افغانستان

پاکستان د اپریل تر ۲۹مې افغانانو ته د تورخم له لارې پر تذکرو راتګ ته اجازه ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ غوايي، ۱۴۰۱ل): په پاکستان کې هغه سلګونه افغانان چې له تېرې نږدې يوې مياشتې راهيسې بند پاتې دي او په تذکرو افغانستان ته د راتګ اجازه نه وه ورکړل شوې، په پېښور کې د افغانستان کونسلګرۍ او په تورخم کې د افغان حکومت چارواکو له پاکستاني لوري سره پرې خبرې کړي دي او يوې موافقې ته رسېدلي دي.

ددغې موافقې له مخې په پاکستان کې بند پاتې افغانان کولی شي چې د نن(۲۵ اپريل) له غرمې ۱۲ بجو وروسته د همدې مياشتې تر ۲۹ مې نېټې افغانستان ته راستانه شي.

په پېښور کې د افغانستان کونسلګرۍ له لوري په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي دي چې کوم کسان په پېښور کې پاتې دي نو له دې فرصت څخه په استفادې کولی شي افغانستان ته راستانه شي.

باید وويل شي چې په دې وروستيو کې د تورخم له لارې د پاکستان او افغانستان ته د سفر په اړه يو شمير ستونزې او محدوديتونه رامنځته شوي دي چې له امله يې افغان مسافر له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

تر دې وړاندې د پاکستان له لوري افغانانو کولی شوای چې په تذکرو افغانستان ته راشي خو له نږدې دوو میاشتو راهيسې د تورخم پاکستاني مسؤلين افغانانو ته په تذکرو افغانستان ته د راتګ اجازه نه ورکوي چې افغانان يې له ستونزو سره مخ کړي دي او له مسؤلينو څخه يې د حل غوښتنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx