نن په انځورونو کي

په کابل کې دایساف په کاروان د برید وروسته انځورونه – 2014-8-10

نن ټکی اسیا (يکشنبه، زمری ۱۹مه، ۱۳۹۳ل) : نن له غرمې مخکې ۱۱ نيمې بجې د کابل ښار د شپږمې حوزې اړوند په علاء الدين درې لارې سيمه کې پر بهرنيو ځواکونو سرتېری بريد وشو.
بريد د بهرنيو ځواکونو پر کتار تر سره شوی چې په سيمه کې روان و.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي پېښه تایید کړه او زیاته یې کړه، چې په دې برید کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او له شلو زیات نور ژوبل شوي.
بل پلو بیا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د برید د مسؤلیت د اخیستلو ترڅنګ وویل، چې برید د دوی د یوه سرتېري له لورې د سراچه ډوله موټر په مټ د بهرنیو ځواکونو پر شوبلو ترسره شوی.
د نوموړي په وینا په برید کې بهرنیانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
په کابل کې د ایساف مطبوعاتي دفتر تر دې دمه په دې برید کې د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
لاندي انځورونه د همدې پيښي دي:

kabul_blast10-8-2014 (1) kabul_blast10-8-2014 (2) kabul_blast10-8-2014 (3) kabul_blast10-8-2014 (4) kabul_blast10-8-2014 (5) kabul_blast10-8-2014 (6) kabul_blast10-8-2014 (7) kabul_blast10-8-2014 (8) kabul_blast10-8-2014 (9) kabul_blast10-8-2014 (10) kabul_blast10-8-2014 (11) kabul_blast10-8-2014 (12)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x