نړۍ

نیویارک: دنړیوال بانک رئیس دهوتل پرخدمتګاره باندي دجنسي تیري په تورونیول شو

head_of_world_bank(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۱۷) نیویارک: دوشپیته کلن سټراس کهان تیره ورځ په نیویار په یوه قیمتي هوټل چي دیوي شپی لپاره یی دری زره امریکایی ډالره ورکول دهوټل پریوه خدمتګاره باندي دجنسي تیري په تور ونیول شو.

سټراس کهان تیره ورځ په هوټل کي دننه خپله کوټه کي دحمام په حالت وو کي چي ښکارشوی خدمتګاره یی کوټي دخدمت لپاره ور ننوته.

خدمتګاره زیاتوي کله چي زه دنوموړي وکوټي ورغلم سټراس په حمام کي د غسل په حالت کي، خو یو دم یی حمام پریښودي او لوڅ یی ما پسي رامنډي کړی، ماکوشش وکړی چي پښی سپکی کړم خو بدبختانه دنوموړي ومنګلوته ولویدم.

سټراس له برید څخه وروسته خدمګاره په کوټه کي بنده کړه  او کوښښ یی کړی وو ترڅو له هوټله دفرانسي په لور پښي سپکي کړی، خو دنیویارک دپولیسو له لوري پرهوایی ډګر باندي په الوتکه کي له سوریدو څخه څوشیبی مخکي ونیول شو، نوموړي کوښښ کاوه چي له نیویارک څخه فرانسي ته لاړشي، دنوموړي موبایل ټلفون هم په هغه کوټه کي پاته شوی وو چیري چي یی یوي خدمتګاره باندي ناکامه برید ترسره کړی وو.

سټراس او س په نیویارک کي کوم زندان کي دي دنوموړي له لوري محکمي ته ورکول شوی ضمانت رد شوی ده، دسټراس وکیل وایی چي یو ملیون امریکایی ډالر مو محکمي ته دضمانت په توګه وړاندي کړل خو دمحکمي لخوا څخه یی ضمانت نده قبول شوی، نوموړي غوښتو چي ځان په ضمانت باندي خلاص کړي او ترهغه پوري چي محکمه کومه فیصله کوي په نیویارک ښارکی دخپلي لور په کورکي واوسیږي.

نن ورځ یوي بلي فرانسوی خبریالي هم پرنوموړي باندي تور ولګاوه چي ۲۰۰۲ کال کله چي زه دنوموړي ودفتر ته دمرکي لپاره ورغلم ماباندی یی هم ورته برید ترسره کړ.

سټراس چي دفرانسي د ۲۰۱۲ کال په ټاکنو کي دصدارت مقام ته ځان کاندید کړي وو اوداسي ګمان کیدای چي نوموړي به دفرانسي راتلونکي ټاکني کټي، خو دتیري ورځي پیښه به دنوموړي دکټونو امکان کم کړی.

شنونکي وایی کیداي شي پرخدمتګاره باندی دبرید دثبوت په صورت کي نوموړي په ۲۵ کاله بند باندی محکوم شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x