تاریخ او شخصیتونهنظــر

لوی ملا صاحب؛ هغه چې په رښتینې معنا لوی انسان و!

محمد آصف آزاد

الله تعالی په ځینو کسانو داسې لویې او سترې ځانګړنې پیرزو کوي، چې دغه انسانان بیا د لویو کارونو سرته رسولو جرئت او توان ولري او لویو کارونو سرته رسولو ته ور مخته کیږي.
مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله باندې هم الله تعالی داسې سترې ځانګړنې پیرزو کړې وې، چې د همدې سترو ځانګړنو له امله یې د لویو کارونو سرته رسولو توان وموند او داسې لویو کارونو ته په ډېرې اسانۍ ور وړاندې کېده، چې د نړۍ ډېرو لویو خلکو یې په اړوند سوچ قدر هم لا نشو کولی. لوی ملا صاحب رحمه الله په خپل ژوند کې د ډېرو لویو کارونو د سرته رسولو ویاړ خپل کړی، داسې لوی کارونه، چې ډېر نور یې پر وړاندې عاجز و؛ چې دلته به یې د بېلګې په توګه یو څو لویو کارونو څخه یادونه وکړو.

_لوی ملا صاحب د روس ضد جهاد پر مهال هم د مجاهدینو په ډله کې یو پېژندل شوی، ماهر او غښتلی مجاهد و. خو هغه وخت چې د “لوی” کار سرته رسولو لپاره را پورته شو او لوی کار یې په صحیح ډول انجام کړ، نو په “لوی ملا صاحب” یاد شو.
هغه وخت چې شوروي یرغل مات او د لاسپوڅې ادارې ټغر یې ورټول شو؛ نو د جهادي لوري دویم کار چې بویه سرته یې رسولی وی، خو په دې کار کې ناکام شول. یوازې ناکام نه؛ بلکې بیخي پر بله خوا لاړل، له هدف څخه بیخي ډېر لرې، په بدو لارو سر شول…!
د اسلامي او خپلواک نظام، امنیت، یووالي، زده کړو او پرمختګ پر ځای هر څه برعکس او سرچپه و. فساد، قتل و قتال، وحشت او بربریت حاکم و او لنډه دا چې د ټوپکسالاری او پاټکسالاری یو تور دور و چې و…!
د دې بد وضعیت په بد والي نیږدې ټول ملت اندېښمن او غمجن و، خو د حل او پر وړاندې یې د را پورته کېدو جرئت چرته له چا سره و؟!
آن نړیوال سازمانونه او هېوادونه هم چې د دې حالاتو د حل لپاره یې ظاهراً منډې کولې، دوی هم لار ورکي او حیران دریان و.
رښتیا هم خورا سخت او پېچلی وضعیت و، د لورو ترمنځ ژمنه او تعهد نه و معلوم، په ټوپکوالو یې د تسلط څرک نه و، د دین، ملت او هېواد په وړاندې ژمنتیا نه وه او یا له یاده وتلې وه. بس نو په فساد، چور و چپاول او ظلم کې سیالي وه چې کېدله!
د درنې او سترې قربانۍ نتیجه ضایع کېدله، یو لوی هدف په شا ټېل وهل کېده، یو لوی او مېړنۍ ملت له هر اړخیز ګواښ او خطر سره مخ و او یو لوی څو زره کلن هېواد د یو خونړي ګړنګ پر ژی و او دښمنانو یې د خپلمنځي وېشنې او تجزیې پلانونه نیږدې وروستیو شېبو ته رسولي و…!
ښه نو، دې سخت حالت کې به څوک را پورته کیږي؟! دا “لوی کار” به څوک کوي؟! دا لوی جرئت به څوک لري؟! او دا “لوی سړی” به څوک وي؟!
هوکې، د دې “لوی کار” د سر ته رسولو لپاره “لوی ملا صاحب” را پورته کیږي. هغه چې په را پورته کېدلو سره یې د فساد او تیارو ټغر ټول کړ، دښمنان یې مات او پلانونه یې ور ناکام کړل، مړاوې هیلې یې را ژوندی او د یوه اسلامي او خپلواک نظام بنسټ یې کېښود.

_ د اسلام دښمنانو د خپلې څو پېړۍ مبارزې په نتیجه کې د اسلامي نظام د حاکمیت په مخه نیولو بریالي شوي و، اسلامي نظام په کتابونو او د تاریخ پاڼو کې و، خو عملاً یې نړۍ کې نمونه نه تر سترګو کېده. او په خپلو هر اړخیزو او پرلپسې هڅو سره یې نړۍ ته داسې ښودلې وه چې اسلام نور د سیاست او حاکمیت وړتیا نلري._العیاذبالله_
د اسلامي نړۍ ډېرو برخو کې د اسلامي نظام لپاره اوږده مبارزه روانه وه، ډېرو هغو خلکو چې د مبارزو اوږده تاریخونه یې لرل، ډېر مشهور و، ډېر غږېدلي او ډېر ګرځېدلي و؛ خو یو هم ونه توانېده چې د نړۍ څخه د اسلامي نظام د له منځه تللو له زمانې څخه بیا نړۍ ته د یوه سوچه اسلامي نظام نمونه وړاندې کړی شي. خو لوی ملا صاحب و، چې دا لوی کار یې هم په خپل نامه کړ او نړۍ ته یې عملاً بیا ثابته کړه چې اسلامي نظام په هر زمان کې ممکن دی، او د اسلام دښمنو د څو پېړیو کې خپره تبلیغات یې ناسم ثابت کړل…!

_خو “لوی انسانان” یو ځل نه؛ بلکې په ځلونو په “لویو امتحانونو” کې راځي او ازمایل کیږي.
لوی ملا صاحب له یوه بل ستر ازمون سره مخ کیږي. داسې چې د نړۍ ډېر هغوی چې ځانونه یې لوی ګڼل او ظاهراً لوی ښکارېدل؛ خو د دې ازمون پر وخت یې اصلیت ښکاره شو چې لوی نه؛ بلکې کوچني دي!
دا د نړۍ د سوپر پاور په نوم مشهورې امریکا د زورواکۍ او ترهګرۍ پر وړاندې د ودرېدو جرئت و؛ چې د دې جرئت د نړۍ په ډېرو مشرانو کې نه تر سترګو کېده، آن هغوی چې اتومي ځواک لرلو دعوی ګیر دي؛ خو د امریکا زورواکۍ ته په “یس سر” تسلیم او لاس په نامه و.
خو لوی ملا صاحب و چې د امریکا د زورواکۍ پر وړاندې ودرېده.
هغه چې ځانونه یې لوی ګڼل، خو د وارخطایی یې د حال و چې افغانستان ته یې د تسلیمۍ مشورې ورکولې، “لوی هېوادونه”، “لوی پوهان” او “لوی سیاستپوهان” د امریکا د زورواکۍ منلو له مشورو سره راتلل؛ خو لوی ملا صاحب یې پر وړاندې د مبارزې او جهاد په تیاری بوخت و، چرته و لا د امریکا د زورواکۍ قبلولو خیال او فکر؟!
کله چې د امریکا د زور و زر خبرې هرې خوا خپرې وې، چې د قوي او عصري تکنالوژی خبرې مشهورې وې او چې د نړۍ له هغې او دغې خوا د امریکا په پلوی ګوتې پورته کېدې؛ خو مقابل کې یې لوی ملا صاحب ودرېد، چې د الله تعالی په لویوالي یې یقین پوخ و او همدا یې ویل چې امریکا که هر څه ده، خو وروستۍ پایله به د امریکا او د هغوی د ملګرو ماته او ذلت وي…!

_د امریکا او متحدینو پر وړاندې د کلونو د تاریخسازې مبارزې په جریان کې د مبارزې د لوی لښکر د رهبري کولو په موخه یې د کلونو کلونو لپاره یوازېتوب اختیار کړ او د یوه لوی هدف لپاره، د یوه لوی ارمان او یوه لوی مسؤلیت د سرته رسولو لپاره د خوږې مورکۍ، د زړه ټوټو اولادونو او د ګرانو وروڼو او کورنۍ په موجودیت کې داسې درنه تنهایي په ځان منل، د کوچنیو او کمزورو خلکو له توانه پورته خبره ده؛ بلکې دا د لویو خلکو کار دی.

دا لوی کارونه د کوچنیو خلکو نه؛ بلکې د خورا لویو خلکو کارونه دي. ځکه خو وایو چې لوی ملا صاحب واقعاً لوی انسان و. رب تعالی دې ترې راضي شي!

لوی الله تعالی دې لوی ملا صاحب ته لوی اجرونه ورکړي، او په میراث پرېیښی لوی امانت (اسلامي امارت) دې یې رب تعالی د ټولو شریرو له شره په آمان او محفوظ ولري. اللهم آمین

۱۴۰۱/۰۲/۰۴ د مرحوم امیرالمؤمنین د وفات نهم تلین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx