نظــر

ای د مسلمانانو لومړۍ قبلې او مقدس مقامه!

ميا نوراغا
ته پوهیږې چې مسلمانان بې وزنه بې حیثیته بې قدره داسې کمزوري دي لکه د سین زګ, په دوی کفار داسې راجمع دي لکه کاسې ته چې خوراکیان را جمع وي, همدا د الصادق و المصدوق امام الأنبیا پیش ګویي ده, ټکی په ټکی ریښتیا ده.

ای با برکته ځمکې!
په داسې حال کې چې عربو خپل اسلامي او قومي غیرت او حمیت هیر کړی, خپل اسلاف یې له زهنه وتلي, د وخت دجالو غلامو ملوکو دوی په غلامي زهن روزلي, د دوی سخت او قوي میزاجونه یې په مستیو او فحشاؤ له بیخه ویستلي, د مسلمانانو خلافت او حدت یې تار په تار کړی, له پنځوسو زیاتو ټوټو ټوټه شوي, دوی ستا عزت برم ازادي نشي اعاده کولی, له دوی څخه هیڅ طمعه مه کوه, بلکې دوی نور هم بدبخته مغضوب دښمن ته په تورو زولانو وتړلې, دوی د یهودو په ملګرتیا کې یو له بله په رقابت کې دي, دوی هیڅ دي او له هیڅ څخه هیڅ قسمه طمعه نه کیږي, لهذا د الله تکویني کړنې ته انتظار اوسه!
زمونږ حال خو در معلوم دی, یو ظالم د وینو په سیلاب لاړ شي, خو کړنې او نا اهلي مو بل ظالم ته دعوت ورکړي په دې لړۍ کې درې لوی مستکبره د عصر طاقتونه راغلل او لاړل.

دا سمه ده چې دا فرعونیان دلته شرمنده شول او په ټیټو سترګو لاړل, خو مونږ یې له ولاړیدو وغورزولو, له سیالانو وروسته پاتې شو, هغو چې زمونږ د نیکونو په نامه فخر کوي او زمونږ له امله یې ژوند وپیژانده اوس په مونږ مسخرې کوي, مونږ ولیدلي یو, مونږ په ځانو رحم نه دی کړی, د یو وجود اعضا یو خو ټول مات مات جدا اندام اندام پراته یو, مونږ په دې حال کې هم یو بل ته لاس نه ورکو بلکې یو له بله مو ګیرانونه سره نیولي, اوس هم لا نه یو توانیدلي چې اساسي مشترکات مو په یو ټغر سره کینوي, اوس هم پردی اقا او خپل رقیب ګڼو, اوس هم په وړو مسائلو کې بند یو, اوس هم یو بل نه زغمو, اوس هم لا یو په بل ظالمانو یو, اوس هم لا د تکبر او عناد په نیلي سپاره یو.

آآآه اې بهترینې خاورې!
ستا حالت زورونکی دی خو ستا له حالت څخه زمونږ حالت ډیر بدتر دی.
منم ته د الله ج پاکه ځمکه یې د انبیاؤ مسکن او مدفن یې , د تاریخ لوی عزموتونه برم او عزت در پورې تړلی, د مسلمانانو د عقیدې نه جدا کیدونکی جز یې, خو د مسلمانانو حالت تر تا زیات د خپګان او افسوس وړ دی, رب ته له دوی د شکایت په ځای, دوی ته د هدایت , غیرت, یوالي او قوت سوال وکړه!
في الحال مونږ وبښه! که له خپل منځي بدبختیو در خلاص شو, ان شاء الله له تا به تورې زولنې ماتوو, له کرغیړنو یهودو به دې ازادوو, یوځل به دې بیا د ناز او ادا په تخت کینوو, شان شوکت دبدبه به دې بیا رائج کوو, که الله ته منظور وه هلال به یوځل بیا ستا په سر ټومبلی وي, هسک به ولاړ وي له فخر نه به خرامان وي, ضال او مغضوب به سرنګون مخ تور پړمخې وي.
هو, په یقین سره ستا د عزمت, کرامت, حسن اعاده او ساتلو لپاره مهدي علیه سلام او عیسی علیه السلام راتلونکي دي, دا تور منحوس یهودي ټغر به د ابد لپاره ټول کړي.
خو کاش چې مونږ د دغو لویو هستیو د راتګ مقدمه شو, د دوی له پوځ څخه حساب شو, او په خپل ژوند کې ستا تللی برم او عزت دوبار زلیدلی ووینو, ستا خدمت په خپلو مټو او لاسونو وکړو, د خراسان قافلې تر تا درورسو, او ستا په استقلال ازادي مو سترګي یخې شي!
صبرا یا اقصی!!

میا نورآغا.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx