شعـــــرونه

بالکل مې زندګۍ ستا له دوامه غورځوي/ محمودي

سيد محمد محمودي
بالکل مې زندګۍ ستا له دوامه غورځوي
چې څوک مې د وصال د خیال له بامه غورځوي

د چا په شبګیرونو ګومانونه پکار ندي
دردونه دي چې زړونه له ارامه غورځوي

د ځینو له سهاره وي ښکلا بس دغه چاره
بدرنګ کاڼي دې خوا ته تر ماښامه غورځوي

دا څومره د درانه جُرم بدي پر غاړه اخلي
ناحقه دي چې څوک په چا الزامه غورځوي

که هر څو وسوسې راشي خو هیڅ بریالی نشي
که هرڅو دې له زړه نه سپین مُرامه غورځوي

زمونږ د قربانیو نتیجې هغه دي ګونګ شي
چې تا به په دعا کې څوک له پامه غورځوي

غُربت دومره عیبونه محمودي د سړي ډیر کړي
په غوښو د عزت دې هر څوک ژامه غورځوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx