افغانستان

د قطر د پرمختګ او ټولنيزو چارو وزارت پلاوی کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰غوايي، ۱۴۰۱ل): د هيواد د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي قطر ته د سفر په ترڅ کې ددغه هيواد د پرمختګ او ټولنيزو چارو له وزيرې او ورسره مل پلاوي سره ليدلي او هغوی ته يې افغانستان ته د سفر بلنه ورکړې ده.

ښاغلي متقي په دغه ناسته کې د ياد وزارت له پلاوي وغوښتل ترڅو افغانستان ته راشي، د خپل خيريه بنسټونو له لارې د افغانستان مېرمنو، يتيمانو، معلولينو  حالات له نژدې وګوري او په دې برخه کې د قطر د خيريه بنسټونو له لارې د ښځو، ماشومانو او نورو اړينو برخو کې خدمات وړاندې کړي.

په ناسته کې د قطر د پرمختګ او ټولنيزو چارو وزيرې مريم المسند وويل چې د دوی د وزارت کاري ساحه د يتيمانو، ښځو او معلولينو لپاره د کورني ژوند، کار، اقتصاد او تعليم په برخه کې خدمات وړاندې کول دي او د خيريه بنسټونو چارې تنظيموي.

په دغه ناسته کې پريکړه شوې ده چې ترڅو د افغانستان د بيوزله خلکو حالات له نژدې وګوروي او د افغانستان خلکو سره بشردوستانه مرستې وکړي.

بايد وويل شي چې افغانستان کې د روزګار نشتون او اقتصادي ستونزو له امله عام خلک له سختو اقتصادي ستونزو او مشکلاتو سره مخ دي او حکومت هڅه کوي چې په کور دننه او بهر د اقتصادي ستونزو د حل لپاره کار وکړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

خپله سره له ښځو سره عکسونه اخلی، لورانی یی خارج کی پوهنتونونه وایی دلته یی د افغانانو د نجونو پر مخ مکتبونه بند کړی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx