ټولنیزه برخه

له کړاوه تر کراره

صفی الله “احساس”

د انسان ژوند همداسي مراحل او دورونه لري، ځیني وخت په یوه امتحاني او کړاوجن پرړاو کې کښېوزي خو یو وخت بیا وي چې هماغه انسان له کړاو څخه وتی وي او په داسي حالت کې یې کرار موندلی وي چې دا ګومان پرې وشي چې ګواکه کومه سختي يې حِس کړې لا نه وي.

له خپله ځانه به یې پیل کړو. څو کاله وړاندي زه د ژوند په داسي کړاوجن حالت کې وم چې په مجموع کې مې له هره پلوه لاس تړلي او خوله شله غوندي وه، هلته مې پلار شهید شو، زه، زما کشران ورونه ترې ماشوم یتیمان پاتي وه، یوخوا د ځان د تنهايي حِس بلخوا د ماشومو یتیمو وروڼو تنکی حالت! دا هغه څه وه چې زه به یې زیات ځورولم او کړوَلم. کلونه کلونه مې په همدې حالت کې زړه خووړ او ویلېدم به.

هغه د چا خبره “د جهان غمونه او فکرونه مې په سر پورته کړي ول.” خو دا حالت ورو ورو په کنټرول او کابو کېدو کېده. یو وخت داسي هم راغی چې د تعلیم ابتدایي سفر مې د خپلو وروڼو سره مل د مشرانو تر سیوري لاندي پیل شو، له څو کالو تېرېدو وروسته د دې سفر ډېری مرحله خوږه تېره شوه، یاد سفر د پای خواته نږدې شو او د بریا راز را ښکاره شو.
وروسته داسي حالات راغلو چې په وجود کې مې د مسؤلیت د احساس، درک او درد زنګ ووهل شو. دا حالت که څه هم دروند وه/ده خو بلخوا یې ځکه کرار کړم چې فکر مې جامع شو، سد مې سرته راغی، منفي فکر مې تر ډېره ختم او په ځای یې مثبت فکرونه را پیدا شول، په هرڅه پوه او تر ډېره د هرڅه او هرچا په قدر او حیثیت بلد او وپوهېدم. دا ټول هغه څه دي چې هغه د چا په خبره” له سړي څخه سړی جوړوي.” زه یې هم همداسي کړم. نو ځکه په کرار او سکون شوم، او په آرامه مې د خپل ځان او ماتحتو د راتلونکي او تربیې په اړه فکر او لاس پکار کېده پیل کړل. اوس مې په کراره ژوند روان دی، خوځېږم او له کړاوه و کرار ته وتی یم.

که راشو د افغانستان او افغانانو حالاتو ته:
هغه هم همداسي. یو وخت وه چې هیواد مو اشغال وه، کور په کور، وحشي چاپې وې، د ظلم تور تم وه، هیواد تیاره تیاره وه، ورځ د شپې پشان او شپه مظلمه وه. هیڅوک د ځان او کورنۍ د راتلونکي په اړه نه پوهېده، د ژوند او مرګ کیسه په خرپ روانه وه، عدل ختم او ظلم اوج ته رسېدلی وه، د هرچا مال و ملکیت د بل ګڼل کېده بلخوا هر پردی ملکیت خپل ګڼل کېده. خو یو وخت بیا داسي راغی چې اشغال ختم، ظلم ختم، عدل قائم شو، ژوند عادي شو، هرڅه خپل شوه، ټولو ځان د امن او خپلواکۍ په هینداره کې په سترګو ولید، هرچا ته خپل حق په آسانه لار ورسېد او هرچا د ځان او کورنۍ په اړه د یوه جامع فکر له زاویې څخه د ښه راتلونکي لپاره په آرامه فضا کې فکر او لاس پکار کېده پیل کړل او ټول له کړاوه تر کراره ورسېدل.

هوکې!
د ژوند حقیقت او ماهیت همدا دی، کله پړاو او کله کرار وي، کله هرڅه هوسا او عادي شي، د هرڅه موندنه پکې آسانه او ژر کیږي، د چا او څه په اړه فکر کولو ته ضرورت نه وي خو کله بیا برعکس سختي وي، آرمامونه پکې خاوري کیږي، کړاونه پکې راشي، ځوروني پکې ډېري او زیاتي وي، موندني پکې لږ خو له لاسه ورکوني پکې ډېري وي، د هرڅه او هرچا په ارمان به وې.

لهذا پکار ده چې له هر حال سره ځان عادي شي او هرڅه په نورمالو مغزو پکې طی او طرحه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx