نظــر

امریکا له طالبانو تر طالبانو

محمد داود قریشي

په نړېوال سیاست کې د هېوادونو موضع ګیري کوم تصادفي عمل نه، بلکه د یوې ژورې هر اړخیزې ستراتیژۍ او پالیسۍ په رڼا کې نیول کېږي؛ په ځانګړي ډول د زبر ځواکونو یو کوچنی حرکت هم د یوې دقیقې محاسبې او طرحه شوي پلان له مخې ترسره کېږي.

دا چې امریکا په 2001ز کال کې د ځينو ډراماتیکو نقشو له عملي کولو وروسته د افغانستان د جیو پولیټيک، جیو ستراتیژیک او جیو اکانومیک موقعیتونو څخه د استفادې لپاره پر افغانستان یرغل وکړ او د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه کې یې بالاخره له شلو کلونو تېرولو وروسته هم شل نه کړه او په داسې حالاتو کې له افغانستانه ووتله چې نړۍ یې د پوځي ماتې تر څنګ د سیاسي ماتې ننداره هم کوله، له افغانستانه د امریکا تېښتې د امریکا ټول سیمه ییز او نړیوال حریفان د امریکا په مقابل کې زړور او متحدین یې پر امریکا بې باوره کړل، چې غوره بېلګې یې په اوکراین د روسیې برید او د چین او سعودي عربستان ترمنځ پر دې توافق چې له دې وروسته به د دواړو هېوادونو تر منځ نفتي معاملات په چینایي (ین) ترسره کېږي.

امریکا چې کله پر افغانستان یرغل کاوه نو په اقتصادي لحاظ د نړۍ خان و، په سیاسي لحاظ یې پر نړۍ ملکي کوله، په نظامي برخه کې یې د نړۍ د یو افسانوي او نه ماتېدونکي قدرت حيثیت درلود او په ټولنیز لحاظ د ماډرنېزم او د بشر حقوقو لپاره د یو نمونه یي موډل په سترګه ورته کتل کېده؛ خو په افغانستان کې له ماتې خوړلو وروسته په اقتصادي لحاظ د یو دېوالیه شوي سوداګر په څېر دی، د بودیجې کسر یې له 1963ز کال را په دېخوا تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی، د پور کچه یې له 30 تریلونو ډالرو واوښته چې د امریکا په ټول تاریخ کې بې ساری حالت دی، په سیاسي لحاظ اوس نړۍ یو بعدي نه ده، بلکه څو بعدي حالت یې غوره کړی، نه یواځې نړېوال قدرتونه بلکه سیمه ییز قدرتونه لکه هند، ترکیه، ایران، جاپان او داسې نور هم اوس د امریکا سره د خپلو ګټو او شرایطو پر بنسټ لوبه کوي نه د امریکا څخه د مجبوریت پر بنسټ، آن د امریکا تر ټولو ستر متحد اروپایي اتحادیه هم د امریکا هر دریځ ته د اجرایي مکلفیت په سترګه نه ګوري، بلکه د خپلو ګټو له ذره بین څخه تېروي؛ په کورني سیاست کې هم په امریکا کې د شمال او جنوب کورنۍ جګړې راوروسته تر ټولو پاشلي او ترینګلي حالت سره مخامخ ده، چې د تجزیې ترنم پکې هم اورېدل کېږي.

په نظامي لحاظ خو دومره بې موراله ده چې آن ایران یې په سوریه او عراق کې په نظامي بېز او قونسلګرۍ مستقیم راکټي بریدونه وکړل خو د امریکا غبرګون فقط تر غندونکو اعلامیو او غچ اخیستونکو لاپو پورې محدود وو.

په ټولنیز لحاظ اوس د ټولې نړۍ دولتونه او عادي افراد په دې پوهېږي چې دموکراسي، د بشر حقوق او دې ته ورته نور سولیدلي غولوونکي موضوعات هغه سراب ته ورته دي چې امریکا پرې د نړۍ تږي ملتونه د یو غولوونکي سفر په لور بیایي او په حقیقت کې دا موضوعات د امریکا د نړۍ خوړونکي او نړۍ زبېښونکي بهرني سیاست د اعمال او تطبیق وسایل دي.

په 2001ز کال کې پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د ناټو یرغل او له شل کلن ناکام ماموریت وروسته په 2021ز کال کې له افغانستانه د ناټو ځواکونو وتل او د امریکا تېښته د امریکا او ناټو په حېثیت یو نه جبرانېدونکی داغ دی چې په تدریجي ډول سره به دا داغ په یو نا علاجه ناسور بدل شي او نړۍ به یو ځل بیا د یو لوی فوځي ايتلاف (ناټو) د پاشل کېدو او په کوچنیو هېوادونو د یو بل زبر ځواک (امریکا) د وېشل کېدو شاهده وي، چې ددې قضیې یوه غوره بېلګه له نن څخه تقریباً دېرش کاله مخکې (اتحاد جماهير شوروي) دی.

کله چې له افغانستانه د روسیې په مشرۍ د وارسا تړون ځواکونه ووتل او بیا د وارسا تر انحلال او د روسیې له بطن څخه د 17 خپلواکو هېوادونو جداکېدل په یو کال نیم کې ونه شول، بلکه پنځه کاله وخت یې ونیوه چې اتحاد جماهير شوروي په روسیې بدل شو او وارسا نظامي تړون عملاً منحل شو.

په یوه پېړۍ کې دا دریم ځل دی چې په نړۍ کې د وخت د فرعون د ماتولو ویاړ افغانان ګټي، خو راځئ له دې وروسته د نورو د پرځولو پر ځای خپل ځان وپېژنو او دا ځل د خپل کنډر هېواد د جوړېدو ویاړ راخپل کړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مفتی نثارالله

ټیکنالوژي دایډیالوژي په وړاندي لیکوال نثارالله ابصر شل کاله خوا وشا افغانستان دماډرنو معاصرو اسلحو تر هدف لاندي اودنړۍ ټول قوتونه دکیمیاوي بمونو دبارودو دودونه لوخړه کړل، ورسره په څنګ کي له بلې لاري دکاذب مطبوعاتو مارکیټ ګرم تاند وساند د کرایه دارو رسنيئو په مټ دافغانانو په اذهانو کې زهر انجکشن کړل، ونړۍ ته یې دافغانانو د درد زخم شنکجه، بي حجابي ترور ته دملهم دخوشحالۍ دنڅا انعکاس ورکاو، او جهالت تیاره په رڼا بیان کړه، هغه لادینه فرهنګ اوغربي دودونه باندي زموږ اسلامي ارزښتونه کم رنګولو هڅه یې په همدغو سمبولیکو مطبوعاتو وشریرو رسنیو په به ساري توګه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx