دیني، سیرت او تاریخ

تکفیر/خارجیت

میا نوراغا
تکفیر او خارجیت له بې ادبي , نافرماني او بغاوت څخه سرچینه اخلي, له تحقیق او اسلامي روح څخه لرې مزل کوي, د علم او فقاهت له معیارو څخه بلکل ناخبري دي, د روایاتو له قوت او ضعف, راجح او مرجوح, ناسخ او منسوخ, اسماء الرجال څخه د جهل په تیاره کې تیریږي, یواځې په ظاهر باندې مخکې ځي چې د حیرت په کندو کې ولیږي او پورته کیږي.

شروع یې له ذوي الخویسره څخه شوي چې د رسالت په دربار کې یې بې ادبي وکړه, امام الأنبیا, معصوم, او عادل ترین انسان ته په خیرنه خوله وویل: عدل وکړ.
په ریښتیا هم چې دا لوی شیطاني بې ادبه جرئت و.
چې د انبیاؤ امام, افضل الرسل, د الله تعالی محبوب, له دنیا څخه بې نیازه, اعدل انسان عدالت ونه کړي بیا په بشریت کې داسې څوک ده چې عدل وکړي?! یقینا بل هیڅوک داسې نشته, له دې امله رسول الله صلی الله علی وسلم ورته وفرمایل: چې زه عدل ونه کړم بل به څوک عدل وکړي؟!

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د دوی به وروسته ډله پیدا کیږي, ستاسو عبادتونه به د دوی عبادتونو ته هیڅ وي, قرآن به لولي خو له ستونې به یې نه تیریږي.

یعنې د قرآن له روح او تاثیر نه به خالي وي, د قرآن له مقتضی سره به یې عمل برابر نه وي, اهل قرآن او مسلمانان ورته کافر معلومیږي, یواځې یوه وړه ډله مسلمانان ورته ښکاري.

عجیبه ده دوی په ګناه سره خلک کافر ګڼي, خو خپله د مسلمانانو په تکفیر او عظیم قتل کې تر سپږمو ککړ دي, دوی ته د علي رضي الله عنه پڅیر لوی صحابه چې په دنیا کې د جنت زیری پرې شوی و مسلمان نه ښکاریده او واجب القتل یې ګاڼه, د دې وخت مسلمانان خو ورته نسوار هم نه ښکاري.

د دوی لویه علامه دا ده: چې په ډیره بې پروایي سره بغیر له تحقیقه د کفر , شرک نسبتونه کوي, ځانونه تر هر چا زیات مسلمانان ګڼي, مستحبات د فرضو درجې ته رسوي, په دین کې سخته زیاته غلو کوي.
دوی په ظاهري او جذباتي اعمالو ځوان نسل خطا باسي, د هغوي له جذباتو بده استفاده کوي, د مسمانانو ګناه د مسلمانو خلاف د تکفیر او قتل دلیل ګڼي, د شریعت د ځینو روایاتو له ظاهر څخه استدلال کوي او ځوان نسل د ابلیس په تلبیس کې ګیروي.

په تاریخي لحاظ دوی همیشه د مسلمانانو خلاف بغاوتونه کړي, مسلمانان یې تضعیف کړي چې غیر مستقیم د کفر د قوت لوی لامل ګرځیدلي.

د اهلسنت والجماعت په نزد دوی د مسلمانانو ګمراه ډله ده.
د دوی حکم: تر هغې چې په بغاوت یې لاس نه وي پورې کړی له دوی سره به د نورو مسلمانانو په شان چلن کیږي, له بغاوت وروسته به د باغیانو په حکم کې داخلیږي.

د دوی مخنیوی: باید په لویه پیمانه د دوی د منحوسو افکارو , اعمالو خلاف تبلیغ وشي تر څو ځوان نسل د
دوی له ناپاکو پنجو څخه نجات ومومي, په علمي, تاریخي لحاظ په پوره تحقیق او دلایلو سره باید دوی روسوا شي, د دوی شرور ټولو عامو او خاصو ته ثابت او په پوره قوت سره تشهیر شي.
یادونه: دوی لکه نورې ګمراه ډلې له تقیه بازي ( دروغو ) څخه کار اخلي, د حکومت نظامي, تعلیمي, او دعوتي څانګې باید له دغو تقیه بازانو څخه پاکې شي.

دا هم مهمه ده چې کفري نړۍ د اسلام او مسلمانانو په خلاف د دوی له کړنو زیات استدلال کوي, کوښښ کوي چې اسلام بدرنګه د ظلم او دهشت دین معریفي کړي, تر څو غیر مسلم له اسلام څخه لرې وساتي او د اسلامي دعوت مخه ډب کړي, دوی د اسلامي دعوت له تاثیر نه خبر دي خو د عنادي مقابلې له امله له داسې کړنو څخه د ډال کار اخلي.

اسلامي داعیانو ته پکار دي چې په زغرده او په پوره قوت سره د دوی اعمال رد کړي, په ښکاره او بې غباره توګه خلکو ته دا ورسوي چې دا اعمال هیڅ د اسلام ترجماني نه کوي او نه له اسلام سره اړخ لږوي, اسلام د عدل, ترحم, شفق, احترام, او د ټولو حسنه صفاتو دین دی, اسلام خپل اصول, او د تشریح خپلې پاکې مرجع لري, با ید اسلام له خپلو اصلي مراجعو مطالعه شي, نه د هر کجابودي له اعمالو.

اللهم ارنا الحق حقا و ارزقنا اتباعه, و ارنا الباطل باطلا و ارزقنا اجتنابه!

میا نورآغا

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x