
د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د کابل امنیه قوماندانۍ د مبارکۍ پیغام
درنو او قدرمنو هېوادوالو! نېکمرغه کوچنی اختر دې تاسو او ستاسو ټولو دیندارو او پتمنو کورنیو ته مبارک وي.
د شکر او خوښۍ ځای دی چې سږ کال کوچنی اختر په ټول هېواد کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د سرتاسري سولې ، امنیت ، پرمختګ ، او هوساینې په فضاء کې لمانځل کیږي.
باوري یم چې ګران هېوادوال د کابل په شمول په ټول هېواد کې زموږ د زړورو سرتېرو د همت ، شهامت ، لوړ مورال او پوځي تدابیرو له برکته نېکمرغه کوچنی اختر د سولې ، یو پر بل د باور او ورورۍ په فضا کې ولمانځي.
دعا کوم چې پروردګار”ج” دې زمونږ او ستاسو ټولو دعاګانې ، عبادات ، نوافل ، صدقې او سرسایې قبولې او منظورې کړي .
په پای کې د کابل ښار له درنو دوکاندارانو هیله کوم چې د چاودیدونکو توکو ، پټاکیو او پلاستیکي اسلحو د پېر او پلور څخه ډډه وکړي ، محترم والدین باید خپل اولادونه د پټاکیو او نورو چاودیدونکو توکو له اسعتمال نه جداً منع کړي تر څو د ځوریدلو هېوادوالو د اذیت سبب ونه ګرځي.
بیا مو هم اختر مبارک او د ژوند هره شېبه مو اختر شه
په درنښت
خالد “ځدراڼ”