نظــرنکات - د لطف الله خیر خوا کالم

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!«۱ برخه»

لطف الله خيرخوا

د خپل تاريخ مهمې ورځې د يو خاص مناسبت په توګه يادول، د ملت د ژوند نښه وي. دلته دا مهمه ده، چې له دې ورځو څه زده شي. يوازې يادونه هېڅ ګټه نه کوي، چې د خوښۍ ورځې غرور وزېږوي او د غم ورځې وير. د مهمو ورځو د ياد په اړه موږ ښه قرآني اصل لرو، الله تعالی فرمايي: ﴿وَلَقَدْأَرْسَلْنَامُوسَى بِآيَاتِنَاأَنْ أَخْرِجْ قَوْمَكَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَذَكِّرْهُمْ بِأَيَّامِ اللَّهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِكُلِّ صَبَّارٍشَكُورٍ﴾.
وايي موسی – عليه السلام – مو له خپلو معجزو سره واستاو، چې خپل قوم له تيارو څخه رڼا ته وباسه او د الله تعالی د مهمو ورځو ياد ورته کوه، په دې ورځو کې چې بدې وي، د صبر کوونکو لپاره او چې ښې وي، د شکر کوونکو لپاره دلايل دي.

د پورته ايت پر استناد؛ د تاريخ مهمې ورځې دا اغېز لرلی شي، چې د ژوند لوری را بدل کړي. له تيارو څخه مو رڼا ته بوځي او د باطل له کږلېچونو مو د حق پر رسا لاره روان کړي. دلته يوه خبره اړينه ده، چې موږ به تر هر څه لومړی د تغير حس لرو. غواړو به چې بدل شو. ځان کې به هغه ظرفيت پيدا کوو، چې د لوړاوي حوصله راکوي.

د ثور اتمه زموږ د تاريخ مهمه ورځ ياديږي. دا ورځ زموږ د فخر او تعالي هغه ده. له بده مرغه، په دې مناسبت کې يوازې همدومره ويلی شو، چې کمونزم مات شو او بس! دا چې موږ څه وکړل؟ دا نو هغه بحث دی، چې با شعوره خلک يې له شرمه نه شي ويلی او بې شعوره خو پرې نه پوهېږي. درځئ د يو ژوندي ولس په توګه يو څو جرئتمن اعترافه وکړو او همدا اعترافونه د راروان لپاره درس او عبرت وګڼو.

لومړی:
لومړی اعتراف دا دی، چې د ثور اتمه او د فخر ورته ورځې زموږ د تاريخ هغه راڼه دلايل دي، چې ماده په کې تل د ايمان پښو ته نسکوره شوې. زموږ د تاريخونو ډېری جګړې ډېرې نا انډوله شوي. زموږ په پرتله دښمن هر وخت په ډېر ستر توپير لوړ وي، مګر نهايت کې له خپل ټول لوړوالي سره داسې نسکور شي، چې تر ډېره د ځان د پورته کولو توان نه لري. له بده مرغه، هغه ايمان چې موږ ته زموږ دښمن په ډېره شرمساره ماتې څملوي، موږ بيا فتحه کې د هغه ايمان پر غوښتنو نه ځو. دغه ډېر مهم اعتراف دی. که يې وکړو، درس واخلو او اوس له فتحې وروسته د خپل هغه ايمان پر غوښتنو ودرېږو، چې دښمن يې راته نسکور کړ، د ستر بدلون شاهدان به يو. موږ چې له فتحو وروسته د خپل ايمان پر غوښتنو نه ځو، نه ګڼو، چې له هر څه لومړی موږ خپل ايمان او عقيدې سره جفا کوو او همدا ايمان که زموږ دښمن وهلی شي، موږ تر هغه سل چنده سخت وهلی شي. د ثور اتمه يې ښه بېلګه ده، چې موږ له خپل ايمان سره جفا څه ډول له ګړنګونو ورغړولو!

دوهم:
موږ تل سمدستي مسايل خپل دلايل ګڼو او د راتلونکي لپاره هېڅ تياری نه کوو. موږ ته خو د کمونيستي يرغل مقابله را ترغاړې وه، مګر دا مو نه وه سنجولې، چې کمونزم مات شي، بيا به څه کيږي؟ کله چې کمونزم پړ مخې پرېووت، لار رانه ورکه شوه. موږ که لږ تر لږه پر خپل تاريخ او د خپل فکر پر دلايلو غور وکړو، موږ ته بداهتاً جوتيږي، چې له موږ هېڅکله يوازې د چا وهل او څملول نه دي غوښتل شوي، بلکې زموږ اساسي کار د غوره بديل وړاندې کول دي. موږ که پر بديل غور نه کوو، موږ به يوازې تشه پيدا کوو او چې د ډکولو صلاحيت يې ونه لرو، خامخا داسې څوک راځي، چې په خپله خوښه دا تشه ډکه کړي.

ما چې د مهمو ورځو د ياد لپاره پر کوم ايت استدلال وکړ، ښکاره وايي، چې خپل ولس له تيارو رڼا ته وباسئ. د تيارو او رڼا موضوع د غوره بديل اساس دی. زموږ د دين وروستي درې پېغمبران وګورئ، چې خپل مقابل لوري سره څه ډول مقابله کوي؟

د موسی عليه السلام په وخت کې سِحر هغه علم و، چې د فراعنه پاچاهانو هيبت يې ساتلی و. کله چې موسی عليه السلام راغی، نو داسې دلايل ورسره وو، چې د فراعنه پاچاهانو سِحري طلسم يې مات کړ او د خلکو سترګې يې وغړولې. عيسی عليه السلام د لا علاجه امراضو حل پيدا کړ، هغه وخت طب مهم و او محمد صلی الله عليه وسلم د بيان او بلاغت مورګې د قرآن کريم په ايتونو هوارې کړې. قريشو د ژبې او بيان مهارت درلود. له دې بېلګو بريښي، چې کوم حرکت غوره بديل ونه لري، يوازې د نظامونو نړول او تشه پيدا کول مطلوب نه دي.

د ثور اتمې نظام ونړاوه، مګر بديل نظام يې رانه کړ، غوره يې لا پر ځای پرېږده. نړۍ راغله او تشه يې له کمونزم څخه په بد ترو نظريو ډکوله، چې په هغومره لوړ قيمت تمامه شوه. همدا اوس موږ له ورته ننګونې سره مخ يو، متوجه يو که نه؟ د ثور د اتمې دا درس چې څومره مهم دی، دا کالم يې حوصله نه لري.
زه د اشارې په توګه همدومره وايم، چې تېر نظام د قانوندارۍ، اقتصاد، زېر بنا او «ملي امنيت» مسايلو په اړه که شکلي هم وه، دعوی لرله. موږ د غوره بديل د وړاندې کولو هڅه کې څومره سلنه هغه لور ته ګامونه اخيستي، دا ملت يې بايد وګوري او په اړه يې مطمين شي.

درېم:
کله چې مکه فتح شوه. اسلامي نظام خلکو سره غرض ونه کړ، بلکې دوی، چې کوم خدايان په ښه منلي وو، هغه يې ورته ونړول. قريش پوه شول، چې دا خو خدايان نه وو، چې هېڅ شی هم نه وو. د قريشو په ذهن کې د نوي فکر د منلو قابليت پيدا شو. د ثور اتمې که څه هم تر ټولو اسانه فرصت همدا درلود، چې د کمونيستې نظريې بوت مات کړي، خو بوت يوازې دا نه، چې مات نه شو، همغسې مړژواندی تر اوسه راپاتې شو.

اوس هم عين موضوع ده. د دې پر ځای، چې موږ د خلکو د جبري سمولو کوښښ کوو، لومړی دا غواړي، چې له سلو کلونو راهيسې د نظريو توږل شوي بوتان مات کړو. دا نظريې دلته په ښه منل شوي. موږ به خلکو ته ثابتوو، چې دا نظريې د قريشو هغو بوتانو ته ورته دي، چې ژوند لا نه لري، خدايي خو يې پرېږدئ. موږ به وګورو، چې خلکو کې د خبرې منلو قابليت پيدا شي او که دې مرحله کې له معقوليته کار واخيستل شي، نو د وارد شوو افکارو سلنه به صفر ته راښکته شي.

نور بيا …

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx