترول او تثبیت د موقعیت د افرادو وکری ، دا دیر زیات ضرور دی !
مننه

مجاهد

د بورته شعر په اړه ځینی پوښتنی او ارزونی ۱ ــ د طالب بریا له کومه شوه (نه هیواد او نه شاعر پوهیږی !) الله ج فرمایی انتم الاعلون ان کنتم مومنین ، تاسی بریالی یاست که ایمان لرۍ، ایمان یی د بریا شرط ټاکلی، د ایمان ذایلولو د پاره جنی او انسانی شیاطین په ګډه کار کوی تر دی چه انسان د خلافت ( اشرف المخلوقات ) له مقام د اسفل سافلین مقام ته راشکته کړی. پرونی جهادی مشران د دوی د حرص له امله له اوله د همدغه شیاطینو د وسوسو ښکار شول، بریا یی په ذلت بدله… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx