تاریخ او شخصیتونهنظــر

د تیارو په مېنځ کې د روښانه لمر په شان ځلانده امیر

سيد طاهر خبيب

د خټينې حجرې له غیږې د وخت ولي او د امت د لوړو هستيو له جملې څخه مرحوم ملا محمدعمر مجاهد رحمهﷲ هغه وخت راودانګل چې د شر او فساد اوج د ځمکې په سر ویړ و، څه باندې ۲۷ کاله وړاندې د هغه چا په مقابل کې دې ستر شخصیت مبارزه پیل کړه چا چې دلته د شر او فساد بازارونه ګرم ساتلي وو، هغوی په افغان مؤمن او مجاهد ملت له هیڅ قسم ظلم څخه درېغ نه کاوو، د خلکو عزت او عفت خوندي نه و، د کوم زورواکي به چې د چا لور یا خور خوښه شوه، هیچا یې مخنیوی نشوای کولای، هغه به د هغه ټوپکمار وه او له دې علاوه په هيواد کې بېلابېلې ډلې او تنظيمونه موجود وو.

رباني په ارګ تسلط لاره، احمدشاه مسعود یې وزیر ټاکلی و او په یو شمېر مهمو ودانیو یې خپل وحشي قومندانان ګمارلي وو.
ګلبدين په چهار آسياب کې حکومت جوړ کړی و، وخت ناوخت به یې کابل په ړندو توپونو ويشت او زړۀ یې غوښتل چې کابل یې تر ولکې لاندې راشي.

دوستم د کابل بالاحصار نیولی او د شمال یو شمېر ولایتونه یې تر ولکې لاندې وو.

هزاره ګانو د کابل په غربي سیمه کې د بابا مزاري په نوم هزاره مشر سلطنت اعلان کړی و.

سياف په پغمان کې اړولي و او د رباني د حکومت لپاره یې د جواز دلایل پیدا کول، هغوی ته به چې له روسیې نه درې کانټینره پیسې راتلې، نیم کانټینر به د سياف وې.

دې لویو غلو د افغانستان ملي زېرمې، قیمت بها اشیاء، ملي بانکونه، درنې وسلې، چورلکې، ټانګونه، توپونه، د مهمو شرکتونو ماشینونه او صنعتي سامان آلات چور او یا یې د کباړ په نوم پاکستان ته وړل او په پنجاب یې پلورل. رباني خو دوه چورلکې په ایران هم خرڅې کړې وې.

دې وحشيانو بیا په هر ولایت کې قومندانان لرل، په لویو او وړو لارو یې ځنځيرونه اچولي وو، په خلکو یې داسې ظلمونه کول چې قلم یې له لیکلو شرميږي، له هر فرد څخه به يې په ډېر وحشت او ظلم سره پیسې او مال لوټاوه او خپل مصارف یې پرې پوره کول.

مرحوم ملا صاحب د لوی الله ﷻ په نصرت د دې ټولو ناخوالو، فسق او فساد په مېنځ کې د روښانه لمر په څېر وځليد، د شر او فساد مخه یې ونیوله او په پوره مېړانه، کلك هوډ او تعهد سره یې میدان ته را ودانګل، د دې غلو، داړه مارانو، او زورواکانو زور، جبر او ستم یې ختم کړ، د فساد په ځای يې اسلامي نظام قائم کړ او دا فیصله یې وکړه، چې په ګران هیواد به د الله تعالیٰ نظام راولي.

د افغانانو چې په زړۀ کې ایماني او جهادي غرور، جذبه او ولوله موجوده وه، کله يې چې د د ملا صاحب او ورسره همسنګرو ملګرو په وینا او عمل کې یووالی او صداقت ولید او ویې ليدل، چې د الٰهی مرستې او ولسي ملاتړ سيوا یې څه نشته، نو په ډېره مېړانه یې د هغوی تود هرکلی وکړ، اوږه په اوږه ورسره ودرېدل، وسلې او امکانات یې ورکړل او د ټوپکمارو وحشیانو په وړاندې مقابله کې یې ورسره پوره ونډه واخیسته.

هغه مفسدو غلو، جګړه مارانو چې له ټوپکسالارۍ، لوټمارۍ، لواطت، چور چپاول او نورو بدو او غیر انساني کړنو څخه پرته يې بل څه نه درلودل، کله یې چې د طالبانو او ولس فولادي عزم او ټینګه اراده وليدله؛ نو ډیری یې وتېښتېدل، کوم چا چې یې مقابلې ته زړۀ ښه کړ، د اسلامي اُمت اصيلو بچیانو یې مرکنډۍ ورماتې کړې او ځالې یې ورته له منځه يووړې.

د شر او فساد په ځای امن، ثبات، عفت، عدالت، ورورولي او یو سپېڅلی اسلامي نظام واکمن او د هیواد لر او بر یې تر یوې قوماندې لاندې راوستل، په لومړي ځل په ګران هیواد رښتینی اسلامي نظام قائم، په پلازمینه او ټول هېواد باندې سپین محمدي بیرغ رپاند شو.

پولې محفوظې او د افغانستان د ملي نوامیسو، لوړو مصالحو او دیني ارزښتونو د ساتنې واحد مرکز د طالبانو اسلامي امارت شو.

سید طاهرخبیب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

هغه یوه توره چی کړی وی کومه ده؟ د یوه اسامه په خاطر یی وطن وران ویجاړ کړی که خبره د اشغال وی خو افغانستان اوس هم کو خپلواکه ندی. پاکستانی ملیشو په خوست او کنړ کی بر علاوه د بمبارد کور په کور تلاشی کوی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx