نظــر

امرباالمعروف او نهی عن المنکر؛ له حکمت جوړ مسیر، نۀ د جبر او تحقیر!

جمال ایوبي

علماء کرام وایې کله چې د خلکو زړونه لاسته راوړل شي او بیا ورته د دعوت یا د حق خبره کېږي نو په اسانۍ سره یې مني؛ ډېر ځله ځینې خلک سرغړونې کوي ،د ایمان او حق ویونکي خبرو ته غوږ نږدي، لامل یې دا وي چې د بلونکي چلن او رویه تونده وي.
رسول ﷺ فرمایې:
څوک چې له نرمۍ او شفقت نه بې برخې کړای شو هغه له ټول خیر نه بې برخې کېږي.
زموږ جامعه او بیا پکې راغلي تحولونه په خپله هغه انځورونه دي چې چاته یې د تشریح کولو ضرورت نشته ځکه د معنویاتو د جرحې لپاره پکې راغلي سوغات ټولو ته څرګند او ځمکني واقعیتونه دي.
زموږ یوه طبقه ځوان نسل چې د کمونېستي افکارو په ډنډ کې ککړ او منحرف پاتې او د هغه وخت مشرانو(!) چې پر ذمه یې هم وه خو متاسفانه چې د سمون او اصلاح پر ځای د اقتدار یوه عار جوړونکې جګړې سره ښکر په ښکر شول او بیا چې پکې دا نوی نسل هم د غربي استعمار په یوه بدرنګ تحول کې رشد او د تبلیغاتو ښکار وګرځېد او په دې قشر کې بیا د زغم،انسجام او په منظم ډول د اسلامي علمیت د ترویج ماده صفر ده نو ددوي اصلاح له موجوده حاکمانو څخه یوه اوږده دوره او د تحمل ، تدرج او له حکمت څخه جوړه پالیسي او حرکت غواړي.

دا چې عمر بن عبدالعزیز په لنډه موده کې خپل رعیت پر ځان راټول کړ، د فساد او فحشا مخنیوی یې وکړ او د اطاعت انځور یې له پېړیو وروسته هم په مثالونو کې ذکر کېږي، ددې بنیادي لاملونه دا نه دي چې د عدالت د پلي کولو اغاز یې په ولس وکړ او یایې په خپل رعیت باندې په اوایلو کې د شرعي احکامو تطبیق ته په جبر سره کار ووایه؟

تاریخ لیکي چې د هغه مؤثرو اقداماتو څخه چې جذاب او د مسلمانانو په اطاعت کې یې کلیدي رول اداء کړی هغه دا و چې د بني امیه او شاوخوا غوړه مالانو چې ځانونو ته یې بیت المال چور، ځانګړي تشریفاتي درناوی او نور ناروا امتیازات چې د اسلامي امت ملا یې ماته کړې وه له مینځه یوړل او عدالت پلي کول یې لومړی له ځانه پیل کړ، چې لیکي:
د ابن سعد روایت دی چې کله عمر بن عبدالعزیز د عدالت د پلي کولو هوډ وکړ نو ویې ویل:
لازم دی چې عدالت لومړی له ځانه پیل کړم ترڅو راتلونکي ته بېلګه وګرځي نو لومړی یې په خپل مال نظر واچوه چې له کومې لارې نه لاسته ورغلی دی ویې لیدل چې د ګوتې ګوتمه او هغه ځمکه چې په مغرب کې دده په نامه ده چې ولید بن عبدالمالک ورکړې وه هغه یې بیت المال ته مصادره کړه او دا یې ددې لپاره وکړ چې د شکمن مال جرړې غوڅې کړي، د خپلې میرمنې سره زر یې هم بیت المال ته مصادره کړ، زوی یې د سپین زرو ګوتمه جوړه کړې وه ورته یې وویل دا خرڅه کړه او غریبانانو باندې یې تقسیم کړه او ورپسې یې پر خپلې کورنۍ عدالت پلي کړ چې په همدې تړاو د بني امیه کورنۍ ډېره هڅه وکړه ترڅو خلیفه له خپل دریځ څخه راوګرځوي خو قاطع او ثابت خلیفه د بلا فشارونو باوجود د هغوی مالونه مصادره کړل.

د ټولنیز عدالت پلي کولو لپاره یې د ټاکنې معیار تقوی، امانتداري، دینداري او تخصص وټاکه، صالحو وکړو څخه شورا جوړول، اداري فساد د مخنیوي لپاره جدي ګامونه اخیستل، غضب شوي مالونه یې وګرځول، د محض شک او ګومان په حساب خلکو نه نیول او نۀ توهین… او له ناپوهانو سره یې په نرمۍ چلند کولو امر صادر کړ.
دا او دېته ورته حکیمانه فرمانونه چې د خلافت چارواکو او مامورینو ته راجع ول دا د ټولنیز عدالت او د شرعي احکامو د اسانه پلي کولو هغه فلسفه له ځانه سره لري چې د نورو فوق العاده ځانګړتیاوو او د اهدافو د تحقق تر څنګ پکې د نظام استقرار، ثبات او اطاعت ته د رعیت د رابللو اسانه لار او فارمول و.

د ولسونو اولیتونو او نبض ته جدي پاملرنه کول او بیا بالخصوص اقتصادي ستونزې درک کول هغه څه دي چې علماء کرام یې په اړه وایې کله چې یوه کلي ته فقر او بېوزلي کډه شي نو تر شا ورسره فحاشي او بې دیني هم روانه وي.
دغې موضوع ته جدي پاملرنه د ایجاد شوي دشوار وضعیت د حل لپاره هغه فکتورونه دي چې په وړاندې یې د مسؤلو حکومتونو لپاره اقدام مبرم او اړین دی، د رعیت د خپلولو لپاره باید ددې عظیم شخصیت پالیسۍ او نقش د راخپلولو هنر زده شي.

دا نسل په سطحي کړنو د خپل هغه غضب لاندې راوستل چې غرور یې پکې په تحقیر امیزه لهجه مات، د ټولنې د عزت خلک تحقیرول، په اوباش، فاسد او فاسقینو مخاطبول دا او دېته ورته بده رویه هغه تریخ عواقب له ځاننه سره لري چې ځوان نسل به مو پای فرار ته مجبور او ټولنه به مو متلاشي، تشنج، کرکې او د متنفر کېدو خواته سوق شي او دا ټول تشدد په داسې حال کې چې د شریعت د اهمو کړنو په تطبیق کې د مصلحت او حکمت په خاطر تعطیل ته اولیت ورکړل شوی چې د امن، نسبي ثبات … او ډاډمنې فضا لپاره د هغې تطبیق ته اشد ضرورت دی خو د اصلاح په دې برخه کې چې نرمښت پکې باید د لارې مشال او لومړیتوب ولري متاسفانه چې په بې حکمتۍ سره جدیت او زور ته مخه شوېده.

دا چې موږ د نړۍ او ګاونډیانو د شرارتونو او بلا ننګونو سره لاس او ګریوان یو خو بیا هم په دغسې یوه مبهم او پېچلي اوضاع کې د ولس سره واقع کېږو؟ دا وضعیت او برخوردونه له موږ جامع تحلیل غواړي، ددې عواقب سنجول پکار دي؟ ترڅو په سیاسي عمق او مدبرانه سوچ سره خپلو پرېکړو ته له سره د کتنې تصمیم ونیسو او د حال دا طلایې فرصت د راتلونکي ندامت ښکار نکړو.

په همدې اساس امرباالمعروف او نهی عن المنکر په شمول ټول دعوتي مراکز باید اخلاقي چال چلن او مینه د ټولنې د ضدي او ځپل شویو پرګنو د جذب او مایلېدو لپاره پر ځان واجب وګرځوي.
اسلام هر اړخیر دین دی او د اسلامي نظام په وسعت او نرمۍ کې لوی حکمت نغښتی دی چې د انساني فطرت د روا غوښتنو سره سم د ژوند ټولو برخو ته راجع دی.

څنګه چې مو یادؤنه وکړله چې اسلامي شریعت پخپله محتوا کې د ژوند هره برخه رانغاړي خو؛ امربالمعروف او نهی عن المنکر په اسلام کې بیا ځانګړی مقام او خاصه ځانګړتیا لري ځکه ددې امت د غوروالي یوه نښه همدا ګڼل شوېده چې د اخلاقي فساد څخه د ټولنې ژغورنه ،د افکارو سمون او په کُل کې د منکراتو مخنیوی او نیکیو ته رابلل په حکمت سره کوي.
چې د همدې مسؤلیت لاندې مؤظفې څهرې به د علم او تفکر په هغه ګاڼه سمبال وي چې د خپلې دندې د
تحقق لپاره به د جبر او زور زنځیرونو نۀ؛ بلکې د نبوي احسنو اخلاقو مسیر انتخابوي ترڅو مو د ټولنې افراد د عناد څپې په مخه نکړي، د اصلاح پر ځای منحرف او د متنفر کېدو خواته لار ونکړي.

د افغانستان دا پتمن او له رفاه ډک تحول تر شا د شل کلنو غمیزو یوه توره دوره له ځاننه سره لري، دا نن چې په کومه فاتحانه کرښه ولاړ یو، دې موقف ترلاسه کولو لپاره افغانانو د ازمېښتونو، محشري امتحانونو او زوموخت پړاوونه طی کړیدي نو ددې شتون ته مثبت تسلسل ورکول له موږ حکمت، تعقل او په چلن کې پختګي غواړي، دا ومنئ چې له پرېکړې مخکې د حکمت او مصلحت خپلول ،د فکر وسعت او حساس شرایط په نظر کې نیول مو هدف ته رسوي.

دا ځوان نسل چې د اشغال په غیږه کې یې نمو او د ژوند حرکات پیل کړي او نن اسلامي امارت ته په میراث پاتې دي ددوئ سمون او اصلاح له موږ څخه د زغم او تمکین یؤ تدریجي پړاو غواړي، له تېرو ترخو او ناکامو تجربو څخه باید درس واخلو او د هماغه د تصحیح لپاره جدي اقدامات وکړو.
رسول ﷺ چې کله مکه مکرمه فتحه کړه نو هغه مهال زناکارو ښځو خيمې لرلې او جنډې به پرې رپېدلې چې کافران به د جنسي شهوت کرارولو لپاره همدې خیمو ته تلل ،کله چې مکه فتحه شوله سیرت لیکونکي وایې پيغمبر ﷺ هغه بدلمنو ښځو سره هیڅ غرض ونکړ او په خپل حال یې پرېښودلې مګر د وخت په تېرېدو سره مشرکین د مسلمانانو د ښې رويي او سلوک څخه متأثر او اسلام یې قبول کړ ځکه چې دا پرېوتي اعمال خپله د فطرت ضد ؤ او دوام یې ناممکن و.

دا خو مشرکین ول چې د نبوي اخلاقو څخه متأثر شوي و نو افغانان خو د اسلام سره د مینې او ایثار ژوندی تاریخ لري د څو محدودو خلکو د سطحي اخلاقي کمزوریو د تصحیح لپاره د چارواکو مؤمن رفتار، سلوک او اعمال هم کفایت کوي.
کله چې عمر بن عبدالعزیز رحمه الله خلیفه شو په شام او نورو ځایونو کې منکراتو زور اخیستی وو.
عمر بن عبدالعزیز ځوی چې یؤ څه جدي و خپل پلار ته وایې:
چې هر څه دې په وس پوره دي، یؤ دم ټول شیان تغیر کړه او اسلام په سمه مانا تطبیق کړه، ته ولې په تدریج سره مخته روان یې؟
عمر بن عبدالعزیز ورته وفرمایل:
ځویه! که چېرته خلک په یوه جمله حق ته راولم، نو په یوه جمله یې بېرته پرېږدي.
هغه وخت چې مصر د انګریز تر یرغل لاندې و مصري ځوانان په اخلاقي لحاظ د انحطاط سره مخامخ او په قهوو او دوکانونو کې په عبثیاتو مشغول ؤ مګر په هماغه استعماري وضعیت کې شهید امام حسن البنا په خپل جادویې دعوتي پړاو کې په دوو کلنو کې دوه نیم میلیونه مسلمانان په خپل فکر او مدار راټول کړل ،دې عدوه شخصیت چې هیڅ اقتصادي ملاتړ یې نه درلود خو؛ آن د غریبو دهقانانو د مینې اظهار ورسره هومره لوړ و چې یوه ورځ شهید امام ته یؤ دهقان د چایو ست وکړ کله چې امام له دوی کره لاړ او چای یې وڅکه له رخصتېدو وروسته کوربه دهقان د مینې او الفت د اظهار په خاطر د حسن البنا نه پاتې د خولې لږ چای پورته کړ کله چې دهقان چای وڅکه نو ذائقه یې د مالګې وه له ښځې څخه یې په ورخطایې کې د بورې په ځای مالګه اچول شوې وه خو شهید امام دا تریو چای تر پایه په خوند نوش کړی و.

موږ باید د مکې د فتحې له داستان څخه زده کړه، عمر بن عبدالعزیز فلسفوي وینا او د شهید امام سره د خلکو د رغبت د لاملونو عمق درک کړو ترڅو د اهدافو په تحقق کې بریمن او مؤثر نتایج ترلاسه کړو.
څنګه چې د اسلامي امارت حاکمیت د مؤقتې زمانې لپاره نه دی او نۀ دا قربانۍ ددې لنډ فکر لپاره ورکړل شوي دي نو ددې هدف او حاکمیت د دوام لپاره دا لازمه ده چې د افغانانو پر معنویاتو کار وکړو ځکه په انساني تحول کې چې د ایمان او عقیدې رول نه وي، اندروني انګېزه نه وي او د فکري اصلاح انقلاب ورسره مل نه وي نو فزیکي بدلون تر ډېره پورې د مادیاتو او منصب لپاره لکه د یوې ډمې د حرکاتو تغیر او نڅېدل دي چې موږ په تاریخي تحولونو کې په کراتو کراتو تجربه کړیدي.
او خپله مقاله د شهید امام حسن البنا په دې زرینو کرښو پای ته رسوم:
یؤ کس ترې سوال وکړ:
ته ولې ډېر تالیفات نه لرې؟
شهید حسن البنا ورته وویل:
زه د خلکو په تالیف مشغول یم … بیا دې هغوی کتابونه تالیف کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
zainab noori

یو سوال کولی شم
ایا امارت انجونو ته دتحصیل حق نه ورکوی؟

افغان

زموژ امر باالمعروف اوس تازه په سنتی یا ختنه کولو ب وخت دی. نور یی تنطیم کری۰

احمد

د ایوبي صاحب په برنۍ لیکل شوې مقاله کې چې د خپل زماني وخت له حیثه په اوسني وخت کې چې ډیر اهمه او مهمېموضوع ته چې په پوره علمي او فکري طرز د خپل  تحقیقي او تجربوي دلایلو پر اساس لیکل شوې ، له شکه پرته چې د دغهمضمون په هدایاتو او نظریاتو عمل کول او ګټه ترې اخیستل د اسلامي دعوت بهترینه طریقه او د اسلامي نظام په پایښتاو بقاء کې خپل بنسټیزه رول ادا کولی شي . 

مولوی نجیب الله زاهد

ایوبي صاحب ستاسو لیکنه په اصل کې له تناقضاتو څخه ډکه ده او هغه هم په لاندې ډول: ۱- داچې تاسو چې کله خپل راتګ کابل ته د مکې له فتحې سره پرتله کوی نو انسان له خپله ځانه شرمېږي تاسو خپله فکر وکړي چې په دې قیاس کې تاسو د افغانستان خلک کافران او مشرکان او خپل ځان د پیغمبر او صحابوو ځآی ته رسوی او دا سل په سلو کې له حقیقت څخه لرې دی. ۲- داچې تاسو د عمر بن عبدالعزیز سره ځانونه پرتله کوی هم انسان له خپله ځانه شرمېږي ایوبي صاحب طالب شل کاله له… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx