شعـــــرونه

اختره چې راځې نو خوشالي درسره راوړه/ عادل

نسيم شاه عادل

اختره چې راځې نو خوشالي درسره راوړه
شيندليو ولسو ته ورورولي درسره راوړه

اختره چې راځې ځان سره راوړه اتحاد
يو ځاى مو ټول ملت کړه، ځانځانۍ کړلو ناښاد
اختره په راتګ مو ګران ولس کړه راته ښاد
کوتره کړه راپورته زندګي درسره راوړه
اختره چې راځې نو خوشالي درسره راوړه

اختره په راتګ به دې موږ هغه وخت خوښيږو
فضا چې د دوستۍ وي موږ د يو بل نه ځاريږو
نفاق نفرت چې ورک کړي نو په تا به مينيږو
کينې زړونو کې ورکې کړه دوستي درسره راوړه
اختره چې راځې نو خوشالي درسره راوړه

اختره ته زمونږه زخمي زړونو ته دوا شه
د سولې زیری له ځانه سره راوړه راپخلا شه
مخونو ته د خلکو خوښي راوړه په خندا شه
په ژوند کې تورتمو ته رڼايي درسره راوړه
اختره چې راځې نو خوشالي درسره راوړه

اختره د ټوپک پر ځای په لاس مو چې قلم شي
قومونه سره یو کتاب او زړو ته مو مرهم شي
هیواد په ترقۍ کې ټول کارونه مو چې سم شي
عادل ته يو ډالۍ دا نيکمرغي درسره راوړه
اختره چې راځې نو خوشالي درسره راوړه

نسيم شاه عادل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx