
شعـــــرونه
رڼا ماحول څخه ځي ځان تر تیارې وباسي/ عادل
نسيم شاه عادل
چې هر سړی له دې مالت ځینې پښې وباسي
له دې ګلبڼه د ګلونو جنازي وباسي
د زندګۍ په حلاوت باندې پوهیږي کله
رڼا ماحول څخه ځي ځان تر تیارې وباسي
پلوري د پلار نیکه هډونه او میراث ملګرو
ته وا پخپله د خپل ځان ځینې جامې وباسي
وطن مو مور ده پریښودل یې هیڅ آرام نه لري
څوک چې له دې دیاره تللي اوس توبې وباسي
دا د جنت په څیر وطن د پریښودلو نه دی
په حادثو ګير شي چې ځان له حادثې وباسي
ته د حالاتو په بدلون باندې بدلون ونه کړي
ورکیږي کله څوک چې ځان له دایرې وباسي
وعده د رزق د (عادل)ج د لورې شوې ده بس
داسې ونه شي چې څوک ځان له دی وعدې وباسي
نسیم شاه عادل
۱۴۰۱ /۲/۱