تاریخ او شخصیتونهنظــر

ثور څلورمه د افسانوي رهبر؛ ”ثالث عمر“ یاد او د سنګ حصار د قیام پتمن تحول!

جمال ایوبي

د روسیې له شکست وروسته د داخلي هرج و مرج، تاراج، محشري او هغه زوموخت پړاو چې ناهیلي په کې اوج رسېدلې وه ددې پړاو ایجادول د هغو مشرانو(!) سوغات ول چې په ظاهره به یې ویل:
اسلام زنده باد؟ پای دوي؛ دې خپلو شعارونو سره په واټن کې روان شول دا ځکه چې دوي د عمل په ډکر کې کاذبین او قدرت طلبه ول خو هغه د ایثار په لار تلونکو مؤمنو پرګنو چې به یې ویل:
شوروي مرده باد. رښتیاهم دوي صادقین ول ځکه په خپلو ایمانونو، اخلاص او تآثر اخیستونکې انګېزه یې شوروي مات او په روسیه یې بدله کړله چې نن یې موږ ټول شاهدان یو.

ددغه ناامیدې فضا، قتل و غارت، عفتونو لیلام، چور او چپاول … او د پاټکونو په تصویرونو کې چې دا د افغانستان د تاریخ له بوږنونکو دورو څخه ګڼل کېږي دغې اوضاع ته داسې تغیر ورکول ترڅو دا هرڅه په یوه امیدوارې فضا عوض شي، دې تحول لپاره زموږ په جغرافیه کې د یؤ مصلح ،باعزمه او مدبرو انسانانو کمبود له ورایه حس کېده خو الله تعالی ته د درېدلي ولس آه او فغان اخر قبول وګرځید او د همدې په امتداد ملنګ او بااحساسه امیر ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله د خپل لیدلي مانادار خوب چې مولوي موسی یې ورته په رڼا او اسلامي حاکمیت تعبیر کړی و د کندهار له سنګ حصار او بیا یې لومړنی مرکز غازي ایوب خان له لیسې څخه په تدریج سره یؤ منسجم ،پتمن او له ثمرې ډک ولسي تحرک پیل کړ.

ملامحمد عمر مجاهد ددغې مرګوني وضعیت د مهارولو لپاره د مدارسو او کلیو ځمکې ګز او بلا دروازې وشړنګولې چې په دې تړاو خپله مشرملاصاحب داسې وایې:
خلک به وایې چې دا تحریک څنګه او څه وخت پیل شو؟ زه او یؤ ملګری مې وو په زنګاوات کې یوه سړي موټرسایکل راکړ زه او بل ”مولوي عبدالصمد“ تر شا راسره سپور و ،یوې دایرې ته ورغلو څوارلس کسه طالبان هلته اوسیدل سره راټول او بیا مو ورته وویل:
چې دا د خدای دین پایمال شو ،فساقو او فجارو ټوله منطقه ونیوله، په عام ډامبر باندې د خلکو ناموس او مالونه ښکته کېږي ددغه فساد مقابله یوازې په زنده باد او مرده باد باندې نه کېږي ،موږ راولاړېږو د خدای د رضا لپاره نو که څوک خدمت کوي له موږ سره دې شي خو دا خبره ده چې چا د یوې افغانۍ یا ډوډۍ وعده راسره نه ده کړې پر دا وطن به سوال کوو او پر مسلمانانو به ګرځو که چا راکړه که یې را نکړه او دا کار د یوې ورځې یا هفتې هم نه دی ، مشر ملاصاحب وایې په دې څوارلسو کسانو کې یوه لا والله که ویلي وي چې په دې شکل یې زه کوم ویل یې زموږ سبقونه دي که د جمعې په شپه کار و کوو یې او کنه نه یې کوو.

ما ورته وویل: چې له جمعې وروسته به یې څوک کوي؟ خدای شاهد دی چې دا خبره همداسې وه او زه په محشر هم ددې شاهدي اداء کوم.
وایې که ما دا یوه دایره (کلیواله مدرسه)کافي ګڼلې وای نو نورې به مې ورباندې قیاس کړې وای او بېرته به خپلې مدرسې ته راتلم خو ما هغه چې له الله تعالی سره وعده کړې وه پر هغه مې وعده وفا وکړه نو الله تعالی بیا راسره دا معامله وکړه، دا مدرسه مې پرېښودله بلې ته لاړم او هلته اوه کسان و او هغوی ته مې هماغه شان خبره وکړه نو په همدې ترتیب مو تر ماذیګره ۵۳ طالبان پیدا کړل. او همداسې مشرملاصاحب او مولوي عبدالصمد صاحب به هرې مدرسې او حجرې ته ورتګ ورته موضوع تشریح کوله چا به د ناامیدۍ او چا به د امیدوارۍ په کرښه درول.

تاسې د پورته ذکر شوي جریان تحلیل په عمیق فکر او د عقدې له ړوند دید بهر وکړئ، چې دې متمایز او عدوه شخصیت کې څه کمالات ؤ؟ چې دا دشوار وضعیت، تجزیې مخنیوی، فساد، انحطاط، ولس له اختناق ژغورنه او دې مرګونی پړاو ته یې په داسې حال کې نجات ورکړ چې د انساني او مادي منابعو کمبود په لوړه کچه محسوسېده، کږلېچونه او پېچومې په هره لاره پرتې وې او ترڅنګ یې د اتهاماتو ضربیي وارونه هم له ځانه سره درلودل ،اخر یې په کومه جادو او منتر سره دا هرڅه په یوه مثبت او پتمن بستر عوض کړل؟.

که تعقل او عمق ته څو شېبې ورکړئ پوه به شئ چې د اسلامي لښکر لپاره فتحه هغه وخت حتمي او معماري ده چې هر څه خاص رب لره وي او د همدې عدوه شخصیت ”ثالث عمر“ اخلاص، د قیام مؤمن اهداف، په خدای محض توکل … او د رب له رضا پرته نور ټول فاسد اغراض کثافتدانې ته وغورځول دا هغه ځانګړتیاوې دي چې لرونکي ته یې د رحمن ذات د مرستې او فتحې وعده ورکړېده.

په همدې تعبیر مرحوم امیرالمؤمنین په ډېره لږه موده کې یؤ درجن فساد او قدرت طلبه رهبران (!)د ملي مقاومت په نتیجه کې په سالنګ واړول ،هېواد یې له تجزیې او بحران وژغوره، اسلامي حکومت یې احیاء کړ چې په همدې سره یې خپل ملي رسالت په مؤمنه توګه اداء کړ.

د عمري عدالت؛ تآثر لرونکي تصویرونه:
د حاکمیت او اقتدار د رامنځته کېدو سره سم یې اسلامي عدالت داسې تطبیق کړ چې د چارواکو، مامورینو او د عامو وګړو ترمنځ یې تبعیض او توپیري چلند په جدیت سره ختم او هېڅ ځای یې ورنکړ چې همدا تصویرونه یې په ملتونو کې د جذب او د محبوبیت د کچې د لوړېدو د عمده لاملونو څخه بلل کېږي، شیخ دلاور صاحب وایې:
یو طالب چې د کندهار په امنیه قومندانۍ کې یې وظیفه درلوده د عبیدالله په نوم د یوه سړي زوی یې وژلی وو په دوو اونیو کې ابتدائیه او مرافعې محاکمو پر قاتل د قصاص فیصله وکړه، موضوع تمیز ته راغله موږ چې وڅېړله همداسې وه قاتل باید قصاص شي خو دغه وخت کې د قاتل قریبان چې د امارت څو لوړ پوري چارواکي هم پکې و په دې هڅه کې وو چې قصاص وځنډوي او د مقتول کورنۍ عفوې ته وهڅوي د قصاص حکم د نهایې فیصلې لپاره مشرملاصاحب ته ولېږه ملاصاحب د هېچا سفارش ونه مانه او د قصاص حکم یې توشیح کړ او اعلان وشو چې سباته به فلان طالب قصاصېږي.

دا وخت د قاتل قریبانو او سفارش کوونکو د قصاص ځنډولو لپاره په قاتل باندې د پورونو خبره راپورته کړه، مرحوم مشرملاصاحب ماته”شیخ دلاور” ټیلفون وکړ زه ورغلم او خبره یې ماسره شریکه کړله ما ورته وویل:
په دې اړه باید د علماوو نه پوښتته وشي، علماء کرامو چې دا مسئله وکتله هغوی وویل دا مانع د قصاص نه دي.
بیا مشرملاصاحب وویل:
قصاص دې اجراء شي.
د قصاص مراسمو ته ډېر خلک راغلي وو خو د مقتول ورثه چې د اسلامی امارت انصاف ولیده کله چې د وژلو لپاره قاتل په لاس ورکړل شو اخره مرحله کې یې قاتل ته عفوه وکړه او ویې باښه.

د مهاجر په ننګه؛ د فرعوني ځواک یوه چلنجوونکې سیما:
د شهید شیخ اسامه رحمه الله راتګ افغانستان ته او بیا د سپتامبر واقعه چې نړۍ پکې د لوی تحول سټېج ته پورته، له ناندریو ډکه او هغه پېچلې اوضاع یې ایجاد کړله چې په همدې ګونګ وضعیت او لاینحله قضیه کې د افغانستان برخلیک د وژونکو سونامیو شاهده شوله.

د سپتامبر له واقعې وروسته لومړۍ امریکا ټوله نړۍ “اسلامي او غیر اسلامي” په خپل مدار او طرحې منسجم کړله او بیا یې د فرعوني غرور تمثیل داسې شروع کړ چې د اسامه بن لادن د قضیي حل یې بېله محکمې او ثبوت څخه دده مستقیما تسلیمول غوښتل دوي فکر کړی و چې د رعب فارمول کارول به دا د ایمان غر سست او په ماتېدو کړي خو مرحوم مشر ملاصاحب چې د اسلامي او ملي غرور په ګاڼه سمبال و، معنویاتو ته یې پر مادیادیاتو ارجیحت ورکاوه نو په همدې بنیاد یې د نۀ ورکولو په دریځ مستحکم ودرید آن د شیخ اسامه صاحب ایستل یې له افغانستان څخه امریکا ته د ورسپارلو معادل ګاڼه نو په همدې اساس یې د شړلو سره موافق نه و.

مشر ملاصاحب تکرارً د محکمې دائرولو باندې تأکید کاوه وروسته یې دا هم وویل د اسلامي هېوادونو علماء دې کیني او ددې موضوع د حل لپاره دې شرعي پرېکړه وکړي او که دا هم امریکا نه مني پر موږ باور نه کوي نو د اسلامي کانفرانس لخوا دې په افغانستان کې د شیخ اسامه صاحب د فعالیت څارلو وظیفه په غاړه واخلي تر څو د امریکا بهانې ختمې شي.

دا چې امریکایانو د خپلو اهدافو د تحقق لپاره شیخ اسامه صرف د تعلل لپاره کاروه نو یوه طرحه یې هم ونه منله، دا ټولې بهانې ځکه وې کله چې طالبانو د شیخ اسامه د غیب کېدو او له افغانستان څخه د وتلو راپورونه نشر کړل د امریکا بهرنیو چارو وزارت د هغه وخت وزیر رابن وویل:
له افغانستان څخه د اسامه بن لادن په وتلو هم له طالبانو سره لانجه نه حل کېږې ځکه د طالبانو نورې ډېرې داسې کړنې شته چې امریکا ته د منلو نه دي.

مرحوم مشر ملاصاحب به دا خبره تکرار کوله چې اسامه بن لادن له نه سپارلو سره د اسلام علو تړلې ده او نه هم د اسامه سپارل د افغان ولس له تاریخي روایاتو او کلتور سره برابر کار و.
پای؛ مشر ملاصاحب دا درک کړله چې امریکا زموږ د اسلامي نظام سره مشکل لري نو ځکه یې ددې دربدره مهاجر په ننګه یؤ قطبه فرعوني ځواک چلنج او د تاریخ ویاړلي کردارونه یې سجل کړل.

د امریکا شکست یې؛ د احزاب په انګېزه میسر وګڼله!
په فرعوني غرور مستې امریکا ۴۸ مجهز غربي هېوادونه او د سیمې ۲۱ هېوادونه له ځانه سره په یوه کرښه ودرول، پاکستان او ازبکستان د افغانستان د هلاکت لپاره پوځي اډې ورکړلې، هېچا دا تجاوز ونه غانده پرته له شهید صدام حسین څخه چې د امریکې برید یې دولتی ترهګري او جنایت وباله.

نړیوال استعمار په مادي لحاظ د خپل زر چنده کمزوري طالب سره واقع شو، غرور او قهرجنو څپو زور واخیست د مظلومیت او ماتم وریځې ښورې شوې داسې جګړه پیل شوه چې په مادي، ټیکنالوژي او د تعداد په لحاظ د عقل له درک او تصور څخه بهر وه د نړۍ مخکښو نظاميانو، پروفیسورانو او آن د اسلامي نړۍ حکمرانانو د طالب مقاومت تباهي او ناداني بلله ځکه تش لاس او له بلې خوا بلیک هاک،b52 او کلستر ترمنځ جګړه کول اخر جنون نه دئ نو څه دي؟

مګر دوي د معنویاتو د عروج له مستو څپو او بیا په همدې انځور کې د هغې تاریخي فتحې له پس منظر څه خبر ؤ؟ چې مجهزې او متحدې لښکرې یې په شا وتمبولې، د دفاعي جګړې دروازې یې بندې او د وړاندې تګ لپاره یې لکه اوبه لاره پرانیستله.
ملا شیرین اخند وایې مشر ملاصاحب ماته وویل:
زه فکر کوم که موږ مخامخ ډېر مقاومت وکړو ایله دوه میاشتې مقاومت وکړو له هغې وروسته به د امریکا غلبه راځي، بمبارونه او کورونه نړېدل به وي، شهادتونه او اسارتونه به وي، بیابه د امارت هر کس امریکا ته مطلوب وي. زه به درته د الله تعالی په ذات قسم وکړم چې ما د ځان، خپل زوی، قریب او یا انډیوال لپاره پرمخ د ځمکې یؤ لویشت امن ځای هم نه دی برابر کړی چې داسې ده نو په دې حمله کې خو به زه ،اولادونه او کورنۍ مې هم تباه کېږي.

ددې مشکلاتو دفع په دې کېدلای شي چې زه شیخ اسامه امربکایانو ته ورکړم په دې صورت کې زه ولې اسامه امریکا ته نه سپارم؟ دا ټول مشکلات قبلوم خو دغه یؤ کار نه کوم؟
ملاصاحب په پورته جدیت سره وویل:
اوله خبره دا چې زه په دنیا کې هر رنګ تکلیف، شهادت او اسارت قبلولای شم مګر په اخرت کې د الله تعالی په وړاندې بې ځوابي او شرمیندګي نه شم قبلولی.

دوهمه خبره دا چې زه به قسم درته وخورم چې همدا اوس شیخ اسامه راونیسې او امریکا ته په غاړه وروځړوې بیامو هم والله که پرېږي د امریکا دښمني له موږ سره د اسامه له امله نه ده بلکې دا نظام یې نه دی خوښ د امریکا مثال د مکارې ښځې په شان دی که دې دا غوښتنه ومنله بله رامخکې کوي او همداسې ورپسې بله نو زما یقین دی چې امریکا مو تر هغې نه پرېږدي ترڅو له ټول اسلامي نظام نه یو ورتېر شوي.
بوش د اسامه بن لادن په اړه طالبانو ته په خطاب کې وویل:
اسامه یا مړ غواړم او یا ژوندی.

کله چې مرحوم مشرملاصاحب د بوش دا خبره د راډیو له لارې واورېدله مرحوم امیرالمؤمنین ورغبرګه کړله:
والله که یې یا مړ رانه ووینې یا ژوندی.
په همدې امتداد او ایماني جذبه یې ددې عصر لوی فرعون چلنج او د جګړې په هغه کرښه ورسره واقع شو چې د فاتحې نتیجې تصور یې د عقلونو له درک څخه پورته و.

مشر ملاصاحب د اشغالګرو ددې بې رحمه هجوم په ماهیت او وخت خبر وو او د خپل مقاومت تدابیر یې سنجولي و چې په یوه وینا کې یې وویل:
امریکا او د امریکا پلوو خلکو تاسې څومره خام فکر کړی دی دا د طالبانو حکومت خو داسې حکومت نه دی لکه د ظاهرشاه حکومت چې ظاهرشاه روم ته ولاړ او عسکري نظام یې سقوط وکړ دا د طالبانو نظام خو جهادي منظم ګروپونه او جبهي دي دا یې په ظاهره حکومت سقوط کړی، خو دا جبهې به بېرته د تېر جهاد په شان کلیو او غرو ته شي نو بیابه ستاسې څه حال وي خو بېرته به د هغه کمونېستانو د وخت په شان زوړ حال وي، څنګه به حکومت وکړې عسکر به دې څوک وي؟که امریکایان دې عسکر وي خو کمونېستان هم د روسانو عسکر ول ،څه وشول؟ ته به څنکه کذاره کوې؟ ډېر فکر وکړئ ځانونه مه بربادوئ دا د مسلمانانو ملک دی افغانستان د مسلمانانو ځاله ده او خدای تعالی ورباندې خاص نظر لري.

په خپل ژور عمق او د ایماني مسؤلیت په بناء یې د یوه نظامي پالیسۍ او تدبیر له مخې ترڅو امریکایانو ته کمین ونیسي د ملاعزیز الله او ملا عبدالباري سره په موټر کې مخ په زابل روان شو لومړی یې په سیوري ولسوالۍ کې د عبدالحمید په کور کې واړوله له لږې مودې تېرولو وروسته د خپل اخښي مولوي عبدالرحمن…..او وروسته اولنی کور چې عمري صاحب، عبدالباري او عزیزالله صاحب د مشر ملاصاحب لپاره غوره کړی و د حاجي عبدالاحد کور و په دې کور کې امریکایانو تلاشیانې او ترڅنګ یې په کلي چاپې هم وشولې خو رب چې څنکه خپل پېغمبر په حرا کې وساته همداسې یې خپل مؤمن بنده په محاصره کور کې خوندي کړ په دې کور کې یې پنځه کاله تېر کړل.

وروسته ملاصاحب یؤ دم د ځای د تغیر پرېکړه وکړه او د ملاعزیز الله سره روان شو او بالاخره یې د ملاشیرعلي اکا کور انتخاب کړ اوه “۷”کاله یې په همدې جونګړه کې تېر کړل دلته هم د بلا تکالیفو، چاپو او مصیبتونو کوربه وو خو دا هر څه یې په متین عزم او استقامت سره تحمل کاوه.

له همدې خړې او خټینې جونګړې څخه یې اشغالګره امریکا تعقیبوله او پای یې نړیوال استکبار له غرور راښکته د شکست په مسیر یې برابر کړ او تکرار یې د مذاکراتو غوښتنه کوله چې همدا یې د شکست پیلامه شوه.
مقاله ددې توان نلري چې د مشر ملاصاحب په کارنامو لیکل وکړي ځکه ددې ولي الله، مربي او الګو شخصیت په سیرت او کردارونو کرښې کښل د کتابونو خبره ده.
نن مرحوم امیرالمؤمنین رحمه الله نشته خو عزم او تقوی یې فتحه معماري کړله ،خپله نشته خو لښکر او د څنګ یارانو یې لومړنی ارمان تکیمل کړ.
امید لرو چې د مرحوم مشر ملاصاحب رحمه الله د څنګ یاران د خپل تللي امیر په څېر جدي او د شهیدانو ارمانونو ته متعهد او اهدافو ته معتمد پاتې شي.

رحمه الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx