ټولنیزه برخه

ولې زما پړونی…؟

اوښکه اميد

ما بل څه ندي کړي، یوازې د خپل خالق او مالک امر ته مې غاړه اېښې، او ځان مې په پړوني او حجاب کې نغښتی. د هغه ذات امر مې منلی چې جنت او دوزخ یې پیدا کړي دي.

ماته زما ایمان اجازه نه راکوي چې د عناق پر پلونو روانه شم، بلکې غواړم د خپلو میندو، خدیجې او عایشې رضی الله عنهما په شانتې واوسم، غواړم د فاطمې بنت محمد صلی الله علیه و سلم تاریخ راژوندی کړم او د فاطمې فهري یاد راتازه کړم. غواړم ثابته کړم چې د میوند د ملالې او د شهیدې ناهید لوڼې لا هم د خپل پت او عزت د ساتنې مېړانه لري، او په دې لاره کې د خپل ژوند قربانولو ته هم تیارې دي.

زه په غرب کې د وحشي صفته د بشري حقونو او ډیموکراسی له نغارې وهونکو ګیله نکوم، ځکه دوی چې د الله تعالی سپېڅلی کلام نه مني نو د الله تعالی د یو نوم ورکې بنده پیغام به څنګه ومني؟

زما ګیله له خپلو وروڼو او خویندو ده؛ هغه وروڼه او خویندې چې باید زما په پرده یې ویاړ کولی، نن پخپله زما پړونی له ما کش کوي.

هو؛ تاسو تل زما د پړوني او پردې سپکاوی کړی دی او دا مو د وروسته پاتې او نادانې مېرمنې نښه بللې ده.
سره له دې چې له غرب څخه را الوتي طوفان زموږ تر منځ د کرکې او نفرت دېوالونه درولي دي، خو زما په زړه کې بیا هم ستاسو مینه په غورځنګ ده. زه له تاسو کرکه او نفرت نلرم بلکې ستاسو له ناوړه عملونو بېزاره یم.

نن تاسو د تل په شان زه یوازې پرېښودم او له ما سره د یو ځای ژوند پر ځای مو د یهودو، نصرانیانو او بې دینو په غېږه کې ژوند ته ترجیح ورکړه.

کاش تاسې د غرب پر لومو د پوهېدلو هڅه کړې وای او د دوی په خوږو خبرو کې مو د دښمنی هغه بوی حس کړی وای چې ما حس کړی دی.

تاسې زموږ د ونې هغه ښاخ یاست چې له ځانونو مو زموږ د دښمنانو د تبر لپاره لاستی جوړ کړی او په دې تبر زموږ ریښي وهي.

کله چې په کابل تیارې خورې شي او ښار د شپې په خاموشی کې ډوب شي یوازې زما سترګې بېدارې وي او ستاسو د راتګ په انتظار وي. د شپې په غلې غېږه کې تل رحمن ذات ته ستاسو په بېرته ورګرځېدلو دعا کوم.

ستاسو د پردې او حجاب ضد خبرې ما ډېره غمجنوي! نپوهېږم چې تاسو ولې له خپلې خور څخه د پردې لیرې کولو هڅه کوی؟ تاسې ولې غواړی چې هغه کوڅو، بازارونو، تعلیمي او تحصیلي مراکزو، دفترونو، او کارځای کې د پردیو نارینه وو تر څنګ او بې پردې وي؟

کله چې د سنبلې د میاشتې په 20مه نېټه زما ځینې خویندې د تعلیم او تربیې په پوهنتون کې راټولې شوې او د حجاب په ملاتړ او مختلط تعلیمي نظام پر خلاف یې لاریون وکړ، په ټولنیزو رسنیو کې پر دوی بېلا بېل انتقادونه وشول. تاسو پر دوی انتقاد وکړ چې ولې یې د افغاني جامو پر ځای د عربو جامې پر تن کړي دي؟

تاسې بل څه ونکړل بلکې د اسلامي حجاب پر وړاندې مو د افغاني کلتور د ساتنې غږ اوچت کړ, تاسې د شریعت پر وړاندې د جاهلیت ناره اوچته کړه.

اې دوکه شویو!
تاسې ولې چادري توهین کړه او حال دا چې چادري د افغاني کلتور یوه برخه ده خو تاسې پوه شئ چې ماته له افغانیت او بل هر څه وړاندې د الله تعالی شریعت مهم دی.

ستاسو د افغاني کلتور ساتنې احساس هغه مهال چېرې و چی نیږدې شل تنو چې ځانونه یې مدني فعالان ښودل، د چادری په ضد شعار ورکړ او د اعتراض په ډول یې د پل سرخ څلور لاري څخه د بشری حقونو تر کمیسیون پورې په چادری کې مزل وکړ. دوی ویل چې د چادري په اغوستلو سره غواړي له موږ سره همدردي وښایي خو دوی بل څه ونکړل بلکې زما پردې ته یې سپکاوی وکړ.
هغه مهال مو د افغاني کلتور ساتنې احساس چېرې وو چې د مدني فعالانو په نوم ځینو دوکه شویو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د اسلامي او افغاني کلتور دوه مهمو عنعنوي نښو (پګړی او چادري) ته اور ورته کړ.
او دغه احساس مو هغه مهال چېرې وو چې د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې مشهورې ډمې آریانا سعید د کنسرت پر مهال بربنډې جامې پر تن کړې وې. تاسې ولې په خورشید تلویزیون کې د سیتا قاسمي د لباس پر وړاندې غلي واست؟
تاسې ولې د ټلویزیونی خپرونو د نطاقانو او چلوونکو د جامو پر وړاندې چوپ واست؟
تاسې په داسې حال کې د افغاني کلتور د ساتنې غږ اوچت کړ چې خپله مو هم د غربیانو لباس پر تن وو.
او ډېر نور څه چې یادون یې دلته لازم نه بولم…

او که چېرې تاسې د غربيانو څخه متاثر شوي یاست او وایاست چې هر انسان د شخصي آزادی څخه برخمن دی او څه یې چې زړه وي اغوستلی یې شي نو بیا خو زه هم شخصي آزادي لرم تاسې ولې زما پردې او حجاب ته د انتقاد ګوته نیسئ؟ ولې زما شخصي آزادي رامحدودوئ؟ ولې خپلې خبرې نقض کوی؟

اروپایي او امریکایي هېوادونه چې تاسې یې د بشریت او پرمختګ سرلاري بولۍ, هم مسلمانو ښځو ته دغه آزادي نه ورکوي.
غرب کې چې هر څوک څه وغواړي پر ځان یې کولی شي خو یوه مسلمانه ښځه په خپله خوښه؛ نشي کولی حجاب وکړي. هلته مسلمانې ښځې یوازې او یوازې د حجاب په جرم وهل کیږي، تړل کیږي او وژل کیږي.
مروه شربیني د فرانسې په زړه کې په محکمه کې پر چړو سوری سوری کړل شوه، یوازې په دې جرم چې حجاب یې کاوه.

نو اې دوکه شویو!
مخکې له دې چې د غرب مادي پرمختګ ستاسو ویده شویې او ګرد وهلې دینې جذبه هم درڅخه لوټ کړي له خوبه رابېدار شئ…!
د بصیرت په سترګو وګورئ چې زما حجاب او پردې ولې غربي ملتونه انديښمن کړي دي..؟
دوی ولې زما د حجاب د له منځه وړلو لپاره بې شمېره ډالر مصرفوي؟
او وګورئ چې یهود ولې له تاسو څخه راضي دي خو له ما څخه ندي راضي…؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx