شعـــــرونه

د مینې څۀ رنګینه فلسفه!!، خؤره ؤره ده/ درمان

م منصور درمان

دا ستا پۀ خؤږو سترګو کې پرته ، خؤره ؤره ده
د مینې څۀ رنګینه فلسفه !!، خؤره ؤره ده

سبحان الله، پۀ سپین ایمان یې ټول جهان نسکور کړ
سبحان الله!! نادره حماسه، خؤره ؤره ده

مغروره ازادۍ پۀ لوړ قیمت دلته راغلې
توبه – توبه!! دا څومره پۀ نخره، خؤره ؤره ده

الحمد لله، سپین توغ څۀ پۀ ناز وهي وزرونه
پۀ غېږه کې یې پاکه کلیمه، خؤره ؤره ده

دا ګل پۀ ګل دی ایښی؟ او که لال د لال پۀ ټنډه ؟
که نه ، د ګل پۀ مخ باندې خؤله ، خؤره ؤره ده ؟

غازي افغانستانه ! پۀ ښکلا دې غبطه کېږي
پۀ تور اوربل دې بیا سپینه جنډه ، خؤره ؤره ده

د جنګ ، د بدامنیوو او د کرکې لمبه مړه ده
د امن او د مینې ترانه ، خؤره ؤره ده

د تور کفر لۀ تور ټټر يې غشي دي وېستلي
پۀ سپین ایمان سنباله قافله، خؤره ؤره ده

منصور درمانه ! تۀ را باندې ګران یې لۀ هر چا نه
د زړۀ پۀ سر مې دا خؤږه جمله، خؤره ؤره ده

م منصور درمان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx