ټولنیزه برخه

عید (اختر)

ميا نوراغا

بیشکه چې اسلام فطري دین دی یعنې د انسان له سالم فطرت او مزاج سره برابر دین دی.

د انسان فطرت دا حکم کوی چې د محسن د احسان شکر باید ادا شي, له ستړیا وروسته باید ارام شي, له خپلو هم نوعو سره باید خواله وکړي, له یو بل سره باید له صله رحمي او ترحم څخه کار واخلي, د یو بل له احوالو ځان خبر کړي.

همدا رنګه انسان د ځان اولاد په نفقه مکلف دی, د انساني ژوند اراسته کولو ترقي او یو بل ته په خیر رسولو مکلف دی.

پکار دا وه چې دوستان او خپلوان همیشه په یو ټغر راټول وای د خوشحالی او صله رحمي ماحول یې دوامدار وای, خو د انساني تقاضاو له مخې دا مشکل ده, ځکه چې د انساني ژوند بقا ورسره ټکنۍ کیږي د افلاس تنزل همدا رنګه د جنګونو خپګانونو سبب ګرځي.

له دې امله د شریعت خاوند د انسان فطرت موافق د کال دوه ورځې د خوشحالي, ساتیري, اجماعي احوال پورسي, لویه صله رحمي لپاره مقررې کړې.

دواړه ورځې یې د لوی او اهم عبادت څخه وروسته تعین کړې تر څو د دغو لویو عبادتونو له ستړیا څخه استراحت وکړي, او د لویو عبادتونو په اداکولو سره شکر وباسي, الله تعالی دنیاوي خوشحالي او بدله ورکړي.

وړوکی اختر د یوې میاشتې رمضان روژې څخه وروسته جائز شوی, تر څو د رمضان له اهم عبادت چې روژه نیول دي چې د ورځې په اوږدو کې بنده له خوراک, څښاک, کوروالي منع شوی, له دې سره یې اکثر حصه په تلاوت, اذاکارو, لمونځونو تیریږي, الله تعالی ته سړی ډیر نزدې کوي. الله تعالی د اخروي ثوابونو, نعمتونو سره سره په د نیا کې هم بدله ورکړه, د اختر لویه خوشحالي یې ورنصیب کړه چې خوراک, څښاک, کوروالی ټول ورته ازاد شو, اکثرا نوې جامې د خوراکونه پریماني ورسره وي, د اختر لمانځه په لویه اجتماع کې د الله تعالی د شکر سره د خپلو هم نوعو له لیدلو, احوال اخیستنې څخه هم لذت اخلي, د کارونو او اکثر د سفر له مشقتونو څخه د ارام او استراحت سا اخلي.

له دې سره د سر سایه په وروکولو سره د فقیر حاجت پوره کوي, او په عبادت کې د کوتاهیانو نقصان ورسره جبیره کوي, چې د لمانځه نه وروسته د الله تعالی په کرم سره مغفور کورته ستنیږي. و لله الحمد والمنة.

لوی اختر هم له یو لوی او با مشقته عبادت څخه وروسته الهي پیرزوینه ده چې په خپلو بندګانو یې کړې.

دا لوی عبادت حج دی, حج کې اکثر اوږد سفر وي احرام تړل چې له ځینو حلالو کارو څخه سړی ورسره منع کیږي لکه ښکار او کوروالی, همدا رنګه دا عبادت په مشقت سره تر سره کیږي چې د بندګانو په لوی ازدحام کې چې د دنیا ګوډ ګوډ نه د هر رنګ او نسل الله بلا تفریقه بندګان په عرفات راجمع شوي, چې د دیو بل له احولو څخه خبریدو سره سره له اسمان لاندې سرتور سر په کفني لباس کې الله تعالی ته په ننواتې دریدل, له ټولو اسبابو بغیر ټول حاجات او تقصیرات الله تعالی ته وړاندې کول, په انتهائي عاجزي او تضروع سره تسلمیدل او مغفرت غوښتل دي, تر ماښامه دغه عبادت دلته دوام لري, بیا په مزدلفه کې له هغې وروسته منا او مسجد حرام کې مناسک ادا کول لویه ستړیا لري, چا چې حج کړی وي هغوی په دې ښه پوهیږي, ځکه اکثر حاجیان وایي چې حج باید په ځواني کې ادا شي, چې د وجود توان یې لا تاند وي.

په هر صورت له دې لوی عبادت څخه وروسته الله تعالی د لوی او قرباني اختر ورځ د عمومي خوشحالي استراحت او صله رحمی لپاره متعینه کړه, د لویو عبادتونو شکرانې لپاره او د خپل مخلص بابا, د ابراهیمي ملت بانې ابراهیم علیه السلام د سنتو ژوندي کولو لپاره یې په مالدارو قرباني لازم وګرځوله, دا قراباني هم عبادت دی هم د خوشحالي په ورځ کې د ښه خوراک, میلمستیا صله رحمي لوی سبب دی.

په اسلام کې مونږ په یو کال کې همدا دوه عیده لرو اوبس, عید ځکه ورته وایي چې هر کال را معاد او واپس کیري, عید له عود نه دی په معنا د راواپس کیدلو.

فلله الحمد کله و له الشکر کله و له الأولی و الآخرة.

میا نورآغا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x