ورزش

د میسي لوبډلې «پي ایس جي» لسم ځل لپاره د فرانسوي لیګ اتلولي خپله کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴ وری، ۱۴۰۱ل): د لیونل میسي لوبډلې پاریس سان جرمان د لسم ځل لپاره د فرانسوي لیګ اتلولي وګټله، چې ددې لوبډلې سره دا د نوموړي لومړی جام دی.

میسي چې تېر کال له برسلونا کلب څخه په ناڅاپي توګه پاریس سان جرمان کلب ته انتقال شو، ونه توانېده په چمپينز لیګ کې خپل ځان وساتي، خو لومړی لیګ اتلولي یې وګټله.

پاریس سان جرمان لوبډلې څلور لوبې دمخه دغه لیګ په خپل نوم کړ، ځکه چې د دوهم مقام لوبډلې «لیل» سره د پواینټونو توپیر لري.

پي ایس جي تېره شپه د ریسنګ لینز کلب سره لوبه درلوده چې دغه لوبه مساوي شوه او په ۷۸ پواینټونو درلودلو سره یې دغه جام خپل کړ. که دوی پاتې څلورو لوبو کې له ماتې سره هم شي د دوهم مقام لوبډله نشي مخکې کېدلی.

په دغه لوبه کې د پي ایس جي لپاره یوازینی ګول لیونل میسي وواهه، خو د سیال لوبډلې له لوري په ۸۸مې دقیقه کې ګول دغه لوبه مساوي کړه.

پي ایس جي په تېرو لسو «لیګ ۱» کې اته واره دغه اتلولي خپله کړې ده. په ۲۰۱۷م کې دغه لیګ موناکو او تېر کال لیل خپل کړی و.

خو د پاریس لوبډلې مینوالو لپاره ددغه لیګ اتلولي خپلول جالبه نه وو او له لوبې پای ته رسېدو ۱۵دقیقې وړاندې یې لوبغالي پریښود، ځکه چې دغه لوبډله د نړۍ په غوره لوبغاړو درلودو سربېره له چمپينز لیګ څخه په کواټر پایلوبه کې بهر شوه.

بايرن ميونخ يحرز لقب الدوري الألماني للمرة العاشرة على التوالي بعد فوزه على بروسيا دورتموندبل لوري ته په الماني لیګ کې بایرن مونشن لوبډلې د پرلپسې لسم ځل لپاره ددغه لیګ اتلولي خپله کړه.

دوی تېره شپه خپلې سیال لوبډلې بروسیا دورتمند ته په ۳-۱ ماتې ورکړه چې … نمرې یې ترلاسه کړل او د دوهم مقام لوبډلې سره د ۱۲ نمرو توپیر لري.

د بایرن مونشن لوبډلې مینوالو ته هم ددغه لیګ اتلولي د پام وړ نه وه، چې دغې لوبډلې د چمپينز لیګ په کواټر پایلوبو کې هسپانوي لوبډلې ویاریال ته ماتې ومنله او له دغه سیالیو بهر شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اباسین اوفا

خبرون

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx