افغانستان

د اشرف غني احمدزي او د نوموړي د ټیم ترمنځ ژور اختلاف را منځته شوی

نن ټکی اسیا(يکشنبه،زمري۱۹مه،۱۳۹۳ل): د ژوندون ټلویزیون د راپور په اساس ، نن له غرمې مخکې «د ملي وحدت د حکومت» تر عنوان لاندې د ائتلافي حکومت پر سر د ډاکټر اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټيم د عالي شورا د غړو تر منځ لفظي شخړه رامنځ ته شوه.

 د ژوندون تلویزیون له راپور سره سم، د دې غونډې اکثرو ګډونوالو پر اشرف غني احمدزي سختې نيوکې وکړې او غونډه له کومې نتيجې پرته د ښاغلي اشرف غني احمدزي او د هغه د ټیم د مخکښو څېرو ترمنځ په خپګان سره پای ته ورسېده.

د سرچینې په خبره، په غونډه کې له محمد حنيف اتمر، فيض الله ذکي او قطب الدين هلال پرته نورو اکثرو غړو د ډاکټر اشرف غني خپلسرې پرېکړه وغندله او دا يې د ملي ګټو خلاف کار وباله.

د یادونې وړ ده، چې وړمه ورځې راهیسې، کله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په مستقیما سپارښتنه د تحول او تدام او اصلاحاتو او همپالنې تر منځ ټولو ناندریو او اختلافاتو ته په ټولیزه توګه د پای ټکی کېښودل شو،  دا لومړی ځل دی چې دتحول او تداوم په ټيم کې دا ډول لفظي او فکري شخړه رامنځته کېږي.

 ويل کېږي، چې ډاکټر اشرف غني د غونډې برخوالو ته کوم خاص ځواب نه درلود او تر هغه وروسته يې د خپګان له امله له نورو اشخاصو سره هم خپل ملاقاتونه فسخه کړل.

بل پلو، د افغانستان د ملي تحریک مشر او د ژوندون ټلویزیون رئیس استاد محمد اسمعیل یون په یوه سرخلاصي لیک کې،چې همدا نن ورځ د هېواد د یو شمېر نورو رسنیو ترڅنګ نن ټکي اسیا ویب پاڼې ته هم را رسېدلی، د ډاکتر اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم د ټیم د مخکښو غړو او عالي شورا ترمنځ د ژور اختلاف او پراخو درزونو د را منځته کېدو غمازې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x