افغانستان

پروان کې ورانکارو د وارداتي برښنا دوه پايې نړولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰غوايي، ۱۴۰۱ل): د پروان ولايت سويلي سالنګ په تاخمه سيمه کې ورانکارو د وارداتي برښنا دوه پايې په ماينونو الوځولي چې له امله يې د کابل په شمول د لسو ولايتونو برښنا پرې شوې ده.

د پروان د برښنا رياست تخنيکي مسوولين وايي چې د ماينونو له امله دواړه پايې تخريب شوي دي او په وينا يې چې سيمې ته يې تخنيکي ټيمونه رسېدلي دي چې د تجهيزاتو د ليږد زمينه به برابره او د پايه په رغولو به پيل وکړي.

د افغانستان برښنا شرکت له خلکو غوښتي چې د برښنا تاسيساتو د خوندي ساتلو په اړه دې له سيمه ييزو امنيتي مسؤلينو سره همکاري وکړي او په وينا يې چې د رڼا د دښمنانو د ورانکارو هڅو مخنيوی دې وکړي.

بايد وويل شي چې د نوي حکومت په راتګ سره دا لومړی ځل دی چې د برښنا پايې د ورانکارو کړيو له لوري په ماينونو الوځول کيږي، تر دې وړاندې هم ورانکارو د برښنا پايې نړولي دي.

تر اوسه ددې پېښې په تړاو د حکومت له لوري څوک نه دي نيول شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

دتعجب ځای دی پخوا مو ورته ورانکاري نه ویل هدف مې دجمهوریت په وخت کې څرنگه یو ناڅاپه یې نوم بدل شو.؟

طوطی

د غنی د حکومت او د طالب په امارت څه فرق دی. د غنی په حکومت کی د امریکی اشغال وه د طالب حکومت کی د پاکستان مستقیم بمبارد او د کورونو تلاشی. هلته هم د برق پایی چپه کیدې اوس هم، هلته طالبانو په جوماتونو کی انتحار کاوو اوس یی نور کسان کوی. هلته دومره لوږه نوه چی ښځی قطار د نانوایی تر مخ ودریږی. هغه وخت پاکستان دومره جرات نه درلود چی طیاری یی پر خلکو بمبارد وکړی. هغه وخت لنډغر ول چی رشوت او غلاوې یی کولی اوس طالبان په پټه شراب هم ورسره وهی. هغه وخت… نور لوستل »

خوګياڼي

دا ثابته او کره خبره ده چې چي په دغه تخريبى او په دغه وسنيو افغان دښمنه وژنو کې د شوراى نظار د داعشیانو د خراسان د ډلې ټپلې کار دئ. دوي غواړي چې په دغه وحشیانه عمل د اهل تشیع او تسنن وروڼو تر منځ د کرکې فاصله را منځته کړي. د افغانستان اسلامي امارت بايد دغه افغان او مسلمان دښمنه ډله غير قانوني او ياغي او اسلام ضد اعلان کړي او د نيولو په صورت کې د شريعت مطابق سزا ورکړي. بل دا چې اصلي داعشیان همدا د شر او فساد پرديپاله ډله ده چې د پردیو د… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx