افغانستان

ننګرهار: د تېر رژيم يو سرتيری په ناموسي قضيه کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰غوايي، ۱۴۰۱ل): د ننګرهار ولايت په دره نور ولسوالۍ کې د پخواني رژيم يو سرتيری په يوه ناموسي قضيه کې وژل شوی دی.

د دره نور ولسوال اخندزاده کوچی وايي چې د تاج محمد په نامه د تېر رژيم يو سرتيری په یوه ناموسي قضيه کې د سيمې د يو بل ولسي کس له لوري وژل شوی دی.

هغه وايي چې دا پېښه تېره ورځ روژه ماتي ته نژدې وخت کې رامنځته شوې ده او ويلي يې دي چې وژل شوی پخوانی سرتيری له ښار څخه کور ته په لاره و چې ډزې پرې شوي او وژل شوی دی.

ښاغلي کوچي رسنيو ته ويلي، د پېښې ځای له مرکز نه ډېر لرې ده خو په وينا يې چې امنيه قومندان او جنايي مدير يې سيمې ته د معلوماتو لپاره وليږل او معلومه شوه چې ياده قضيه ناموسي ده.

اخندزاده کوچي ويلي دي وژل شوی کس د سيمې د يو بل تن له لوري چې اوس کامې ولسوالۍ ته کډه شوی دی؛ وژلی او ويل کيږي چې قاتل د خپل کور کومه نجلۍ هم وژلې ده.

د ولسوال په خبره د پېښې د لاروښانتيا لپاره يې امنيه قومندان او جنايي مدير کامې ولسوالۍ ته استولي ترڅو بشپړ جزيات ترلاسه کړي چې وروسته به له رسنيو سره شريک شي.

بايد وويل شي چې څو ورځې وړاندې نيويارک ټايمز ورځپاڼې خبر ورکړ چې د تېر رژيم عسکر د نوي حکومت له لوري وژل کيږي خو د پخواني رژيم د سرحدي ليوا قومندان جنرال محمد ايوب حسين خيل د نيويارک ټايمز ورځپاڼې دا خبر رد کړ او زياته يې کړه چې دوی د هيڅ داسې پېښې شاهد نه دي چې د نوي حکومت له لوري دې پخواني سرتيري او نظامي کسان وژل شوي وي خو په وينا يې چې ځينې شخصي مسائل شته دي چې د هغې له امله په ځينو ځايونو کې مشکلات پېښيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

د نن ټکی اسیا قدر منو همکارانو! له الله نه ووېرېږی دغه خبر د خپرولو نه وو اونه هم اسلامي شریعت د دې اجازه درکوي که داسلام په حکمونو عمل کوی . دغه خبر سیاسي اړخ لري هېڅوک ددې توان نلري چې د پخواني اردو مینه د افغانستان د خلکو له زړونو څخه وباسي……… ريښتیا د اختر خبر مو ولې ندی خپور کړی؟؟؟؟؟؟؟؟؟ درنو کارکوونکو دمسلمان د ابرو تویول گناه کبیره او که څوک یې حلال گڼي نو کافر دی تاسو دواړه کورنی رسوا کړ او په نومونو سره مو یاد کړ له الله نه ولې نه وېرېږی ولې مو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx