افغانستانورزش

ریال مدرید مانچسټر سیټي ته په تاریخي ماتې ورکولو د اروپا اتلانو لیګ پایلوبې ته لار وموندله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ غوایي، ۱۴۰۱ل): د اروپا اتلانو لیګ دوهمه نیمه پایلوبه کې ریال مدرید لوبډلې د مانچسټر سیټي لوبډلې څخه بایللې لوبه وګټله او پایلوبې ته یې لار وموندله.

دغه لوبه چې د ریال مدرید په کوربه توب په سانتیاګو برنابیو لوبغالي کې تېره شپه ترسره شوه، ریال مدرید په وروستیو شېبو کې په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او بریا یې خپله کړه.

په لومړۍ نیمایي کې مانچسټر سیټي یو شمېر فرصتونه له لاسه ورکړل خو په ګول وهلو بریالي نشول، په داسې حال کې چې ریال مدرید د سیټي ګول ساتونکي ته هیڅ تکلیف ورنشو کړی.

د لوبې په ۷۳مه دقیقه کې د مانچسټر سیټي مراکشي لوبغاړي ریاض محرز ګول راوړ، چې مانچسټر سیټي د ۲ ګولونو توپير یې وموند، خو ریال مدرید د برازیلي لوبغاړي رودریګو په مرسته په ۹۰مه او ۹۶ دقیقه کې ګولونه راوړل او لوبه په حیرانونکې توګه مساوي شوه.

 

دواړو لوبډلو ته د ۳۰ دقیقو اضافي وخت ورکړل شو، چې په پنځمه دقیقه کې کریم بنزیما په پینالتي وهلو ګټونکی ګول راوړ چې په مرسته یې ریال مدرید د چمپينز لیګ پایلوبې ته لار وموندله، او د مانچسټر سیټي هیلې یوځل بیا له منځه ولاړې.

 

Real Madrid players celebrate at the end of the Champions League semi final, second leg soccer match between Real Madrid and Manchester City at the Santiago Bernabeu stadium in Madrid, Spain, Wednesday, May 4, 2022. (AP Photo/Manu Fernandez)

مانچسټر سیټي لوبډلې تېر کال هم د اروپا اتلانو لیګ نیمه پایلوبې ته لار موندلې وه خو د چیلسي لوبډلې له لوري له ماتې سره مخ شول او له یادو لوبو بهر شول.

له دې وړاندې تېره اونۍ د ریال مدرید او مانچسټر سیټي لوبډلو ترمنځ د نیمه پایلوبې لومړی لیګ ترسره شوی و چې مانچسټر سیټي ۳ او ریال مدرید ۲ ګولونه راوړي و. د دواړو لیګونو په مجموعي توګه ریال مدرید په ۶-۵ دغه لوبه وګټله.

ریال مدرید به د مې میاشتې په ۲۹مه نېټه د اروپا اتلانو لیګ په پایلوبه کې د لیورپول پر وړاندې مخامخ کیږي. دغې لوبډلې نیمه پایلوبه کې هسپانوي لوبډلې ویاریال ته ماتې ورکړې وه.

له دې وړاندې لیورپول او ریال مدرید لوبډلې په ۲۰۱۸م کال کې د چمپينز لیګ پایلوبه کې مخامخ شوې وې چې ریال مدرید په ۳-۱ بریا خپله او اتلولي ګټلې وه.

په دغه لوبه کې د لیورپول محمد صلاح په متنازع ډول ټپي شوی او له لوبې بهر شوی و، چې راتلونکې پایلوبه به د غچ بڼه هم ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x