تاریخ او شخصیتونهنظــر

مرحوم ملا صاحب او شریعت ته تعهد یې

مولوي عبدالولي خلیل

د حجرې او جومات له انګړه دمبارزې میدان ته په دا هوډ راووت چې د ګران هیواد له سپیڅلي حریم څخه د شر او فساد ټغر ټول کړي ،شته ناخوالي،بدبینۍ،نا امنۍ او زورواکۍ له منځه یوسي،د ظلم ، قساوت ،رذالت او جهالت حاکمیت محوه کړي،د قدرت جزیرې نیستي کړي او هغه پریکړي چې د ټوپک په زور ناحقه تطبیقیږي هغه ته د شرعي عادلانه قضاء بڼه ورکړي،د شوروي په وړاندې د شوي جهاد او قربانیو ثمراتو ته تحقق ورکړي او په بدله یې شرعي اسلامي نظام پلی کړي.

دا هوډ یې یوازي یو خیال نه و بلکې کردار یې خورا فعال و،د مبارزې میدان یې ګرم ساتلی و،د دیني مدرسو او جوماتونو طالبانو یې سپیڅلي لښکر ته هغه بسیا ور کړه چې دې مدبر قائد په لنډ وخت کې د هیواد په پنځه نوي سلنه خاوره په خپله ولکه کې راوستله، د طالبانو اسلامي تحریک د هیواد واکمني په واک کې واخیستل او مرحوم ملا صاحب د مؤمنانو امیرالمؤمنین سو.
ملا صاحب له دې فرصت څخه په استفادې په خپله واکمني کې د الله تعالی دین او اسلامي شریعت ته پوره ژمنتیا او کلک تعهد څرګند کړ،په ټول هیواد کې یې شرعي اسلامي نظام حاکم کړ،شرعي حدود یې جاري کړل او د شریعت په نافذولو سره یې د امنیت ډاډمنه فضاء رامنځته کړه.

شریعت یې هغه مقیاس ورګرځاوه چې د حکومت ټول څه به یې باندې تله کول ،موافق ته به یې عملي بڼه ورکوله او له مخالفو څخه به یې ډډه کوله،شریعت به یې په عملي شکل ټولنې ته وړاندې کاوه،په خپله فعالانه واکمنۍ کې د افغانستان حکومت او ټولنه خپل اسلامي اصالت ته ستنه کړه،دشرعي نظام د ټینګښت په خاطر یې د هیواد د ټولو قوانینو او مقرراتو اړوند فرمان صادر کړ چې ټولې غیر مذهبي او غیرشرعي مادې ځنې وباسي او د امارت د مقام له منظورۍ وروسته یې په رسمي جریده کې خپاره کړي.
چې د همدې فرمان په توسط یې د افغانستان د مخکیني رژیمونو ټول مخکیني قوانین چې اکثر یې د نورو هیوادونو د اساسي قوانینو څخه په تقلید له شریعت او حنفي فقهي سره په تقابل کې جوړ شوي وو؛اصلاح او له شریعت سره سم کړل.
د ټولنې په ټولو تعلیمي ،کلتوري او فرهنګي برخو کې اصلاحات راوستل او هغه څه یې تري وایستل کوم چې له شریعت سره په ټکر کې وو.
هغه هر کار ته خورا جدي واو په میړانه او احسنه طریقه به یې سر ته راساوه خو د شریعت په وړاندې جدیت او تعهد یې دومره حیرانوونکی و چې ګنې نورو برخو کې ددې په پرتله یې فعالیت څه کم و،هغه په واکمني کې شریعت او اسلام داسي واضح کړل چې مخکې به ددین په کتابونو کې شریعت ویل کیدی خو دلته به یې عملي نمونه وړاندې کېدله.ان شاءالله پاتې کاروان به یې هم همداسي پسي پالي لکه څنګه چې یې مخکیني قائد درس ورکړی او له ده راپاته سپیڅلی اسلامي امارت به په شریعت ودان ساتي.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx