ادبي لیکنيپښتو کتابونه

«د مجاهدينو خپلمنځي جګړې» کتاب پرليکه شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸غوايي، ۱۴۰۱ل): د ليکوال او سياسي شناند انجينر نظر محمد مطمئن نوی کتاب «د مجاهدينو خپلمنځي جګړې» پر ليکه شو.

په دغه کتاب کې له افغانستان څخه د شوروي عسکرو له وتلو وروسته په هيواد کې د حکمتيار او مسعود ترمنځ جګړې، د ډاکټر نجيب او احمد شاه مسعود وژل کېدل، د کابل جګړې، خلقيان له حکومت او پرچميان له مسعود سره، د شورای نظار او روسانو ترمنځ تړون،  د شمالي ټلوالې او امريکايانو ملګرتيا، د حکمتيار صدارت او د استاد رباني حکومت، د طالبانو د غورځنګ رامنځته کېدل او همدا راز ډېر نورو مسايلو باندې بحث شوی دی.

دا کتاب چې د چاپ په وروستيو مرحلو کې دی، له کوچني اختر وروسته به د هيواد په بېلا بېلو کتاب پلورنځيو کې ترلاسه کيږي، خو نن ټکی اسيا يې پي ډي ايف بڼه له خپلو درنو لوستونکو سره شريکوي.

کتاب له دې ځايه ښکته کړئ.

د مجاهدینو خپلمنځي جګړې کتاب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

19 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Salahuddin

الله دي د اصلاح سبب و ګرځيي.

Salahuddin

الله پاک دي اجر در کړي او الله پاک دي د وسني مجاهدينو د اصلاح سبب وګرځيي.

حسین احمد ملاخیل

د کتاب له خپراوی له انجنیر صیب او تاسو ټولو مننه کوو.

Mohammadreza
مفتی نثارالله

داده که مودسره نشر کړه مهرباني به موي دامنیت اساس په اسلام کي لیکنه نثارالله ابصر رسول الله ﷺ دامنیت بنسټ وتهداب داسې څرګند کړی ده چې هغه په لاندې ډول ده، دعرباض بن ساریة نه روایت دی، وایې موږ یوه ورځ رسول الله ﷺ جماعت راکړ موږ ته یې مخ راوړلو په.زړه پوري نصحت یې وکړ، دددي وعظ پر اساس مو له سترګو اوښکې وبهېدلې اوزړونه وویريدل، یوسړی وویل یارسول الله دادرخصت کوونکی وعظ دي؟ موږ ته وصیت وکړه نووې فرمایل: ز تاسوته دالله ﷻ دتقوی اود (امیر) داوریدلواومنلو وصیت کوم که څه هم هغه یوحبشي غلام وي که… نور لوستل »

نعمت الله هیران مساف

ماشا الله دیر شا یسته کو شیش کوم چه وی لولم او یو سه لاسته راوړم

نعمت الله هیران مساف

ماشا الله دیر شایسته کوشیش کوم چه دادمجاهیدینوو دخفلمنجی کتاب ولولم او یو سه لاسته راوړم

ابواحمد

السلام عليکم ورحمة الله دنن تکي اسيا همکارانو ستاسو ريښتي غږ په لټه کښې يم نو لهذا غواړم چي دستا سو نشراتو اوليکنو ته ورسيږم

میر ویس باوری اندړ

ستاسی لا خدمت په هیله

غوربندي

د کتاب له سرلیکه د فهرست پښې وتلې دي.

محمد

کتاب مې یو څو پاڼې ولوست. په لیکنه ډېرې ګرامري ستونځې شتون لري( د یاګانو او جملو د جوړښت او نورو برخو کې). بل انجنیر مسعود او انجنیر حکمتیار، دوی چېرته انجیران وو، دوی خو یو یو کال هم د انجنیرۍ او یا پوليتخنیک پوهنځۍ نه وې لوستلې. دا القاب به د ډار یا چاپلوسۍ لپاره ورکړل شوي وي. بل دا چې د کمونستانو په نوم حکومت چېرته شتون درلود؟ یو رسمي سند هم شتون نلري چې ووایي د کمونسټانو حکومت. هغه حکومت خو په لمړي کې، د افغانستان ډیموکراټیک جمهوریت او وروسته د افغانستان د جمهوریت په نوم یادېده.… نور لوستل »

سمیع الله

اولس باید له واقعيتونو څخه خبر اوسي

رفیع الله

دیر شه خدمت مو روان کړی ده

Khan muhammad

الله تعالی دې مشر مطمئن صېب ته اوږد عمر ورکړې د نن اسیا له زحمت کښو ملګرو نړی مننه چې کتاب یې راته ډالۍ کړو مننه خو د کتاب کښته کولو لینک یې که پرېږدی لینک یې نشته مننه

عاصم

مننه له تاسو

ډاکټرصالح

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎

ډاکټرصالح

الله أكبر

عزت الله سلطانزی

الله دي وکړي چي حقيقت يي بيان کړي وي

غوربندي

ښاغلي مطمین صاحب ته دې وویل شي چې تاسو باید د روسانو او امریکایانو په وړاندې دوه سپېڅلې جهادي دورې سره وصل کړې وای،،، زه شخصا دا کتاب نه لولم. د مسلمانانو په تاریخ کې ډېرې خپل منځی ناخوالې تېرې شوې دي،، خو هدفمند تاریخ پوهان رحمهم الله کله هم نه دي پرې تم شوي. د یوه لوړ پروازي عقاب له نظره که تېر څلوېښت کلن ناورین ته وکتل شي نو د دوهم اشغال په لمن کې د لوېدلو لاسپوڅو د رول له مخې د ماقبل جګړو ماهیت د بیا کتنې وړ ګرزي،،، چې ایا په رښتیا هم کورنئ جګړه… نور لوستل »

Back to top button
19
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx