
شعـــــرونه
بختور اختر/ نومير
فدامحمد نومير
خدای دې راوله په خير سره اختره
ښه راغلاست درته وايي د لر او بره
ځوان بوډا ښځه او نر تاته هوس کا
د زانګو د ماشومانو د زړه سره
جينکو درته نکريزې په لاسو کړې
پام کړه ولاړ نسې په عمر له دې وره
څڼور ځوانان اتڼ کړي څانګه لوبه
درته ناڅې ښايستې تر شمس قمره
چې بيا ځلې خفه نشې ښه چې راغلې
تابه ساتو په ځان مال او هم په سره
جوړ په خير چې زما تر کوره پورې راغلې
بختور سې پر رعيت هم پر رهبره
ستا راتلو ته ډيرې ميندې سولې بورې
رب دې نه کړي بيا افغان د بل په دره
لاس تر زنه هک حيران دې درته تللې
لاس دې اوسه پر اغيارو باندې بره
د عناد بغض و حسد لښکر دې څاري
په امان اوسې د سترګو له نظره
شپه او ورځ نومير لاسونه لپه کړي
خدايه وساتې افغان له نوره شره!
۳۰-اپريل -۲۰۲۲
متحده ايالات ، کلفورنيا
very nice👍👍