نظــر

مھاجر/ حفيظ الدين پيرزاده

حفيظ الدين پيرزاده

د نړ‎ۍ تر ټولو خطرناک کس مھاجر دی.
ھر سړ‎ی پخپل وطن کې کور، دوکان، ځمکه، کار، خپلوان او یا نور داسې څه لري چې د ډیرو ناخوالو او مشقتونو پر گاللو یې ھم پریښودو ته زړ‎ہ نه ښه کوي.
خو که څوک یې د وطن او کور پریښودو ته اړ‎ باسي او مھاجر شي، بیا ھغه انسان د بایللو لپارہ نور ھیڅ په لاس کې نه لري او د ورسرہ شوي ظلم بدل له ھرې ممکنې لارې اخلي.
ډیر کلونه پخوا په سویډن کې مې له یوې راډیو سرہ د افغانستان پر حالاتو مرکه لرله.
ھلته یو سپین ږ‎یری سویډنی حقوقپوہ چې غالبا د سویدن د بھرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان د مسائلو سلاکار ھم و، را غوښتل شوی و.
ما تر مرکې پس ور څخه وپوښتل: څه فکر کوئ، دا جگړ‎ہ به څوک وگټي؟ ناټو که طالبان؟
راته کړ‎ل یې: طالبان یې گټي.
زہ یې ځواب ھک حیران کړ‎م!
ما ورته وویل: طالب پر آسمان ستوری او پر ځمکه سیوری نه لري او ناټو د نړ‎ۍ پر مخ تر ټولو قوي فوځي، اقتصادي، او سیاسي ځواک دی.
نو بیا ستا پر اند څه لامل دی چې جگړ‎ہ طالب گټي؟
ھغه سوړ‎ اسویلی وکیښ او راته کړ‎ل یې:
ھمدا خو یې لامل دی کنه چې طالب د بایللو لپارہ ھیڅ نه لري!
یو څوک چې ته له خپله کورہ وشړ‎ې، ھر څه ترې واخلې او ھغه بیا له تاسرہ جگړ‎ہ پیل کړ‎ي، نو پوہ شه چې ماتول یې ناممکن دي!
ځکه مھاجرت ته اړ‎ شوي کس له جگړ‎ې مخکې ټول ھغه څه له لاسه ورکړ‎ي وي چې خلک پرې جگړ‎ہ کوي!
د مھاجر جگړ‎ہ یا پر عقیدہ او یا ھم پر عقدہ ( انتقام ) ولاړ‎ہ وي، چې دا دواړ‎ہ شیان د نړ‎ۍ ھیڅ ستر طاقت د ناټو په شمول نه شي ماتولای!!

د ثور اوم د اجباري مھاجرتونو د لړ‎یو پیل و.
روسانو او داخلي کمونستانو ټول ھیواد خو په ځانگړ‎ي ډول پښتون میشتې سیمې تر داسې وحشي حملو، بمباریو او له یوې مخې ځپلو لاندې ونیوې چې اوسیدونکیو ته یې بې له مھاجرت څخه بله ھیڅ لار پاته نه وہ.
خلک جوپه جوپه پاکستان، ایران او نورو ملکونو ته کډہ شول.
ځینو یې داخلي مھاجرتونه وکړ‎ل، غرنیو او لرې پرتو سیمو ته لاړ‎ل.
د کمونستي رژیم او روسانو په خلاف د مقاومت پیلامه د ھماغو شړ‎ل شویو مھاجرینو د کمپونو څخه وشو.

د کرزي د پاچاھۍ په پیل کې د پښتنو مکمل کلي د قومي تصفیې په نوم له شمال څخه د پښتون میشتو سیمو سوځونکیو دښتو ته په ھجرت کولو مجبور شول.
د طالبانو د مقاومت د ملا تیر ھم ھمدا بې کورہ شوي مھاجر ول.

پایله

د افغانستان د ۴۴ کلن ناورین پیل ھماغه ډله ایز مھاجرتونه ول چې بنسټ ایښودونکي یې د خلق او پرچم کمونستې ډلې وې!
که د کمونستانو نا عاقبت اندیشه پالیسیو او ظلمونو د ولس یوہ سترہ برخه بې کورہ کړ‎ې نه وہ، نو ښایي زموږ‎ د غمیزې لړ‎ۍ دومرہ نه وای غځیدلې!!
زما دا خبرې ھیڅکله د مجاھدینو او نورو جنایتگرو ډلو ظلمونو او وحشتونو ته د برائت پر مانا نه دي!
د ھغوی خیانتونه پخپل ځای خو د دې لړ‎ۍ پیل کمونستانو په افغانستان کې د غوائي پر اوومه وکړ‎!
مړ‎ہ دې وي د ثور د اوومې د فاجعې عاملین!!
_____________

حفیظ الدین پیرزادہ
د اپریل ۲۸/ ۲۰۲۲ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx