
له مدرسو تر پوهنتونونو؛ د فکري او تطبیقي بدلون اړتیا
فاطمه حجاز
دا یو لوی حقیقت دی او سترګې نشو ورڅخه پټولی، چې په افغانستان کې د هر استعمارګر او اشغالګر پر وړاندې، د اسلام او ناموس د دفاع او مقابلې ناره له مدرسو څخه اوچته شوې ده. د مدرسو شاګردان وو چې افغانستان یې د امپراتوریو پر هدیره بدل کړ او په دغه هېواد کې یې د هر اشغال ګر هیلې خاورې کړې.
ټینګ او نه ماتېدونکی ایمان، له دین او ناموس څخه د دفاع او ساتنې روحیه، غیرت او مېړانه، جهاد او مبارزه، له پردي کلتور او فکر څخه کرکه او لیرې والی د افغانانو په ضمیر کې ریښې لري. تر ډېره حده دا هغه اسباب او عوامل وو چې افغانان یې په هېواد کې د پردي واک او پردي فکر له منلو څخه ایسارول.
دغه خبره استعمارګرانو او اشغالګرو هم په ښه توګه درک کړې وه، نو د دې لپاره چې افغانان خپل اصلیت وبایلي او یا د استعمارګرانو رنګ خپل کړي، په هېواد کې یې د سیکولر او ډیموکرات نسل د روزلو لپاره هڅې پیل کړلې.
مکتب او پوهنتون د دغې چارې په ترسره کولو کې یوه بریالی تګلاره وه، ځکه د مکاتبو نصاب داسې جوړ کړل شوی و چې ماشوم له دین سره دلچسپي، د پردیو پر وړاندې حساسیت او په ټوله کې په اسلامي اصولو ولاړ فکر او احساس ونلري؛ له همدې کبله په تېرو څو کلونو کې د افغانستان تعلیمي نصاب درې ځلې بدل شو.
پوهنتونونو پردي اصول او افکار لا پاخه کړل او تحصیلي بورسونو د ځوان نسل په ذهنونو کې له اسلامي فکر او عقیدې څخه د فاصلې او بغاوت نور زړي وکرل.
سره له دې چې هر اشغال دلته له نظامي ماتې سره مخ شوی دی، خو موږ هېڅکله هم د اشغالګرو فکر مات نشوای کړی، ځکه خو د هر اشغال فکري پاتې شوني لا هم په هېواد کې شتون لري. موږ یواې له هېواد څخه د دښمن د شړلو په فکر کې وو، تل مو دا له پامه غورځولې چې د دښمن له فکر سره هم باید په فکر مبارزه وکړو.
نن چې په هېواد کې د امریکا او ناټو د اشغال لمن ورټوله شوې ده، د دې وخت رارسېدلی چې د مدارسو او مکاتبو تر منځ رامنځته شوې فاصله له منځه یووړل شي او دغه بنسټونه چې په ملیونونو ماشومان درس پکې وایي، په خپلو اصولو یې ودان او د خپل فکر اصول او مفاهېم په کې تدریس کړو.
موږ اوسمهال نسبت روغتون، کارخانې، مدرسې، فابریکې… ته د ښوونځیو او پوهنتونونو جوړولو ته ډېر ضرورت لرو، ځکه په هغه تعداد ماشومان چې ښوونځي ته ځي جومات ته نه ځي او په هغه تعداد ځوانان چې پوهنتون ته ځي مدرسې ته نه ځي. که چېرې د ټولنې د دغه لوی او مهم قشر فکري روزنې ته پاملرنه وکړو؛ جومات، روغتون، کارخانه، فابریکه… به خپله راجوړ شي.
متاسفانه ځینې په مدرسو کې روزل شوي ذهنیتونه د مکاتبو او پوهنتونونو پر وړاندې حساسیت ښیي، په پوهنتونونو د بطلان کرښه راکاږي، د انټرنټ او نوې ټکنالوژی استعمال د اسلام خلاف ګڼي، شاګردانو او محصلینو ته چې د فکري جګړې قربانیان دي؛ د سیکولرانو په سترګه ګوري، د خلکو په اړه قضاوت د تقوی په رڼا کې کوي او تر ډېره حده هغه خلکو ته په مشکوک نظر ګوري چې د دوی په شان توند لارې او سخت دریځه کړنلاره ونلري.
دغه ډول توندلاري ذهنیتونه او په دې ذهنیتونو ولاړې مدرسې نه یوازې دا چې په هېواد کې د اسلامي ویښتابه او فکري بېداری لپاره د پام وړ څه نشي ترسره کولای بلکې دغه هڅې لا کمزورې او کم رنګه کولی هم شي، ځکه دوی پخپلو توندلارو او سخت دریځه کړنو سره خلک او په ځانګړې توګه ځوان نسل له اسلامي عقایدو او ارزښتونو څخه بېزاره کولی شي.
لکه څرنګه چې د ټولنې ډېری وګړي له فکري کشمکشونو سره لاس او ګریوان دي، او هر وارد شوي فکر او نظریې پر دوی خپل خپل تاثیرات او اغېزې پرې اېښې دي; دا به دوی ته ډېره ګرانه وي چې حقیقي اسلام له افراطي او تفریطي اسلام څخه بېل کړي.
موږ نشو کولی چې د بشري پرمختګ او نوې ټکنالوژی پر وړاندې مورچل ونیسو، بلکې معقوله خبره دا ده چې د غرب لخوا د فکري جګړې په ډګرونو کې استعمالیدونکي وسایل، ادارې، مراکز او تګلارې باید بېرته د دوی پر خلاف او د اسلامي عقیدې او فکر د خپراوي لپاره وکاروو، ځکه دا به دومره تاثیر ونلري چې یو څه له منځه یوسو خو په بدیل کې یې کوم بل څه ټولنې ته وړاندې نکړو.
ګرانې خوري ستا ليکنه بايد د پوهنې وزارت له خوا په دقت ولوستل شى او د عمل جامه ورواغوندي. مونږ باید دينى او عصري علوم په مدرسو، مکاتبو او پوهنتونو کې رسمي او زده کوونکو ته يې وړاندې کړو چي تفسیرى او څيړنېز ډول شاګردان او محصلین ورځني اګاه او مستفيد شي. مننه