نړۍ

په ګوانتامو کي یو افغان بندي مړ شوی دی

guntanamuنن ټکی اسیا: د امریکا وزارت دفاع اعلان کړی چي په ګوانتنامو کي یو افغان بندي مړ شوی.

پنتاګون ویلي افغانی بندي چي نوم يې عنایت الله ښودل سوی دی، او عمر يي ۳۷ کاله دی، په کال ۲۰۰۷ باندي ګوانتامو ته را وړل شوی وو، او کیدايي سي تیره ورځ يې انتحار کړی وي.

وزارت دفاع نور ویلی چي دغه بندي په خپله کوټه کي وروسته تر هغه مړی وموندل شو،

کله چي د بندي خاني چارواکي دده کوټي ته د معمول تفتیش ته ورغله، چي بیا د نومړي د ژغورني لپاره په بندي خانه کي طبي پروسونل ورغله او وې نه کړای شول چي نومړي وژغوري.

وزارت دفاع زیاته وي چي دعنایت الله جسد به د تحقیقاتو وروسته افغانستان ته ولیږدوي.

امریکا ادعا کړې ده چي عنایت الله د القاعده تنظیم سره اړیکي درلودلې او د افغانستان، پاکستان، ایران او عراق تر منځ يي ددغي شبکې غړو ته د لاري اسانتیاوي برابرولې.

ویل کيږي چي عنایت الله اتم بندي دي چي د ګوانتامو په زندان کي مړ کيږي.

دروان میلادي کال په دوهمه میاشت کي د ننګرهار ولایت یو تن مشهور قوماندان معلم اول ګل هم د ګوانتنامو په زندان کي وفات شوی وو.

د نومړي کورنی په امریکایانو تور لګولی وو، چي په زندان کي يې وژل دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x