نظــر

لومړ‎ی اختر/ حفيظ الدين پيرزاده

حفيظ الدين پيرزاده

دا لومړ‎ی اختر دی چې موږ‎ یې د خپلو علماو کرامو پر فتوا لمانځو!

دا لومړ‎ی اختر دی چې موږ‎ یې د خپلو ټولو نیمگړ‎تیاو سرہ، د یوہ رښتیني شرعي نظام تر سیوري لاندې لمانځو!

دا لومړ‎ی اختر دی چې خوښۍ مو پکې دوہ برابرہ دہ؛ د اختر خوښي او د اشغال د خاتمې او ازادۍ خوښي!

دا لومړ‎ی اختر دی چې پر کورونو مو د چاپو، پر مدارسو او مساجدو او نورو د تجمع پر نکتو مو د بمبارد ډار نشته!

دا لومړ‎ی اختر دی چې ولس مو د خپلو ساتونکیو څخه په ویرہ کې نه دی!

دا لومړ‎ی اختر دی چې دفاعي قواوې ( عسکر، پولیس، امنیت ) مو د واشنگټن او نیویارک پر ځای د خپل وطن لارې او کوڅې ساتي!

دا لومړ‎ی اختر دی چې موږ‎ یې د سپین محمدي بیرغ په رپیدا کې لمانځو!

دا لومړ‎ی اختر دی چې له ھیواد څخه مو بدمعاشیو، زورگویوو، خپلسریو، فساد او فحاشیو کډہ کړ‎ې!

او دا لومری اختر دی چې چارواکي او ولس اختر په گډہ د یوہ بل خوا کې لمانځي!

دا لومړ‎ی اختر دې لوی څښتن لکه د افغانانو تاریخ پنځه زرہ کلن کړ‎ي!

اختر مو مبارک شه!
______________________________________

حفیظ الدین پیرزادہ
د مئ لومړ‎ی: ۲۰۲۲ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نعمت الله

دا لومړی اختر دی داختر لمونځ د روژی په ورځ ادا شول.
دا لومړی اختر دی چی ۷۰ فیصده خلک داختر لمونځ په وړځ تول روژه وه.
دا زما په ژوند کښی لومری اختر دی چی اختر لمونځ می نه دی کری.
دا لومړی اختر دی چی په افغانستان کښی د مسلمانانو د اختر د وړځ پر سر نفاق آغاز شو.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx