
د ثور اتمه د رښتينې خپلواکۍ په لپو کې
ډاکټر عبدالرحمن شهيدزاده
له نن څخه څه کم درې لسيزي واړندې هيواد له ښکيلاک او تالې څټو يې همدا نن ورځ د ژغورنې او استقلال نوی څپرکی پرانيست، د نجيب په مشرۍ کمونستي رژيم له ناچارۍ د واک واګي د مجاهدينو مخلوطې کتلې ته وروسپارلې، د هيواد په لر او بر کې لا د خوشيو نندارې پای ته نه وې رسېدلې، چې مجاهدينو يو په بل سره راباندې کړل، ورسره د هيوادوالو د هيلو ټوکيدلې غوټۍ مړاوې شوې او هيواد په هر ګوټ کې انارشيزم واکمن شو، له ګران ولس څخه يې ټول فرصتونه وتروړل، ورسره د خپلواکۍ اتمه د ثور تجليل هم پيکه شو.
دا چې نور افغان مجاهد مظلوم ولس د صبر کاسه ډکه شوه، نو يې د هيواد دين پرورې، طبقې علماوو، ديني زدکوونکو، طالبانو او مخلصو مجاهدينو څخه د مرستې غوښتنه وکړه، هغوی هم پرته له ځنډ څخه د اميرالمؤمينين ملا محمدعمرمجاهد(رحمه الله)په قيادت کې يون پيل کړ او د انارشيزم لمن د هيواد له ګوټ، ګوټ څخه ورټوله او هيواد ته يې امن، سوله او شرعي نظام راوست، متاسفانه چې يو شمېر ډلې ټپلې چې د واک نشو يې په مغزو کې غزونې کولې، د مرکزي اسلامي حکومت څخه تر پايه خپل بغاوت ته دوام ورکړ، تر هغه چې په هيواد يې د يرغل زمينه مساعد کړه او پنځه څلوېښت هيواديز کفرې اشر په خوا کې ودريد.
کله چې په هيواد د کفر الحاد توره دوره واکمنه وه، دلته د ثور اتمې تجليل بېل کيف غوره کړ، له يو پلوه هيواد تر مستقيم پوځي، غربي، کفري تاړاک لاندې و، له بل پلوه به چې چېرې د ثور اتمې لمانځ غونډې او جشنونه نيول کيدل، چارچاپيره به د ښکېلاکګرو هيوادو بيرغونه رپيده، چې پوره دوه لسيزې زموږ دغه د ملي او خپلواکۍ ورځ تجليل يې بې خونده کړی و، د ويښ ضمير خاوندانو او په خپلواکۍ او ازادۍ مينو افغانو خو آن د تېرو دوه لسيزو کې د اشغالګرو په موجوديت کې د ثور اتمې له لمانځنې سره حساسيت ښود.
څرنګه چې مؤمن مجاهد ولس د خپلو بې درېغه قربانيو، سرښندنو په پايله کې بياځل د هيواد حريم له يرغلګرو څخه خلاص کړ، په شلو کالو کې لومړی ځل دی، چې په رښتينې توګه د ثور اتمه لمانځنه افغان ولس ته وياړ بخښي، ځکه چې د هيواد په ټوله جغرافيه واحد د استقلال، ازادۍ اسلامي او ملي وياړمن سپين بيرغ رپي، اسلامي امارت ته په کار دي، چې له پلازمېنې تر ولسواليو دغه ورځ د شاندارو مراسمو په بدرګه ولمانځي ترڅو نوي نسل ته له فرصت څخه په ګټه اخيستلو د ميړانې او هوش ژانرونه ورترزيق شي.
تل دې وي اسلامي نظام، سرلوړی دې وي افغانستان
ReplyForward
د ثور په اتمه د لنډغرو مشر احمدشاه نامسعود د دوستم او نورو هېواد پلورونکو پرچمیانو په مرسته د ډاکټر نجیب او بیننسیوان د پلان پرضد کودتا وکړه او قدرت یې ترلاسه کړ. د روسانو د وتلو څخه وروسته د وخت رژیم د دریو کلونو لپاره په خپلواکه توګه د ځان او هېواد ننګه وکړه. خدای شرمولي مجاهلین په خپل زور واک ته ونه رسېدل. د دوی واک ترلاسه کول د جهاد د شرمونې او د هېواد د ورانولو مانا لري. اوس دې طالبان ډېره هڅه وکړي چې په غلطه لاړ نشي، که نه دوی به هم په هماغه سرنوشت… نور لوستل »