ورزش

د راشد خان په اړه د براین لارا څرګندونې په ټولنیزو رسنیو له غبرګونونو سره مخ شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ غوایي، ۱۴۰۱ل): په شل اوریزو لوبو کې د راشد خان کارکردګي په خپله خبرې کوي، چې د شنبې په ورځ په هند غوره لیګ کې څلورم بهرنی لوبغاړی شو څو ۱۰۰ ویکټې بشپړ کړي.
هغه په تېره لوبه کې د کولکته نایټ رایډرز لوبډلې پر وړاندې په خپلو ۴ اورونو کې ۲۲ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي يې وسوځول، چې د لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوبوه او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
راشد خان د سنرایزرز حیدراباد لپاره په پنځو پړاوونو کې له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱ پورې په ۷۶ لوبو کې ۹۳ ویکټې اخیستې دي. خو هغه دغه لوبډله سږني پړاو کې پریښوده او ګجرات ټيټنز سره یې د پنځلس کروړه هندي کالدارو په بدل کې تړون وکړ.
خو د ویسټ انډيز پخوانی نامتو لوبغاړی او د سنرایزرز حیدراباد د توپ وهنې روزونکی براین لارا داسې احساسوي چې د نوموړي لوبډله له راشد خان پرته هم ښه روانه ده.
هغه په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې راشد خان ویکټ اخیستونکی توپ اچونکی نه دی، چې دغه څرګندونې یې په ټولنیزو رسنیو له سختو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
براین لارا چې اوسمهال د سنرایزرز حیدراباد لوبډلې د توپ وهنې مشاور روزونکي په حیث دنده ترسره کوي، دغه څرګندونې راشد خان سره د حیدراباد نه تړون او هندي توپ اچونکي واشنګټن سوندر سره د تړون په اساس کړې دي.
هغه ددغه تړون په اړه وایي، «زه راشد خان ته ډير درناوی لرم، خو هغه داسې یو توپ اچونکی و چې مخالفې لوبډلې یې پر وړاندې د دفاع پریکړه کوله، خو هغه ډیر ویکټ اخیستونکی نه و،».
«هو په هر اور کې یوازې ۵.۵ یا ۶ منډې ورکول خورا اقتصادي توپ اچونه ده خو پرځای یې واشنګټن سوندر یوه شتمني ده، دغه راز موږ د یو شمېر چټک توپ اچونکو سربېره په ذخیره کې غوره توپ اچونکي لرو».
اوسمهال د هند غوره لیګ په جدول کې د راشد خان لوبډله ګجرات له ۷ لوبو څخه په شپږو بریاو لومړی او حیدراباد لوبډله له ۷ څخه په پنځو بریاو دوهم مقام لري.
د نوموړي دا څرګندونې په ټولنیزو رسنیو له سختو غبرګونونو سره مخ شوي چې په ځانګړي توګه د راشد خان هندي مینوالو هغه ته د راشد خان د کارکردګۍ په ښودنه ځوابي ټویټونه کړي دي.
راشد خان تر دې دمه په ۳۱۸ نړیوالو او تجارتي شل اوریزو لوبو کې ۴۴۳ ویکټې اخیستې دي چې په خپله یو ریکاډ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx