ورزش

د خپلې پخوانۍ لوبډلې پر وړاندې د راشد خان تبا کونکې توپ وهنې ناممکنه لوبه وګټله – ویدیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ غوایي، ۱۴۰۱ل): په هند غوره لیګ کې د ګجرات ټیټنز لوبډلې مخکښ افغان لوبغاړي راشد خان نن یو ځل بیا د خپلې پخوانۍ لوبډلې پر وړاندې تبا کونکې توپ وهنه وکړه او په وروستي اور کې یې ۳ شپږیزې ووهلې چې ناممکنه لوبه یې وګټله.
راشد خان چې تېر پنځه پړاوه د سنرایزرز حیدراباد لوبډلې له لوري ولوبېد، سږ ددوی خلاف لوبه کوي، خو ننۍ توپ وهنې یې په رښتیا هم خپل پخواني مینوال خپه کړې دي.
د حیدراباد لوبډلې د ۱95 منډو هدف په بشپړولو کې د راشد خان او راهول تیواتې لپاره ۲۲ منډو ته اړتیا وه، چې یوه شپږیزه تیواتې او ۳ په زړه پورې شپږیزې راشد ووهلې چې په وروستي توپ یې بریا خپله کړه.
د هند غوره لیګ په سیالیو کې د ګجرات لوبډله په لومړي ځل شامله شوې چې د راشد خان سره یې د پنځلس کروړه هندي کالدارو په بدل کې تړون لاسلیک کړی دی.
که څه هم راشد خان نن په توپ اچونه کې پخپلو ۴ اورونو کې پرته له ویکټې اخیستو 45 منډې ورکړې، خو په توپ وهنه کې یې په ۱۱ توپونو ګټونکې ۳۳ منډې وکړې، او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
هغه په وروستي دوه توپونو په داسې حال کې ۲ شپږیزې ووهلې چې بریا لپاره د ۹ منډو اړتیا وه.
د راشد خان ننۍ توپ وهنه په نړیواله کچه د سترو لوبغاړو له لوري په پراخه کچه وستایل شوه.
https://youtu.be/VkPO0X0fMXM
د راشد خان په اړه تېره ورځ د حیدراباد لوبډلې د توپ وهنې روزونکي برین لارا څرګندونې کړې وې چې د راشد خان مینوال یې غوصه کړي وو.
نوموړي ویلي وو چې راشد خان یو ویکټ اخیستونکی لوبغاړی نه دی او موږ ورسره د تړون په نه نوي کولو پښیمانه نه یو.
خو د برین لارا دغه څرګندونې په ټولنیزو رسنیو له سختو غبرګونونو سره مخ شوې او برین لارا ته یې د راشد خان کارکردګي مخ ته کیښوده.
https://twitter.com/IPL/status/1519406023353585664?s=20&t=Xz2x-_1pjSVqv8mObeYxBw

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx