
شعـــــرونه
لږ دمه شومه په مېنه د رجالو/ خيرخوا
لطف الله خيرخوا
لږ دمه شومه په مېنه د رجالو
معرفت حاصلومه د احوالو
دغازي وطن د ژڼو په لټون وم
چې ځان پوه کړم په روزنه د ملالو
څه نا څه همت ليده شو د مورګيو
حماسه وه په رګو کې د غروالو
تمه پرې ده د ښاري ژوند له اندازه
د خفګان دی ژوند او ژواک د کليوالو
د پتيالو فکر خپله لمن څاري
رقابت دی د پریوتو د کم سيالو
خواره برخه ده ارزښت بې ابه شوی
ژوند ډوب شوی په هوس کې د ارذالو
حوصله خيرخوا صاحبه را په کار ده
د کار وخت دی د سپين فکرو د خدای پالو
مېلوه/ د کمکي اختر پينځمه/ ۱۴۴۳
د خالص بابا ج.ــهادي مرکز