افغانستان

کابل کې د ملا محمد عمر مجاهد د وفات نهم تلين غونډه وشوه

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۴ غويي، ۱۴۰۱ل): کابل کې د اسلامي امارت د بنسټګر او زعيم ملا محمد عمر مجاهد د نهم تلين غونډه ترسره شوه چې په کې د رئيس الوزرا د دواړو مرستيالانو سربېره، د کابينې وزيران او د حکومت نورو لوړ پوړو چارواکو په کې برخه واخيسته.

د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال او د ملا محمد عمر مجاهد نژدې ملګري ملا عبدالغني برادر غونډې ته په خبرو کې وويل چې که څه هم په اوس وخت کې نيکان او بيلګه شخصيتونه شته خو د ملامحمد عمر مجاهد په څېر شخصيت او اوصاف په هيچا کې نه ويني، د هغه په وينا ملا محمد عمر مجاهد په نيستۍ او تکليفونو ډېر صابر انسان و او دومره صبر چې هغه درلود زه په خپل ځان کې د هغومره صبر توان نه وينم.

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي وويل چې ملا محمد عمر مجاهد هغه څوک و چې په يوه فرمان سره یې په هيواد کې د کوکنارو کرکيله، قومي تعصبات، ظلم او د اسلام خلاف کړنې له منځه يووړې، نوموړي په خپلو خبرو کې وويل چې د افغانستان خاوره به د هيچا په خلاف نه کاريږي او له نورو هيوادونو څخه يې هم وغوښتل چې د افغانستان پر ضد دې ګام نه پورته کوي.

د دفاع وزارت سرپرست وزير او د ملا محمد عمر مجاهد زوی مولوي محمد يعقوب مجاهد د ملا محمد عمر د ژوند په اړه خبرې وکړې او هغه يې د ټولو افغانانو روحاني پلار ياد کړ، نوموړي د خپل ماشومتوب په وخت کې له خپل پلار سره د بيلتون کيسه او خاطرې وويلې چې د غونډې د ګډونوالو احساسات يې وپارول او د خلکو اوښکې يې وبهولې.

ښاغلي مولوي يعقوب مجاهد په ورته وخت کې وويل چې هيڅوک دې په افغانستان د يرغل او حملو فکر نه کوي، د کونړ او خوست بريدونو ته په اشارې يې وويل چې ددغو بريدونو په اړه يې هم د ملي مصالحو په بنياد زغم کړی دی او په وينا يې خو که بيا دا ډول عمل تکرار شي، دوی به ورته حوصله ونه لري.

د کانونو او پيتروليم سرپرست وزير مولوي شهاب الدين دلاور ملا محمد عمر يو باثر شخصيت وښوده او هغه يې ولي الله ياد کړ، هغه د ملا محمد عمر مجاهد د څو وړاندوينو يادونه وکړه او په وينا يې چې که څه هم په هغه وخت کې موږ ته دا خبرې ناممکنې ښکارېدې خو وروسته يې ډېرې رښتيا شوې.

د حکومت وياند او د اطلاعاتو او کلتور معين ذبيح الله مجاهد وويل چې ملا محمد عمر مجاهد د هيواد ټول علماء تر يو چتر لاندې راټول کړل، خپلمنځي اتفاق او يووالي ته يې کار وکړ او په هيواد کې ملوک الطوايفي يې له منځه يوړه، خپله مبارزه يې د الله په توکل پيل کړه.

ملا عبدالجبار عمري چې ملامحمد مجاهد يې ديارلس کاله د زابل ولایت سيوري ولسوالۍ کې پخپل کور کې ساتلی و؛ وايي چې ملا محمد عمر مجاهد د صبر او توکل يو نمونه شخصيت و او په وينا يې چې د نوموړي د مبارزې د بريا راز صبر او په الله توکل و.

ليکوال او ديني عالم مولوي عبدالهادي مجاهد وويل چې د ملا محمد عمر مجاهد په نامه دې يو څېړنيز مرکز جوړ شي او د هغه فکر، تګلارې او مبارزې په اړه دې څېړنې وشي تر څو ددغه شخصيت د فکر او تګلارې تاريخ او يادښتونه راتلونکو نسلونو ته پاتې شي.

د ملي تلويزيون رييس مولوي احمدالله وثيق وويل چې ملا محمد عمر مجاهد د يو اجتماعي او پراخ فکر څښتن او د افغانستان لپاره يې د اقتصادي پرمختګ او نړۍ سره د اړيکو او روابطو هوډ او فکر درلود.

ملا محمد عمر مجاهد چې نهه کاله وړاندې د ۱۳۹۲هـ ش کال د ثور د میاشتې پر څلورمه نیټه د زابل ولايت په سيوري کې وفات شو او هملته خاورو ته وسپارل شو، تر دې وړاندې د ملا محمد عمر ياد غونډه په اړه په دومره لويه کچه نه وه جوړه شوې خو دا لومړی ځل دی چې کابل کې د نوموړي ياد په لويه کچه غونډه کې کيږي چې د حکومت ګڼ شمير مشران او چارواکي په کې ګډون کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

ما ته د خداى بخښلي ملا محمد عمر مجاهد( اميرالمؤمنين )شخصيت د ميرويس نيکه ته ورته ښکاري. د افغانستان په ازادي او يوالى کې او په جهادي برخه کې د ملا محمد عمر مجاهد کړنې د تاريخ يو عظیم باب پرانځى. يو ملنګ صفته څيره وه. الله متعال دي جنت فردوس ور په برخه کړي. آمين يارب العالمين. 🌴🕌🕋🕌🌴

ګوم نام

و مجاید ملته دا تلبن لمانځل خو په اسلام کی نشته که تاسو ته روا ده نورو ته ناروا.ههههه

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx