
ليورپول د اروپا اتلانو ليګ پايلوبې ته لار وموندله
نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۴ غوايي، ۱۴۰۱ل): د انګلستان مشهور فوټبال کلب ليورپول هسپانوي کلب وياريال ته په ماتې ورکولو د اروپا اتلانو ليګ پايلوبې ته لار وموندله.
تېره شپه د ليورپول ښار په انفيلد لوبغالي کې د دواړو لوبډلو ترمنځ د نيمه پايلوبې دوهم ليګ ترسره شو، چې ليورپول په ۳-۲ بريا خپله کړه.
ددغې لوبې لومړۍ نيمايي کې وياريال لوبډلې په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ۲ ګولونه يې راوړل، خو په دوهمه نيمايي کې ليورپول د ۲ په بدل کې ۳ ګولونه راوړل او په مجموعي توګه يې په ۵-۲ بريا خپله کړه.
تېره اونۍ د نيمه پايلوبې لومړي ليګ کې ليورپول وياريال ته په ۲-۰ ماتې ورکړې وه.
بل لوري ته د UEFA چمپينز ليګ دوهمه نيمه پايلوبه نن شپه د انګلستاني کلب مانچسټر سيټي او هسپانوي کلب ريال مدريد ترمنځ په برنابيو لوبغالي کې د شپې په ۱۱:۳۰ بجې ترسره کيږي.
ددوی ترمنځ د نيمه پايلوبې لومړی ليګ مانچسټر سيټي په ۳-۲ ګټلی و، د دوهم ليګ ګټونکی به پايلوبې ته لار مومي او ليورپول سره به د مې په ۲۱مه نېټه مخامخ شي.
👍👍✌🙂