تاریخ او شخصیتونهنظــر

د ازادۍ تاريخي امام

طیب احمد حمیدي

دا چې افغانستان کلونه کلونه د نورو د تېریو مرکز و، افغانستان به هم له فکري او هم له جغرافیوي اړخه اشغال و، ځینې مادیات پرسته خلکو به یې هم تر څنک د هغوی د اهدافو لپاره کار کول.

له طالبي تر جهاده:
لوی ملا صاحب د طالبۍ ژوند مخي ته وړل، دا غوټۍ یې لا نه وې ګل شوې چې په همدې وخت کې افغانستان د روس له لوري اشغال شو، ثالث عمر یې پر وړاندې جهاد پیل کړ او خپل اسلامي غرور یې اجازه ورنه کړه چې په کور کيني، بالاخره یې افغانستان د ډېرو قربانیو زحمتونو په ورکولو سره ازاد او روسان یې وشړل.

له جهاد تر طالبۍ:
کله چې افعانستان د روس له یرغل نه ازاد شو، ثالث عمر درس او تدریس ته مخه کړه، د واک تنده یې نه درلودله، کړي تکلیوفونه یې یوازې د الله (ج) لپاره و نه د واک یا بل کوم دنیوي غرض، له دې نه یې خلوص صداقت لکه د لمر په څېر روښان ښکاري.

بیا له طالبۍ تر جهاده:
مجاهدینو د واک په سر خپل منځي اختلافاتو ته مخه کړه آن تر دې چې تر منځ یې ولس په دې اور کې وسوځول، پیغلې ناویانې له ودونو وتښتول شوې.
نو لوی ملا صاحب دې پېښو سخت کړاوو، یو ځل بیا یې نشتون له فساد سره د مبارزې په ډګر کې فسادیانو ته روحیه ورکړې وه، او ډول ډول فسادونه یې خواره کړل.
دا ځل نو لوی ملا صاحب په ټینګ عزم، کلک هوډ، قوي ارادې دې میدان ته را ودانګل، د افغان اولس د هوساینې په پار یې بیاځلې لاسونه را بډوهل داسې مبارزه یې وکړه چې دافغانستان په تاریخ کې یې ساری نشته، د خلوص، تقوی ایماندارۍ په اساس ولاړه مبارزه.
د فساد، ظلم ټغر یې ورټول او افغان ټبر یې یوځل بیا د یووالي په محور را جمعه کړ.
واحد، اسلامي نظام یې رامنځته کړ، د هر ظلم، وحشت پر وړاندي یې لامثاله توره وچلوله.

بالآخرة تر یرغل پورکله چې امریکا او ناټو ددوی بشپړ له فساد نه پاک، اسلامي او عمري عدالت و نه شو زغملای، نو افغانستان یې بیا یرغمل کړ.
بیا هم لوی ملا صاحب ددې ظالمانه یرغل پر وړاندي د استقامت او صبر یو دنګ غر وو، له دوی سره یې په کمو تجهیزاتو، وسائلو او د شپږو ملګرو په ملتیا خپل جهاد مخته یووړ، یو ځل بیا یې د فساد، یرغل، ظلم د ورکولو لپاره مټي رابډوهلې وې، او آن تر دې چې ده (رحمه الله) په همدې جریان کې روح خپل بادار ته وسپارل او لارویانو، سپاهیانو یې دا مبارزه پر مخ بوتله، دا بېړۍ یې تر ساحله ورسوله، او لوی خدای (ج) ورته بې ساری بری ورکړ.

خلاصه د یو داسې خوځښت رهبر وو چې د ټولې اسلامي نړۍ هیلي ورپوري تړلي دي، که د الله (ج) احسان او د همدې امیر دا خوځښت نه وای نو نه به مو هیواد کې د امن فضا وای، نه به مو د نړۍ له مستکبرینو نجات پیدا کړی وای.

افغانستان دده نشتون کې یتیم دی، نشتون یې خورا ځوروونکی دی، خو په سرسپارلیو زلمو او په نازولي یعقوب به یې دده تنده خړوبوو.

نن یې نهم تلین ده رب دې خپل ټول جهادونه تکلیوفونه ترې قبول، او جنت الفردوس دې مسکن شي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx