
دریمه نړیواله جګړه او د ناټو پاشل حتمي دي!
امین وردګ
ما کلونه وړاندې ویلي وو چې ((ناټو به په افغانستان کې خامخا ماتیږي او بیا به داسې سره پاشل کیږي لکه پخوانی شوروي اتحاد چې لومړی مات او بیا سره وپاشل شو)) نو اوس یو ځل بیا دا خبره تکراروم؛ چې ناټو خو ماته شوه مګر ارو مرو به سره و هم پاشل شي ان شاءالله ، تاسو یې یاد ساتئ ! ځکه چې چا د مظلومو افغانانو وینې په ناحقه تویې کړې ، هغوی بیا خوشالې ورځې هم نه دي لیدلې.
د اکراین جګړه د اکراینیانو نه ! بلکې د دریمې نړیوالې جګړې پیلامه ده.
شرق او غرب تل یو د بل پر وړاندې د شطرنج بازۍ ته ورته حرکتونه ترسره کوي ؛ هر یو یې کوښښ کوي چې دښمن خپلو پولو ته راکش او بیا یې مات کړي.
ما په تېرو لیکنو کې دا وړاندوینه هم کړې وه؛ چې غربیان د آسیا په زړه کې دا مهم بندر (افغانستان) هېڅکله هم یومخ نه پرېږدي او په یو نه یو ډول به دلته خپل سیاسي موقف (د روس په مقابل کې) پیاوړی ساتي، خو د اکرائن جګړه مو نه وه اټکل کړې.
او دا مې هم ویلي وو چې: غربیان له افغانستان څخه یومخ نه وزي ، بلکې که وهم وزي! نو فقط له پولو به واوړي.
اوس چې په اکرائین کې کوم جنګ روان دی، دا جنګ نه یوازې د اکراین او ختيځې اروپا لپاره خطر پېښوي؛ بلکې شاید نیمه نړۍ نوره هم ورسره متضرره کړي، ځکه چې دا ځل جګړه ممکن له دواړو لوریو څخه آټومي شي.
او دا جګړه به د تېرو جګړو په پرتله څو برابره خطرناکه او ترسناکه وي.
په هر حال…
اسلامي نړۍ ته څه پکار دي چې ویې کړي او د راتلونکې خطرناکې جګړې له ښکېلتیا، همدا راز یې له زیانونو څخه ځانونه او خپل هېوادونه وساتي؟
زما په اند به ښه دا وي ؛ چې هېڅ اسلامي ملک هم په راتلونکې جګړه کې له کوم لوري سره مرسته و نه کړي او باید هر هېواد خپل موقف بې طرفه ثابت کړي او نړۍ ته واضح پیغام پرېږدي؛ چې ګواکي موږ له هېڅ لوري سره هم تړاو نه لرو او نه ورسره دریږو.
خو د جګړې پر مهال داسې اعلان هم څه آسانه خبره نه ده! او دا ځل خو بیخي امکان نه لري.
هو! هغه هېوادونه کولای شي چې خپلواک وي او هېڅکله یې هم د شرق یا غرب غلامي نه وي کړې او نه یې د دوی خیشتې او جوټې خوړلې وي؛ د دوی احسانات نه وي پرې بار او فوځونو یې د هغوی هدفي معاشونه نه وي خوړلي او د هغوی دریشيګانې یې نه وي اغوستې؛ مګر د داسې هېوادونو تعداد به (پرته له افغانستان څخه) بیخي کم او ممکن هېڅ نه وي؟
زه فکر کوم چې دا ځل به ډېر کم هېوادونه په راتلونکې نړیواله جګړه کې بې طرفه پاتې شي، چې یو به په هغو کې ان شاءالله زموږ ګران ټاټوبی افغانستان وي.
که افغانان پوه شي او دا ځل د سیاست په ډګر کې په دقت او پوره احتیاط سره او پر ځای ګامونه واخلي، نو شک نه لرم چې دا ځل به نړیوال قوت د افغانانو لاسو ته لویږي او افغانستان به د یوویشتمې صدۍ ابر قدرت جهاني شي ان شاءالله.
په ټوله نړۍ کې به یوازې افغانستان وي چې د نړیوالو سوداګرو لپاره به د امن فضا برابره کړي ان شاءالله.
زه اتیا سلنه یقین لرم چې نړیواله جګړه پیلیږي!
نو چې کله جګړه پیل شي، بډای خلک امنو هېوادونه ته مخه کوي! نو که موږ لږ عاقلانه ګامونه واخیستل، یو بل مو سره وزغمل، کارونه مو یې اهلو ته وسپارل او تعلیم تعلم ته مو مخه کړه؛ نو د ټولې نړۍ بډای خلک به دلته راجلب کړو او زموږ هېواد به ګل ګلزار شي.
تاسو د نړۍ په سطحه د سرمایه دارو هېوادونو تاریخونه وګورئ! چې هغوی څه ډول مخته لاړل؟
هغوی د نورو په جګړو کې خپلې ګټې لیدلې او تر لاسه کولې یې ، بیا یې له ترلاسه شوو منافعو څخه کلکه ساتنه وکړه او خپل هېوادونه یې پرې جوړ کړل.
موږ د نورو په کور او کلي کې لمبې نه غواړو چې بلې دې شي او موږ دې خپلې ګټې پکې تر لاسه کړو! خو اوس نړیوال سیاست همداسې کرغېړن دی، چې قصداً اوبه خړوي او مایان پکې نیسي.
خو موږ باید اوبه خړې نه کړو! بلکې په خړو شوو اوبو کې مایان ونیسو.
افغانانو ویښیار شئ! الله پاک چې اوس کوم امن پر تاسو نازل کړی او لورولی دی، بېلګه یې په ټوله نړۍ کې نشته، نو کوښښ وکړئ چې له نظام سره کار او مرسته وکړئ او په راتلونکې وحشتناکه جګړه کې خپل کور او کلی سالم وساتئ او د نورو لپاره یې هم د امن غوښتلو جوګه کړئ.
کوښښ وکړئ چې په راتلونکو پنځوسو کلونو کې زموږ ګران هېواد یو نړیوال معیاري تجارتي بندر شي او کیږي هم ان شاءالله! خو که موږ په رئس کې عاقلان خلک وساتو، قدر یې وکړو او کلک پسې ودریږو.
زه بیا هم وایم چې موږ دا ځل په نړۍ کې نه سیال لرو او نه کوم داسې قووت شته چې زموږ فاتحانه موقف او نړیواله اتلولي چلنج کړي، نو ولې به دا ځل ابر قدرت جهاني نه کیږو؟ که دا ځل هم نشوو، نو پکار دا ده چې نړۍ مو په یوه داسې اټومي سرګلوله وولي چې نسل او نښان مو یومخ محو شي.
شرم دی په خدای.! نور باید ویښ او ویښیار شو، نور باید د خپل (تر ټولو اوچت مقام او منزلت) قدر وکړو.
لکه څرنګه مو چې جغرافیایي مکان د نړۍ بام یادیږي او موږ د نړیوالو استکبارونو راموونکي او مهاروونکي یو، همداسې باید دا ځل د نړۍ مشران هم شو لکه وو چې.
امين وردک صاحب
ټولې وړاندوينې دې رښتيا خيژي دفال بينانو سره خو به دې انډيوالي نه وي کړې؟
هبت الله اووزيرعظم دى ډيرلوړتعليم يافته اوپوه دى څونى لوى عالم ،ملک په ګوروانانو سوپرپاورجوړوى دپاکستان جوړکړى خره ددنياحاکمان جوړ وى
په دیر احترام ورور، یو سه مبالغه دی کری دی بلکی دیره دی کریده، موژ هم شکلی د امن خخه دک او اسلام برابر هیواد امید او ارمان لرو، د اسلامی امارت ته مو همدا هیله هم شته تر یو حده، لیکن د اسلامی امارت زینی کارونه اوس غیر اسلامی او غیر وطن محوره دی. لکه د جاسوسانو ګمارل د وزارت په سطحه مثل، امیرخان متقی شیخ عبد الباقی حقانی او داسی نور، دوهم غیر مسلکی خلګ د وزارت معینعیت یا نورو بستونوکی، دریم په طالبانو کی تکبر، سلورم د زنانه وو د تعلیم مخنوی په یوه او بله بهانه،… نور لوستل »