ټولنیزه برخه

د خوښیو او رنګینیو ډک اختر

حمزه الیاس

د الله تعالی ډير شکر ګزار یم چې سږکال کوچنی اختر په داسې حال کې لمانځو چې هېواد مو په بشپړ ډول له بېګانه اشغال څخه خلاص شوی، وروسته له درې څلويښتو کالو څخه د جګړې اور په هېواد کې مړ شوی او د اسلامي حاکمیت تر سیوري لاندې آرام او سوکاله ژوند ته زمینه مساعده شوې ده. الحمدلله والمنة
په ۳۴ ولایتونو کي یو بشپړ واحد اسلامی نظام قائم دی.

راتلونکی اختر د تېر اخترونو په پر تله ځانګړی اختر دی ځکه هیوادوال بغیر له کومه ډار ، ویري او وحشته د هیواد ګوټ ګوټ ته د سیاحت لپاره تللای شي تېر اخترو کې به ظالمانو او وحشيانو هغه ظلمونه او وحشتونه کول چې هیڅ یې د لیکلو توان نلرم.

هیڅ یو هیواد وال به د امن او خوشحالۍ احساس نکوي.

راتلونکی اختر یو داسي له رنګینیو ډک اختر دی ټول هغه مسافر مجاهدین چې دا شل کاله یې د خپل کور ، اولادو او د کورنۍ نه لري په یو صحراء کې د اختر خوښۍ سباء کولې خو راتلونکی اختر کې به ټول په خپلو کورو کې د خپلو اولادو او کورنۍ تر څنګ داختر خوښۍ لمانځي.

په تېر شل کاله کې دا یواځینی اختر دی چې له جنګ او جګړو نه فارغه اختر دی او ټول هیوادوال د امن، خوشحالۍ او سکون احساس کوي.

راتلونکی اختر دتېر اخترونو په پرتله یوه ځانګړنه دا هم لري تېر اخترونو کې به کلیوال ښارونو ته له ویري نشوای تللای او ښاریان به کلیو ته نشوای تللای.

خو راتلونکي اختر کې به ټول هیودوال په امن او خوشحالۍ د هیواد هر ګوټ ته سفر کولای شي
راتلونکی اختر یو داسي اختر دی چې هیواد کې مو هیڅ یو بهرنی سرتېری شتون نلری الحمد لله
په آخر کي ټولو هیواد والو د زړه له کومي د اختر مبارکي وایم
د خوښیو ډک اختر ولرئ.
هره ورځ مو اختر ، هر اختر مو بختور

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x