ورزش

ریال مدرید کلب ۳۵م ځل لپاره د هسپانوي لیګ اتلولي وګټله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ غویي، ۱۴۰۱ل): د نړۍ مشهور فوټبال کلب ریال مدرید د ۳۵م ځل لپاره د هسپانوي لیګ (لالیګا) اتلولي په خپل نوم کړه.

د ریال مدرید لوبډلې وړمه شپه د اسپانیول لوبډلې پر وړاندې په ۴-صفر بریا خپله کړه چې په مرسته یې ۸۱ نمرې خپلې کړې او دغه لقب یې خپل کړ.

له دغې لوبې وړاندې ریال مدرید لپاره د یوې نمرې اړتیا وه، دغې لوبډلې لوبه وګټله او درې نمرې یې خپلې کړې. ددوی له لوري برازیلي ځوان لوبغاړي رودریګوز ۲، مارکو اسینسیو او کریم بنزیما یو یو ګول راوړ.

ریال مدرید اوسمهال د لالیګا لیګ په جدول کې له دوهم مقام لرونکي کلب برسلونا څخه ۱۷ نمرې وړاندې ده، چې په راتلونکو ۴ لوبو سره برسلونا دغه هدف ته نشي رسېدلی.

ریال مدرید کلب تېر کال هم دغه اتلولي خپله کړې وه او د سږني پړاو پېل یې هم په پرلپسې بریاو کړی و چې په پایله کې یې اتلولي خپله کړه.

د لیګ اتلولي خپلولو وروسته ریال مدرید لوبډله په اروپا اتلانو لیګ کې هم نیمه پایلوبې ته لار موندلې چې د چهارشنبې په ورځ به د انګلستاني کلب مانچسټر سیټي پر وړاندې نیمه پایلوبه ترسره کړي.

تېره اونۍ د اروپا اتلانو لیګ نیمه پایلوبې په لومړي لیګ کې ریال مدرید له مانچسټر سیټي څخه په ۳-۴ ماتې منلې وه، خو ددوی ترمنځ به پریکړه راتلونکې لوبه کې کیږي.

د ریال مدرید لوبډلې لپاره مخکښ لوبغاړي کریم بنزیما تر دې دمه په سږني پړاو کې ۴۲ ګولونه وهلې دي چې د بالون ډور جایزې ګټلو لپاره یو له مخکښو نوماندانو کېدلی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx