افغانستان

فاریاب کې د جنرال ملک د خوريي په شمول ۵ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): فاریاب ولایت کې وسله والو کسانو د مشهور جنګسالار جنرال عبدالملک د خوريي په ګډون ۳ کسان وژلي.

همدا راز په یوه بله جلا پېښه کې ۲ ښځې د یوه ځوان قبر ته د دعا پر مهال ماین چاودنې وژلي.

د شیرین تګاب ولسوال سید لقمان ګهریک وايي چې دغه ځوانان د شیرین تګاب څخه بلخ ولایت مرکز مزارشریف ته روان و، چې په لار کې د وسله والو له لوري له کرولا موټر څخه کوز کړای شوي او پر ډزو ویشتل شوي.

لقمان ګهریک وايي، چې وسله وال کسان طالبان ول، خو تر دې مهاله طالبانو د دغو وژنو په اړه څه نه دي ویلي.

د شیرین تګاب ولسوال پژواک خبري اژانس ته ویلي، چې د وژل شویو کسانو له ډلې یو بریالی نومیږي او د پخواني جنګسالار او د حزب ازادي افغانستان ګوند مشر جنرال مالک خوريي او بل دل اقا دی چې د دفاع وزارت برحاله جنرال فتح الله همدرد خپلوانو څخه دی.

طالبانو تېره ورځ د شیرین تګاب ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر محمد جان د خپل موټر چلوونکي سره په یوه برید کې له منځه یووړل.

همدا راز درېيم ځوان په قیصار ولسوالۍ کې وژل شوی. د قیصار ولسوال عبدالجمیل وايي چې دغه ځوان مړی يې په داسې حال کې وموندلو چې لاسونه او پښې یې تړل شوې وې او په ډزو ویشتل شوی و.

بل پلو، د فاریاب په ګرزیوال ولسوالۍ کې دوې ښځې د یو ماین چاودنې وژلي.

د فاریاب ولایت د والي ویاند جاوید بیدار ویلي، چې دغه دوه مېرمنې د یو ځوان قبر د فاتحې لپاره تللې وې، چې ماین پرې وچاودید او له امله یې دواړې ووژل شوې.

نوموړي زیاته کړې چې چاودنې یو ماشوم ټپي کړی دی.

د دغو پېښو په اړه طالبانو یا کومې بلې وسله والې ډلې د دې غبرګو پېښو په تړاو خپل نظر نه دی څرګند کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x