نظــر

هغه طالب مشر چې امریکایي مستنطقه یې پښو ته راټیټه شوه

عاکف مهاجر

له احمد آبا سید کرم ته د شپې یوولس بجې ورسیدو، شپه مو وکړه سبا سهار د راسپارل شوي مسئولیت له مخې وګرځیدو خپل مسئولیت مو سر ته ورسولو شپه مو بیا همدلته شوه، سبا سهار مو هسې هم سفر له مخې وه، په بیړه وختي روان شولو غرمې ته نږدې د خوست موساخیل ولسوالۍ اړوند ګبر سیمه کې هغه ځای ته ورسیدلو چې د دغه ولایت جهادي مسئول مولوي عبدالله مختار ځایي قومي مشران رابللي وو او په یو لړ موضوعاتو یې ناسته ورسره درلودله، همدلته تر ماسپښین ناوخته دمه شولو، مازدیګر مهال په چکر و وتلو هغه ځای ته لاړو چیرته چې د طالبانو زندان وو هلته مو د نورو بندیانو ترڅنګ هغه بندي هم ولید چې یو طالب او د هغه پلار یې په شهادت رسولي وو او د خوست د مشهورو وحشي ضربتیانو غړی څه چې قومندان و، خو اوس د طالبانو چلند عجیبه کیف راوباښه، د اسلامي اصولو له مخې هغه چلند یې ورسره کړی و چې زمونږ اسلام پرې امر کړی دی.
بندي نه مې وپوښتل طالبانو څنګه چلند درسره وکړ، وی ډیر ښه، دومره ښه چې وروسته ژوند له طالبانو سره غواړم پاته شم، لږه شیبه همدلته وو، والي صیب راته د زندان د مهال یو څو کیسې وکړې، خو څو شیبې وروسته مو هغه د نوراني څهرې څښتن د زندان مسئول طالب همدلته پریښود مونږ د غره لور ته هغه ځای ته لاړو چیرته چې انټرنیټ یو څه ښه کار کولو دلته نو د والي صاحب حوصلې او له ملګرو سره ښه چلند حیران کړم، ماښام ناوخته و باید نور تللي وی خو هر ملګري به ورته ویل یو انځور درسره اخلم که څه هم بیړه یې وه خو د دوی لپاره ولاړ وو، خیر راکوز شولو د ډوډۍ او شپې لپاره یو ځای ته لاړو، ښه میلمه پاله کورنۍ وه، لمونځ مو وکړ مختار مولوي صاحب ته مو و ویل هغه کیسه اوس راته لږ تفصیلي وکړه چې زندان کې دې د خپل زندان د وخت راته وکړه، خوب هم ورتلو خو نه یې و نه ویل وی خبره داسې وه چې زه د باګرام جیل کې وم د نورو مستنطقینو په څیر یوه ورځ یوه امریکایي ښځه راته راغله او راته کړه یې چې زه په هند کې یوه تعلیمي اداره کې کار کوم، د روسانو سره د جګړې پر مهال د جلال الدین حقاني ورور حاجي ابراهیم حقاني یو مهال زخمي شوی و چې د تداوۍ لپاره امریکا ته راغی، هلته زما خاوند جان ورسره زیاته مرسته کړې وه، وروسته بیا زما خاوند افغانستان ته راغلی و چې دلته یې د حقاني کورنۍ ډیره ښه میلمه پالنه کړې وه نو زه افغانستان ته راغلم او غوښتل مې چې خپل میړه سره د وفا له مخې د حقاني د کورنۍ څوک پیدا کړم، پوښتنه مې وکړه نور مې څوک پیدا نکړل، چا راته تاسو په ګوته کړی چې دا یې یو قومندان ده، ګوره زه له ډیر لرې ځای ستاسو لیدلو ته راغلې یم.
مولوي صاحب ویل چې دغه ښځه زما په فکر په اصل کې د امریکا د څارګرې ادارې سي آی اِې کارمنده وه، وی روان حالات څنګه روان دي او څه باید وشي، ویل یې ما ورته د افغانستان تاریخ د ظاهرشاه له دوره بیا د طالبانو د واکمني ترپایه او آن د امریکایانو د اشغال د تیرو کلونو تر دورې بیا تر اوس مهاله ټول مې ورته زر زر تیر کړ چې طالبانو څه کړي وو، د چا په وړاندې راپورته شوي وو، دلته له هغه وړاندې چا هلکان په نکاح کول، چا رقص مرده کولو، چا له انسانانو سپي جوړ کړي وو او د غلا پاټکونه یې تر لمر مشهوره وو خو اوس امریکایانو همغه منفوره څهرې په افغانانو واکمنې کړې.

افغانان درې شیانو سره مینه لري، دین، وطن او امن چې دا درې واړه طالبانو ورکړي وو تاسو درې واړه ترې واخیستل، خیر دا خو هر څه وشول خو اوس باید مذاکرات پیل شي او لومړی باید بندیان خوشې شي، له بندیانو سره ښه چلند وشي، تر څو طالبانو ته ستاسو ښه نیت څرګند شي.

هغه زیاته کړه چې همدلته زمونږ مجلس پای ته ورسید خو تقریبا یوه نیمه یا دوه میاشتې وروسته دغه ښځه بیا راغلې وه زه یې د تحقیق خونې ته بوتلم هلته ناست وم چې خونې ته راننوتله، له راتګ سره سمه زما پښو ته راټیټه لاس یې زما پر پښو کیښود بیا یې سترګو ته یوړ، خو ما باندې یې دغه چلند ډیر بد اثر وکړ، ورته کړه مې ولې مو داسې وکړه، ویل یې مونږ چې چاته ډیر درناوی ولرو داسې کوو، وروسته یې خبرې شروع او زیاته یې کړه چې ستا خبرې به تر یو میلیون زیاتې زما په ذهن کې تیرې شوې وي او غوږونو کې مې وي بیا یې وی له مجلس وروسته راته ویل څه غواړې ماته و وایه چې درته رایې وړو، ما ورته څو کتابونه، یو جاینماز، قلم او کتابچه وښودل، له ځان سره یې ولیکل څه وخت وروسته یې راته راولیږل چې د دې شیانو پیداکیدل په باګرام زندان کې له فکر وتلي او هغومره څه وو چې کله هم د چا په فکر کې نه تیریده.

دا کیسه همدلته پای ته ورسیدله، یوه یې کوله بله وریادیدله شپه هم وه خو زمونږ لپاره یې ویل یوه به بله درته وکړم یو وخت امریکایي قومندان راته راغی ویل یې نور ستا د تعارف په اړه هیڅ نه وایم یواځې دومره راته و وایه تاسو ولې مونږ سره جګړه کوئ، ما ورته کړه تاسو زمونږ وطن اشغال کړی، زمونږ اسلامي نظام مو ونړولو، خو هغه دا هیڅ نه منل ویل یې مونږ د ملل متحد د اصولو په اساس ستاسو افغانانو د غوښتنې مطابق راغلي یو مونږ خو په زور نه یو راغلي، وی ما ورزیاته کړه چې زه تاته په هغه څه قسم درکوم کوم چې تاته محترم وي مونږ خو په خپل رب قسم کوو که مونږ امریکا ته داسې له ټانګونو، طیارو او توپونو سره درشو تاسو به څه راسره کوی وی ویل یې چې جګړه درسره کوو، بیا مې وی ورته ویل چې که مونږ هلته د یو څه امریکایانو په غوښتنه درشو نور امریکایان وژنو تاسو به څه راسره وکړئ بیا یې هم ویل وی جګړه درسره کوو، نو ما ورته ویل چې بیا نو ولې ما نه زمونږ د جګړې په اړه پوښتې.

وی یو وخت یو محقق راته ویل چې ما یوه هفته سپینه ماڼۍ کې تیره کړه ستا هغه خبرې چې راته کړې دې وې ما له اوباما سره هم شریکې کړې، خو دا راته و وایه ته غواړې چې د جلال الدین حقاني له وراره احمد سره و وینې له لږ ځنډ سوچ وروسته مې ورته و ویل ولې نه، همداسې یې وکړل هغه ته یې وروستم لږه شیبه مو هلته تیره کړه هغه سره مې لازمې خبرې په کنایاتو کې وکړې او څه چې د ښکاره کیدلو وې هغه مو سمې ښکاره وکړې، چې وروسته هغه زما د غوښتنې په اساس چې د مذاکراتو د پیل لپاره باید داسې وشي هغه خوشې شو.

یوه یې چې ډیره عجیبه وکړه ویل یې یو امریکایي محقق راته کړه چې ما ستا خبرې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قومندان ته وکړې یوه ورځ زه ولاړ وم هغه راباندې راغی راته ویل وی افغانستان کې دوه ډلې جنګیږي دواړه په حقه دي یوه ډله مونږ امریکایان بله طالبان دي، مونږ په حقه یو ځکه له خپل هیواد دفاع کوو او طالبان هم په حقه دي ځکه دوی هم له خپل هیواد دفاع کوي او هغه افغانان چې د طالبانو په وړاندې مونږ سره ولاړ دي دا په ناحقه او غولول شوي دي.

شپه پخه شوه نږدې دولس بجې شوې نور مو مجلس همدلته تمام او د شپې د خوب پاڼه مو واړوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد ريس راسخ

دقيق پروخت نشرات زه هميشه تعقيب کوم مننه له نن اداري څخه

طوطی

نن سبا خلک دومره حوصله نلری چی هر شیبه د شلو صفحو مفته داستانونه واوری. یار خبری لنډه وه مغزونه مو دومره انرژی نلری چی دومره لویه کسیه ولولو. څلورویښت ساعتو صرف وچه ډوډی خلکو ته نرسی نو دومره د انترنیت پیسې به له کومه شی چی ستاسو صفحی ته راوشو بیا مفته کیسې واورو. پر خلکو ډوډی خوری زهر او مرګ مو شه.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx